د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي لوبډله په دوبۍ کې له لمانځنې وروسته د کابل په لور روانه شوه

خبري څانګه 01.12.2009 11:03

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د شپې په ۳:۳۰ بجې د کابل په لور روانه شوه. ملې لوبډله له اتلولۍ مخکې او وروسته د عربي متحده اماراتو په بېلابېلو سيمو کې د ميشتو افغانانو له خوا ونمانځل شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن چارشنبه سهار اووه بجې د کابل په وخت د کابل هوايي ډکر ته له دوبۍ رسېږي..

د کرکټ مينه وال کولای شي چې هوايي ډګر ته له اووه بجو مخکې ځانونه ورسوي. د کرکټ لوبډلې د هرکلي لپاره تياريانې نيول شوي دي. او له هوايي ډګر څخه به ټاکلي ځای ته بدرګه کېږي.

د لوبډلې منيجر حقداد نوري ټول افغان ته وویل چې د لوبډلې د هرکلي لپاره په کابل کې ځانګړي پروګرامونه نيول شوي چې په ترڅ کې به یې د لوبغاړو له هرکلي برسېره ورسره مرستې هم وشي. ټاکل شوې ده چې د لوبډلې هرکلی به په ولسي اور سمي توګه کېږي.

مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته له تګ څخه مخکې وويل چې لوبډله به سبا د هرکلي څخه وروسته ارام کوي او بل سبا غرمه د هېوادمشر حامد کرزي ميلمانه دي. د هېوادمشر له ميلسمتيا وروسته به ننګرهار ته ځي او د ننګرهاريانو په منځ کې هم بری نمانځي.

ملي لوبډلې پرون د آسيا د ۲۰/۲۰ اتلولي وګټله. په عربي متحده اماراتو کې یې توده لمانځنه وشوه. له بري وروسته لوبډله د حاجي شېرمحمد له خوا ميلمنه شوه او نن غرمه د حاجي ولي جان منګل ميلمنه وه.

په ميلمستياګانو کې د لوبډلې په لاسته راوړنو وياړ وشو او مشرانو خبرې وکړې. مشرانو په خپلو خبرو کې ملي لوبډلې ته ډاډ ورکړ او له لوبغاړو یې وغوښتل چې په اماراتو کې د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ د بې کفايتۍ او بې پروایۍ له کبله ناهيلي نه شي ځکه چې ټول افغان ملت د لوبډلې ملاتړی دی او دعاګانې ورته کوي.