د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوبې مخامخ حال:

د لوبې مخامخ حال: 01.12.2009 23:53

 افغانستان اماراتو  ته  ما تې ور کړه.

هېواد منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان ۱۹۶ ۲۰  ۸
امارات ۱۱۲  ۱۴ ۱۰

- د اماراتو نعيم الدین شپږيزه ووهله او خپلې منډې یې ۲۸ ته ورسولې.

- یولسم اور ته سميع الله راغی.

= پنځم لوبغاړی هم اوټ شو.

- لسم اور ته نوروز پخپله راغی. بيا د نوروز نده باد چيغې شوې.

- څلوریزه وشوه. شاپور کوښښ وکړ خو ناکام و.

- افغان لوبغاړی باچا حسین وايي چې د خرم خان اوټ کېدل د افغانستان په ډېره ګټه دي ځکه چې نوموړی د افغانستان لپاره خطرناک و. دې لوبغاړي د هندوستان خلاف ۸۷ منډې کړې وې.

- خرم خان اوټ شو. کيچ شو.

- نوروز خپله توپ اچونې ته راغی. اتم اور دی.

- د اماراتو نعیم الدین څلوريزه ووهله. افغانانو د اوټ اپيل وکړ خو امپاير ونه مانه.

- د اماراتو خرم خان منډې ۳۲ ته ورسېدې. ډېر وخت یې تېر کړ. د ده اوټ کول اړين دي.

- اوس اووم اور دی او سميع الله شينواری یې کوي.

- شپږم اور کريم صادق کوي.

- په اسمان کې وريځ راښکاره شوه. پرون هم په اماراتو کې باران شوی و.

- د شاپور دا توپ وايډ شو.

- د اماراتو د منډو اوسط ډېر تېز روان دی.

- خرم دويمه څلوريزه ووهله. او سکور یې ۴۶ ته ورساوه.

- د اماراتو خرم بله څلوريزه ووهله.

- لرې کيچ و او نوروز ښه کوښښ وکړ خو ویې نه شو نیولی.

- شاپور پنځم اور ته راغی. او خلک شاپور، شاپور نارې وهي.

- څلوريزه وشوه.

- کابو څلورم کس هم اوټ شوی و. خو امپاير کيچ ونه مانه. دلته د سيل کونکو منځ کې مشهور هنرمند عبدالله مقری هم ناست دی او د افغانستان زنده باد چيغې وهي.

- مرستيال روزنکی تاج ملوک وايي چې درې اوټ شوي کسان مهم کسان و.  اود دوی په اوټ کېدو د هغوی د بيټنګ ملا ماته شوه. حميد حسن بالنګ ته راغی.

- څلورم اور و چې د شاپور په توپ نوروز کیچ ونيوه.

- نور علي نږدې بل لوبغاړی رن اوټ کړی و. ښه کوښښ یې وکړ.

- نورعلي او نوروز ډېر ښکلی بال ونيوه او څلوريزه یې وژغورله.

- او خلک شاپور، شاپور نارې وهي. ډهل والا هم نه غلی کېږي. ميدان یې ګرم کړی دی.

- د اماراتو د ویم لوبغاړی کيچ شو. شهزاد کيچ کړ.

- دریم اور شاپور کوي او خلک ورته چيغي وهي. نږدې و چې رن اوټ شي. شفيق ويکټې له لرې وويشتې خو د اماراتو لوبغاړی رسېدلی و.

- دویم اور کريم صادق کوي. د اماراتو اوټ شوی لوبغاړی امجد نومېږي.

- کيچ خالق داد ونيوه.

- د اماراتو یو لوبغاړی کيچ اوټ شو. او په لوبغالي کې شور جوړ شو.

- شاپور ډېر ښکلی اور  روان کړی دی.

- د اماراتو یو لوبغاړی نږدې اوټ و خو زموږ لوبغاړو  کيچ وغورزاوه.

- نوروز سوځېدلی، نبي راووت او دوه سر په سر شپږيزې یې ووهلې. بښنه غواړو چې دلته د انترنت کونيکشن ورک شو او موږ ونشو کړای چې سکور تازه کړو.

- نوروز د شپږيزې هڅه کوله خو کيچ شو.

- شهزاد څلوريزه واخيسته.

- شهزاد څلوريزه ووهله. او افغانان بيا ګرم شول، چيغې شوې او نارې شوې. افغانانو ډېره بيرغونه راوړي دي خو په کې تقريبا دېرش متره دی چې وروسته بې درته انځورونه خپاره کړو.

- دا نو بال و او شهزاد پرې یوه منډه هم واخيسته.

- افغانان د دوه لوبغاړو په سوځېدو چوپ شول.

- څلورم اور پيل شو. شهزاد بيټنګ ته ولاړ دی.

- نوروز منګل بيټنګ ته ووت. اوس نوروز او شهزاد ولاړ دي. په ډېر حساس وخت کې د افغانستان دوه ويکټې وغورزېدې.

- نور علي هم وسوځېدو.

- نور علي شپږيزه ووهله.

- درېم اور شو.

- - شهزاد بيټنګ ته ووتلو. کريم ټول ۲۳ منډې وکړې. ښکاري چې مينيجر حقداد نوري یې له تېزې لوبې خوښ نه دی.

- کريم اوټ شو. ډېره تېزه لوبه یې وګړه خو په دې توپ یې غوښتل بله فوره واخلي.

- کريم بله څلوريزه ووهله.

- د لوبې له پيله مخکې راته نوروز او کبيرخان وویل چې هيله مند دي چې نن یې وګټي.

- وايډ بال شو.

- کريم بله څلوريزه ووهله.

- دويم اور پيل شو.

- کریم صادق ۴ منډې نورې واخيستې.

- کريم څلوريزه ووهله. د زنده باد چيغو لوبغالی ګرم کړی دی.

 - لومړی بيټنګ ته نور علي او کريم صادق ووتل.

افغانستان پچه وګټله. او بيټنګ یې غوره کړ.

____________________

د افغانستان او عربي متحده اماراتو لوبډلې نن د ابوظبي ښار په شيخ زاید لوبغالي کې د آسيا ۲۰/۲۰ پايلوبه کوي.

لوبه د اماراتو په وخت ۱:۴۵ او د افغانستان په وخت ۲:۱۵ بجې پيل کېږي. ټول افغان به یې شېبه په شېبه له لوبغالي خبر درکوي.

پرون ستاسو تبصرې کريم صادق ولوستې او ويل یې چې دا ډول تبصرې ورته ژړا ورولي.