د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آسيا ۲۰/۲۰ : افغانستان کوېت ته په ماته ورکولو پایلوبې ته ووت. انځوريز رپوټ

خبري - څانګه 29.11.2009 00:27

افغانستان نن د زرګونو افغانانو د ملاتړ په شتون کې کوېت په نيمه پايلوبه کې مات او پایلوبې ته یې لار وموندله. افغانستان ننۍ لوبه په ۸ ويکټو وګټله. د نوروز د ښه بيټڼګ په وجه نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

نن پچه افغانستان وګټلو او کوېت یې بيټنګ کولو ته وبللو. نوروز په دې باور و چې پيچ تيار نه دی او لږ نور وخت هم غواړي. کوېت په ۱۹ اورونو کې ټولې ويکټې له لاسه ورکړې او ۱۱۵ منډې یې وکړې. افغان لوبغاړو نن بيا ځينې ښه کيچونه وغورزول. خو د پرون په نسبت یې ښه فيلډ وکړ.

افغانانو چې بيټنګ پيل کړ نو په لوبغالي کې ملاتړي زرګونو ته رسېدل. مشهور سندرغاړی عبدالله مقری هم د لوبډلې ملاتړ ته رارسېدلی و او د افغان سوداګر حاجي شېر محمد په مرسته ډهلونه او باجې هم لوبغالي ته راورسېدلې. د ډهلونو او اتڼونو په شور کې افغان لوبغاړو د ۱۱۶ منډو هدف پوره کول پيل کړل. نوروز منګل او کريم صادق بيټنګ پيل کړ.

لس منډې لا جوړې نه وې چې کريم صادق وسوځېدو. ورپسې شهزاد لوبې ته راووت او کابو تر پايه یې د نوروز سره شراکت وکړ چې په پايله کې نوروز منډې له پنځوسو واړولې. شهزاد په منډو وسوځېدو او پرځای یې محمد نبي توپ وهنې ته ووت. په ۱۶م اور کې د محمد نبې په یو څو ګوذارونو د ډهلونو او اتڼونو په شور کې هدف پوره شو. او افغانانو کوېت ته ماته ورکړه.

نوروز منګل د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

سبا به افغانستان د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د عربي متحده اماراتو د لوبډلې سره پايلوبه یا فاينل کوي. لوبه به د اماراتو په وخت ۱۲ او د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې پيل کېږي. ټول افغان به یې شېبه په شېبه مخامخ حال خپروي.

د يادونې ده چې اماراتو نن له عمان څخه نيمه پايلوبه وګټله او پایلوبې ته ووتل. اماراتو نن وکړای شول چې د عمان ټوله لوبډله په ۵۰ منډو وسوځوي او ورته د ۵۱ هدف په ۹م اور کې پوره کړي. سبانۍ لوبه به ډېره زړه راښکونکي وي. د اماراتو ماتول به اسانه نه وي.

د لوبې مخامخ حال:  

هېواد منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان ۱۱۶ ۱۶ ۲
کوېت  ۱۱۵  ۱۹

 ۱۰

نور رپوټ لاندې په انځورونو کې وګورﺉ:

د
د کوېت د بيټنګ پيل کمزوری و.


په لومړي اور کې یې یوه ويکټه وغورزېده. انځور پخپله خبرې کوي.

لوبډله د لومړۍ ويکټې خوښي کوي.

د نورو ورځو په پرتله نن ډېر خلک لوبې ته راغلي و. په لومړیو ورځو کې به افغانانو ډېر شور نه کاوه. کېدای شي وجه یې دا وي چې د لویو لوبو په کتلو اموخته نه دي. خو دا کولتور په تېره او ننۍ لوبه کې بدل و. نن بېخي نه غلي کېدل.

تاج ملوک له لرې لوبه څارله او په ننګرهار کې د کليد راديو ته یې د تيلي فون له لارې ژوندی سکور ورکاوه.


اخري ويکټه یې په ۱۹م اور کې وغورځېده.

 
د کوېت نور ويکټې هم ولويدې.


افغانانو یې ښه ښه کيچونه هم ونيول.

د کوېت منډې افغانانو په ۱۱۵ کې راقابو کړې.

د افغانستان بيټنګ پيل شو او بايد د بري لپاره یې ۱۱۶ منډې جوړې کړې وې.

د افغانانو شمېر پسې زياتېدو.

سندرغاړی عبدالله مقری هم د لوبډلې ملاتړ ته راورسېدو. مرستيال روزونکی تاج ملوک یې هرکلی کوي.

کريم صادق دوه سر په سر څلوريزې ووهلې خو د هيټرک په هڅه شاته کيپر کيچ کړ او وسوځېدو.

 


د نوروز منګل شپږيزې ته خوښي ګورﺉ.

ډهل او باجه په ټيم راورسېدل او خلکو په اتڼنو بدرګه کړل.

څلوريزې، ګوذارونه او اتڼونه په درز کې روان وو.

نوروز او شهزاد په ۱۵م اور کې منډې ۱۰۱ ته ورسولې. ګټلو ته ۱۵ پاتې شوې.

د کريم بېرته فکر جوړ شو.

 
ګټلو ته ۴ منډې پاتې وې چې شهزاد وسوځېد. نبي ورغی.

شهزاد د افغانانو د ((شهزاد زنده باد)) نارو ته ځواب وايي.

 
نبي درز ورکړ او څلوريزه یې ووهله. افغانانو په جاليو ختل پيل کړل. او لوبغالي ته ورننوتل. د يادونې وړ ده چې په لوبغالو کې چې سيل کونکي ډېر وي، اداره سيل کونکي لوبغالي ته نه پرېږدي، خو افغانان یې پرېښودل.

 
محمد نبي په لومړي ګوذار څلوریزه ووهله او د کوېت له ۱۱۵ یې یوه منډه ورواړوله. کوېت په ۸ ويکټو ماتې وخوړه.

نوروز او کبير خان یو بل ته مبارکي وايي.

نوروز منګل د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
 
افغانانو له لوبغالي بهر هم اتڼونو ته دوام ورکړ.