د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د آسيا د ۲۰/۲۰ اوري سيالۍ اتل شو. انځوريز رپوټ

خبري - څانګه 30.11.2009 08:05

 افغانستان نن په یوه زړه راښکونکې لوبه کې د زرګونو افغانانو په شتون کې عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړه او د آسيا د ۲۰/۲۰ اوريزو سیالۍ اتل شو.

کپتان نوروز منګل او روزونکي کبيرخان ټول افغان ته وویل چې له لوبغاړو یې د ښې لوبې تمه او هغوی وکړه. کبيرخان وویل چې افغانستان له دې ښو لوبډلو سره لوبه کولای شي او هيله ده چې په راتلونکي فروري کې وکړای شي چې د ۲۰۱۰ ز کال د ۲۰/۲۰ نړیوال جام ته لار ومومي چې د ۲۰۱۰ ز کال د می په مياشت کې به کېږي.

پچه نوروز منګل وګټله او د پلان سره سم یې بيټنګ کول غوره کړل. د پچې اچونې څخه وروسته کبيرخان ټول افغان ته وويل چې همداسې یې پلان کړې وه که پچه وګټي نو بيټنګ کوي. نوموړي وویل چې تمه یې ده چې نن لوبه به وګټي او لوبغاړي به ډېر وځلېږي.

 د لوبې له پيلولو مخکې دواړه لوبډلې سره ودرېدې او د افغانستان ملي سرود وغږول شو. ملي سرود ته افغانانو ډېر زيات شور او نارې وکړې او د سرود په مهال لکه د لوبغاړو سينه په لاس ولاړ وو.

 کريم صادق او نورعلي بيټنګ ته ووتل. کريم ډېره تېزه لوبه پیل کړه او څلوريزې وهل یې پيل کړل. وروسته تاج ملوک ټول افغان ته وویل چې لوبغاړي د ملي سرود په اورېدلو ډېر په جذبه کې دي نو ځکه تېزه لوبه کوي. د لوبډلې مينيجر حقداد نوري او کبيرخان لږ په تشويش کې و ځکه چې له شلو منډو جوړولو څخه وروسته کريم صادق وسوځېدو او ورپسې نور علي هم د شپږو منډو جوړولو وروسته کيچ شو.

 نوروز نن ښه لوبه وکړه او شل منډې یې جوړې کړې. خو لوبې هغه وخت رنګ واخيست چې محمد نبي ورووت او ۷۳ منډې یې جوړې کړې.

 افغانانو ۱۹۶ منډې جوړې کړې. د لوبغاړو او سيل کونکو په مخونو له مخکې د خوښۍ نښې خپرې وې. ځکه اماراتو ته د ۱۹۷ هدف ډېر زيات و. هغه څوک چې د افغان لوبغاړو د فيلډنګ په امکاناتو خبر وو پوهېدل چې لوبه افغانان ګټي.

 خو دا چې اماراتيانو هم لوبه تېزه کړه او درېمه ويکټه (خرم) یې ډېر ودرېد نو یو څه تشويش پيدا شو. خو تاج ملوک به خندل او ویل به یې چې ((موږ یې که خیر وي ګټو)). حسين باچا به لوبغاړو ته په وخت اوبه وررسولې او حقداد به ورته پيغامونه ورکول چې لوبغاړو ته یې ورسوي.

 د هر توپ او سوځېدو سره به سيل کونکو چيغې وهلې او د افغانستان زنده باد شعارونه به یې ورکول. په دې لوبه کې سيل کونکو دېرش متره بيرغ هم جوړ کړی و او په سوونو نور بیرغونه به رپېدل. د نن لوبې ته د پاکستان مشهور ((چاچا کرکټ)) هم راغلی و. چاچا کرکټ مشهور پاکستان سيل کونکی دی چې د پاکستان د بيرغ په رنګ جامې اغوندي او د یو چرګ سره د پاکستان د کرکټ لوبو ته ځي. د نن په لوبه کې یې د افغانستان زنده باد او (جیت ګا بای جیتګا – افغانستان جيتګا)) نارې وهلې او افغانانو به ورسره تکرارولې. لکه د تېرو لوبو په دې لوبه کې افغانانو مخونه، لاسونه او جامې د افغانستان په تور، سور او زرغون رنګونه رنګ کړي و. د نن په لوبه کې د کوچنيانو او د هغوی د فعالې ونډې یادول اړين دي.

 یو کوچني افغان چې په مخ او تندي یې د هېواد بيرغ رسم کړی و وویل: (( زما ارمان دی چې د پاکستان په رنګ سترو لوبډلو د ماتو ورکول ووينو. نن ډېر خوښ یم چې د افغانستان زنده باد نارې وهم.)) دی خوښ وو چې په توپونو یې د کرکټ د لوبغاړو لاسليکونه راغونډ کړي و. بل کوچني وويل ((زه د فوټبال شوقي یم، خو دا کرکټ هم ګوری ډېر خوند کوي، بله لوبه کله ده؟!)).

 افغانانو په ننۍ لوبه کې د اماراتو ټوله لوبډله په ۱۱۲ منډو وسوځوله او له اماراتو یې په ۸۴ منډو وګټله. محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.


د نوروز منګل، کبير خان او تاج ملوک دا پرېکړه سمه وه چې لومړی بيټنګ پيل کړي. افغانان سره د دې چې په سر کې زر زر وسوځېدل خو د محمد نبي ۷۳ منډو نه یواځې لوبغاړي بلکه سيل ته راغلي افغانان هم په جذبه راوستي وو.
په دوبۍ کې افغان سوداګر حاجي شېر محمد او ملي هنرمند عبدالله مقري خپل ملګري ډېر منظم کړي وو.
دلته دې شعار ډېر زور کړی و چې ((که څوک ژاړي او که خاندي، افغانستان به یې ګټي)).
ټول به دا شعار بار بار تکرارولو او لوبغاړو به دې نوي شعار ته په خندا ځواب وايه.
تاج ملوک په هېواد کې کليد راديو ته په ژوندۍ بڼه احوال ورکوي. 

له محمد نبي برسېره، سميع الله شينواري ۲۹، کريم صادق ۲۰ او کپتان نوروز منګل ۲۰ منډې جوړې کړې.
لوبغاړي د بيټسمانانو تود هرکلی کوي ځکه چې ۱۹۶ منډې یې جوړې کړې. محمد نبي په دې لوبه کې ۴ شپږيزې او ۹ ځلوريزې ووهلې. سميع الله ۴ څلوريزې او یوه شپږيزه ووهله.


افغانان خوښ و چې لوبډلې یې اماراتو ته ډېرې منډې هدف ورکړ.
په اماراتو کې مېشت ملي شخصيت الله نور سيلاب تر اخره لګيا و او خلکو ته یې ټيلي فونونه کول چې لوبغالي ته د ملاتړ لپاره ځان راورسوي.
د اماراتو بيټنګ بد پيل شو خو خرم خان ورښه کړ.
خالقداد نن د اماراتو د تکړه لوبغاړي خرم خان ګوذار په هوا ونيوه او ویې سوځولو.

د لوبې د پای سره سم افغانان په جاليو بيا ورواوښتل او د بیرغونو سره یې لوبغالي ته ودانګل.
لوبغاړو یو ځل بيا بله پياله پورته کړه. د ACC مشرانو په خبرو کې وویل چې افغانان د دې پيالې مستحق دي او خوښي یې وښوده چې کرکټ په افغانستان کې ډېر په تېزۍ پرمختګ کوي.
خوږ کريم صادق،درانه افغانان، او د بري ثبوت.
دې بری او اتلولي به په هېواد کې د نوي نسل هيلې نورې هم پياوړې کړي او د سيمې په تاريخ او جغرافيه کې به د هېواد نوم لا روښانه کړي.
د اتلانو او پيالې سره افغانانو انځورونه واخيستل او ځينو خو آن شعرونه هم په دې مناسبت وويل.
او يارګل نه پوهېده چې په پياله څه وکړي او څنګه قدر یې وکړي، اخر يې وویل چې(( په سر سترګو)).

______________ 

 د لوبې مخامخ حال: