د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اماراتو کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ د افغان لوبډلې هيڅ پوښتنه ونکړه

خبري څانګه 02.12.2009 02:03

افغان لوبډله کابل ته د سفر تياری نيسي.

ټول افغان، متحده عربي امارات:

په عربي متحده اماراتو کې دافغانستان په نامه سفارت او کونسلګرۍ د افغان کرکټ لوبډلې هيڅ ډول پوښتنه او هرکلی ونه کړ. دا په داسې حال کې چې افغان لوبډلې په همدې ښار کې دوه اونۍ تېرې کړې او پرله پسې اوه لوبې یې وګټلې او په سيالۍ کې شريکې ټولې لوبډلې یې ماتې کړې.

د لوبډلې د سيل لپاره په زرګونو افغانان هره ورځ د ډهلونو او بيرغونو سره لوبغالو ته تلل او ټوله ورځ به یې د افغانستان زنده باد او لوبډلې د بري نارې وهلې، خو په دې دومره موده کې په ابوظبي کې د افغانستان په نامه د سفارت او په دوبۍ کې د افغانستان په نامه د کونسلګرۍ یو استازی هم ښکاره نه شو، نه یې د افغانانو سره خوښي وکړه او نه یې هم د لوبډلې حوصله لوړه کړه.

د يادونې وړ ده چې په سيالۍ کې د بېلابېلو لوبډلو سفيران او ديپلوماتان نه یواځې لوبغالي ته د ملاتړ لپاره تلل، بلکه د دوی یې په دوامداره توګه پوښتنه هم کوله. همداراز د افغان لوبډلې د برياو خبرونه به په اخبارونو کې په سرو ټکو ليکل کېدل.

له بري څخه وروسته سفارت ته یو شمېر افغانان په غوصه شول او سفارت ته یې له قهره ډک پيغامونه ورولېږل چې په نتيجه کې سفارت د لوبډلې سره د اړيکو هڅه وکړه او ورته یې د ډوډۍ بلنه ورکړه خو لوبډلې بلنه ونه منله. له بري وروسته لوبغاړو ته له هغه افغانانو له خوا چې د دوی لوبو ته حاضر شوي وو په دوامداره توګه ميلمستياوې تيارې شوې وې او لوبغاړو نه غوښتل هغه هېوادوال چې دوه اونې دوی سره اوږه په اوږه ودرېدل خفه کړي.

په ابوظبي کې د افغانستان سفارت لومړی بهانه کوله چې دوی خبر نه و نو ځکه یې د لوبډلې هرکلی ونه کړ، خو کله چې ورته یو شمېر افغانانو ثبوتونه وړاندې کړل چې دوی د سفارت او کونسلګرۍ سره اړيکي نيولي دي او هغوی منفي ځواب ورکړی دی، نو بيا یې وويل چې د لوبډلې د راتګ په اړه ورته د دولت له خوا رسمي مکتوب نه دی استول شوی.

د کرکټ مسولينو ټول افغان ته وویل چې دوی دخدمت په پاسپورتونو سفر کوي او دولت یې په ټول تحرکاتو خبر دی.

داسې ښکاري چې د کرکټ لوبډله یوځل بيا د افغانستان دننه او بهر د بهرنيو چارو د وزارت د کارکونکو د بې کفايتۍ او تبعیض ښکار شوه.

په داسې حال کې چې په ولسي کچه د افغان لوبډلې تود هرکلی او نمانځنه وشوه، په رسمي کچه له اماراتو څخه ګيله منه او خفه هېواد ته ستنه شوه.