د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اېډز وژونكې ناروغي او لاملونه يې

حبيب وقار 01.12.2009 13:28

پيليزه
اېډز هغه بې درملنې، بدرنګه او وژونكې ناروغي ده. چې تر اوسه يې نړيوال د درمل په جوړولو نه دي بريالي شوي. اېډز (AIDS) د ناروغيو په وړاندې د بدن د مقاومت د له منځه تللو په مانا دى. نوموړې ناروغي د اېچ آى وي (Human Immunodeficiency Virus) له وېروس څخه را منځ ته كېږي. ساينسپوهان د اېډز په اړه وايي، چې ښايي له نن څخه٨٠ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېچ آی وي وايرس اخته شوي وي. چا چې د بيزوګانو غوښې خوړلې. د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۹ زېږديز کال د اېچ آی وي وايرس د افريقا په هېوادونو كې د يوه انسان په وينه کې وموندل شو. بيا په ۱۹۶۹ زېږديز کال کې د يوه امريکايي سرتېري په وينه کې اېچ آی وي وايرس څرګند شو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز له ناروغۍ څخه ناخبره و، او دغه ناروغي يې نه پېژندله.
د ايډز د وايرس يا اېچ، آى، وي د تاريخچې په اړه يوه نوې څېړنه د برېتاينا د ساينسي څېړنو د خپرونې په وروستۍ ګڼه كې خپره شوې ده. دغه څېړنه وايي چې د اېډز د ناروغۍ وايرس په كال كې يو فېصد بدلون مومي او ساينس پوهان د بدلون دې اندازې ته په پام سره اوس دې پايلې ته رسېدلي چې د اېچ، آى، وي وايرس لږ تر لږه څو اتيا كاله پخوا او شايد تر سلو كلونو پخوا لا د بيزوګانو له بدن څخه په مركزي افريقا كې د انسان بدن ته داخل شوي دي.
خو نن ورځ په ټوله نړۍ كې له اېچ آى وي څخه خپرېدونكې اېډز ناروغي مخ په ډېرېدو ده. خو د درمل د جوړېدو لپاره يې نړۍ ناتوانه ده. په اېډز باندې له اخته كېدو وروسته د نوموړي كس په وينه كې د نوموړي وايرس نښې څلورمه مياشت مثبتې ليدل كېږي، چې نوموړې ناروغي كولاى شي تر لسو كلونو پورې خپلې نښې په پوره ډول څرګندې كړي.
اېډز په نړۍ كې
دا ټولو ته څرګنده ده چې نن ورځ نړۍ د اېډز له يوه خطرناك ګواښ سره مخ ده او هره ورځ د دې ناروغۍ د نوو اخته كېدونكو شمېره له ۱۵ زرو څخه تر ۱۴ زرو تنو پورې رسېږي. اېډز يوازې يوه روغتيايي ستونزه او دا چې روغتيايي كاركوونكي په جګړه ورسره بوخت دي نه ده. بلكې دا ناروغي هغه لويه او ټولنيزه ستونزه ده چې ټوله نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده. نړيوال بانك د ميليونونو امريكايي ډالرو په لګښت د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو كې كومه بريا نه ده تر لاسه كړې بلكې د راپورونو له مخې د هرې ورځې او هرې ګړۍ په تېرېدو د دغه وژونكې ناروغۍ ګراف مخ په لوړېدو دى. په ټوله نړۍ كې په دې وژونكې ناروغۍ تر ټولو ډېره د ځوانانو طبقه اخته ده. نو دا چې ځوانان د ټولنې د ملا تير جوړوي له دې امله جوته ده چې نوموړې ناروغي نړۍ د كاري ځواك له نعمت څخه بې برخې كوي چې هغه د ځوانانو له منځه تلل دي ځكه چې همدا ځوانان دي چې د نړۍ د كار ځواك بلل كېږي. بله لويه ستونزه چې د دې ناروغۍ له امله انسانان ورسره مخ كېږي، هغه فقر، بې وزلي، د ماشومانو بې سرپرسته كېدل او يتيم كېدل دي.
له هغې وخت څخه چې بشر دا وژونكې ناروغي پېژندلې ده. د نړيوالو له احصاييو سره سم، يې پنځه ويشت ميليونه كسان وژلي او دري دېرش ميليونه نور كسان ورباندې مبتلا دي.
د ملګرو ملتونو د نړيوال اېډز د ٢٠٠٥ زېږديز کال راپور ښيي چې په نړيواله کچه د اېډز په ناروغۍ اخته نويو کسانو شمېرڅلور اعشاريه نهه مليونو ته رسېدلی دی. او په دې ډول په ټوله نړۍ کې له ٢٧ مليونو څخه ډېر انسانان په دې ناروغۍ اخته دي. د اېډز په ناروغۍ اخته کسانو شمېر هېڅکله دومره نه و، ډېر شوى، لكه د ۲۰۰۵ زېږديز كال په اوږدو كې چې درې ميليونه انسانان د اېډز له امله د ژوند له نعمت څخه بې برخې شول.
د نړۍ د روغتيايي سازمان د ۲۰۰۶ زېږديز كال مطبوعاتي اعلاميې پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې څه باندې٤٠ ميليونه تنه د اېډز په وايرس ککړ دي، چې تقريباً څه باندې څلور ميليونه يې په همدې زېږديز کال کې په دې ناوړه ناروغۍ اخته شوي دي.
خو نن ورځ چې ډېره د اندېښنې خبره ټولې نړۍ ته متوجه ده. هغه د اېډز د وژونكې ناروغۍ د كسانو مخ په ډېرېدونكي ډول ډېروالى دى. د کومې شمېرې له مخې چې همېشه نوي انسانان په دغه ناروغۍ اخته کېږي. يوازې د ختيزې اروپا، مرکزي او ختيزې آسيا په هېوادونو کې څه باندې يو اعشاريه شپږمليونه نوي انسانان په دغه ناروغۍ اخته شوي. د ملګرو ملتونو د اېډز د ادارې د يو راپور له مخې د نويو ناروغانو د شمېر د ډېرېدو د لاملونو له ډلې څخه لوى لاملونه د نشه يي توكو د چټلو ستنو په ګډه کارونه او بدلمني ده. د اېډز تر ټولو زيات ناروغان د افريقا په ستره وچه کې دي چېرې چې له ٢٦ مليونو څخه ډېر انسانان په دې ناروغۍ اخته دي. په تېرو ١١ مياشتو کې په افريقا کې له درې اعشاريه دوه مليونه څخه ډېر نوي انسانان په نوموړې ناروغۍ اخته شوي دي.
اېډز په افغانستان كې
د افغانستان په دوديز او كورني ژوند كې هم دا ده د اېډز بلا د خپرېدو لوړ پړاو ته رسېدلې. په هېواد كې ورځ په ورځ د دې وژونكې او خطرناكې ناروغۍ مثبتې پېښې تثبيت كېږي. چې په دې ناروغۍ د اخته كسانو له ډلې څخه يې ډېرى له بهر څخه رالېږدېدلي دي. د اېډز د ناروغۍ په اړه په ۲۰۰۶ زېږديز كال كې۱۸۴ مثبتې پېښې په هېواد كې تثبيت شوې دي، نوموړې شمېره په همدې كال د روغتيا د وزارت له لوري اعلان شوې ده. د وزارت په دې اعلاميه كې راغلي، اټکل کېږي په هېواد کې د دې ناروغۍ له ٢٥٠٠ څخه تر ٣٠٠٠ پورې مثبتې پېښې موجودې وي.
د همدې ناروغۍ له امله په ۲۰۰۷ زېږديز كال كې هم د روغتيا وزارت د يوې اعلاميې له مخې د اخته کسانو شمېره له تېرې شمېرې څخه څلور برابره ډېره وښوده چې د همدې ناروغۍ د مخنيوي لپاره نړيوال بانک افغان حکومت ته لس ميليونه ډالره د دغې ناروغۍ په ضد د مبارزې لپاره ورکړي و.
په داسې حال کې چې پر HIV اېډز باندې د اخته کسانو کره او رسمي شمېرنه نه ده شوې، خو د روغتيا وزارت چارواکو د دوى اټکلي شمېره ٢٤٥ ښوولې ده.
همدارنګه د روغتيا وزارت په ۲۰۰۸ زېږديز كال كې د راتلونكو پنځو کلونو لپاره٤٠ ميليون ډالرو ته خپله اړتيا وښوده، او هيله يې وښوده چې نړيواله ټولنه به په دې برخه کې له دوى سره نوره مرسته هم وکړي.
په دې ناروغۍ د اخته كسانو سمه شمېره ځكه نه شي مالومېداى چې افغاني ټولنه يوه دود پاله او سنتي ټولنه ده، ډېر كسان يې په دې اړه له څه ويله څخه ډډه كوي. او كه پوه هم شي دا خبره له ځان سره پټه ساتي، تر څو چې نور كسان ورباندې خبر نه شي.
په دې ناروغۍ د اخته كسانو شمېره ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو ده. د ۲۰۰۷ زېږديز كال په كچه په ۲۰۰۸ زېږديز كال كې په دې ناروغۍ د اخته كسانو شمېره خورا ډېره لوړه شوې ده چې په دې ۲۰۰۸ زېږديز كال كې ٥٠٥ مثبتې پېښې ثبت شوې، او همدارنګه په هېواد كې د همدې بدرنګې ناروغۍ له امله اووه تنه مړه شوي دي. خو د دې شمېرې په څرګندېدلو سره هم د روغتيا وزارت نه مني چې دا دې په هېواد كې په اېډز د اخته كسانو كره شمېره وي. دوى وايي اټکل کېږي چې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به د٢٥٠٠ او ۳۰۰۰ تنو تر منځ وي.
دغه شمېره له هغو کسانو نه چې په خپله خوښه د وينې د كتنې لپاره مرکزونو ته ورغلي او يا هم چې د وينې د اخيستلو او ورکولو په موخه روغتونونو ته ورغلي دي ترلاسه شوې ده.
د چارواکو په وينا د دې ناروغانو ډېره برخه نارينه دي او نژدې پنځه ماشومان هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د روغتيا وزارت څرګندوي هغه کسان چه په دې ورستيو کې په دې ناروغۍ اخته پېژندل شوي له ګاونډ پاکستان ا و ايران نه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دوى په وينا د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره په هرات جلال اباد او ځينو نورو ولايتو کې د مبارزې مرکزونه پرانستل شوي دي. او دوى همدارنګه ديني عالمان هم په دندو ګمارلي ترڅو د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه تبليغ وکړي.
د خپرېدو لاملونه
د اېډز بې درمله ناروغۍ د خپرېدو څرګنده لامل جنسي اړيكې او فحشاء ده، چې نوموړې ناروغي په ډېره توګه له جنسي كړنو څخه خپرېږي. په هغو ټولنو كې چې په دې برخه كې ډېره آزادي لري. په دې وژونكې ناروغۍ د اخته كسانو شمېره هم په كې خورا لوړه ده. خو د افغانستان د روغتيا د وزارت بيا ځينو نورو لاملونو ته هم ګوته نيسي، دوى وايي، چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو لوى لاملونه کډوالي، د نشه يي توکو کركيله، د ناپاکو جراحي وسايلو کارول او د خلکو د پوهې د کچې ټيټوالى دى. ښايي دغه ناروغي د نايانو له لوري د ناپاکو چړو د کارولو له لارې هم يو بل ته ولېږدول شي.د دغې ناروغۍ خپرېدل په هغو روږدو كسانو کې ډېره ده، چې د پيچكاري له لارې نشه يي توکي کاروي او د يو بل له ګډو ستنو څخه کار اخلي. چې دا ډول معتادين په نوموړې ناروغۍ د اخته کسانو ٣ سلنه برخه جوړوي.
د روغتيا وزارت زياتوي، چې تر اوسه دوى په افغانستان کې د اېډز ناروغۍ د درملنې امکانات نه لرل، خو په دې وروستيو كې يې د دغې اړتيا په پوره کولو توانېدلي دي. که څه هم اېډز يوه وژونکې ناروغي ده، خو د نړۍ يو شمېر روغتيايي کارکوونکي ادعا کوي چې په دې وروستيو کې يې د دغې ناروغۍ د درملنې درمل کشف کړي او دا درمل کولاى شي چې لږ تر لږه په دغه ناروغۍ د اخته ناروغانو ژوند اوږد کړي.
مخنيوى او حل لاره
د انساني وايرس پېژندنې نړيوال انستيتيوت د (AIDS information Guide:) تر عنوان لاندې د اېډز د مخنيوي په لارښونو كې په ډاګه وايي چې:
HOWEVER, there remains a risk of acquiring the infection even with the use of condoms. Abstinence is the only sure way to prevent sexual transmission of HIV1.
ژباړه: د سمو جنسي لارو چارو او كانډم (پوكاڼۍ) په كارولو سره هم د وايرس د لېږد خطر شته. له زنا څخه ځان ساتنه (پرهېزګاري) يوازينۍ ډاډمنه لار ده چې له جنسي لارو نه د وايروس د لېږد مخه نيسي.
خو كه موږ ځير شو له دې وژونكې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لاره يوازې او يوازې د اسلامي شريعت لارښوونه ده چې هغوى له زنا څخه په كلكه ممانعت كړى. دا چې په سپېڅلي كتاب قرآن عظيم الشان كې د داسې ناوړه كارونو په نه كولو باندې بنديز لګېدلى بې له حكمته خبره نه ده. كه چېرې لويديزه نړۍ په ځاى فكر وكړي نو اسلام ډېر پخوا له دې امله چې د داسې خطرناكو ناروغيو او ستونزو مخه نيول شوې وي داسې كړنې بندې كړې دي. نو دوى هم بايد د اسلام دين او قانون ته په درنه سترګه وګوري. د دې ټولو حقايقو په رڼا كې داخبره روښانه كېږي چې د اېډز د مخنيوي يوازينۍ لار د فحشاء مخنيوى او د فحشاء په اډو د بنديز لګول دي يا په بله معنا يوازې او يوازې په ټولنو كې د دين، معنوياتو او اخلاقو را ژوندي كول كولاى شي د اېډز د وژونكې ناروغۍ مخه ډب كړي. دا سمه ده چې د انسان جنسي غريضه بايد اشباع شي خو د يوې معلومې لارې او طريقې څخه او هغه د كورني نظام ژوندي ساتل دي. د نكاح د دود ساتل كولاى شي له يوې خوا د انسان جنسي غريضه پوره كړي او له بلې خوا د اېډز د وژونكې ناروغۍ مخه ډب كړي. دا هاغه حقيقت دى چې بايد نور يې نړيوال درك كړي او خپل ټول پام همدغه لور ته را وړاوي كه نه نو د دې بدبختۍ مخه نيول به ټولې نړۍ ته ناشوني وي او په كومه بله لاره به ونه شي كولاى چې د دې بدمرغې ناروغۍ مخه ونيسي.
اخځليكونه
بي بي سي راډيو پښتو خپرونې
د ملګرو ملتونو كلني راپورونه
د اصلاح آنلاين وېبپاڼه