د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په دوبې کې مېشت یو شمېر افغانانو د کرکټ د ملي لوبډلې درناوی وکړ

خبري څانګه 27.11.2009 16:41

په دوبې کې یو شمېر مېشتو افغانانو او سوداګرو د ملي لوبډلې ښه راغلاست ووايه او د دوی په ویاړ یې د درناوي غونډه جوړه کړه.

ملي لوبډله یوه اونۍ کېږي چې عربي متحده اماراتو ته د آسيا په ۲۰/۲۰ سيالیو کې د برخې اخيستلو په موخه تللې ده. لوبډلې تر اوسه څلور لوبې کړي دي او څلور واړه یې ګټلې دي. د دې برياو په نتيجه کې ملي لوبډله د ۲۰۱۰ ز کال د آسيايي لوبو لپاره بريالۍ شوې ده چې هلته به د پاکستان، هندوستان، سريلانکا، او بنګلادېش په شان پياوړو لوبډلو سره سيالي کوي.

په دوبې کې تېره شپه ميلمستيا د افغان ليکوال او شنونکي الله نور سيلاب په هڅو د افغان خليج رستورانت څښتنانو حاجي محمد فريد روحاني او حاجي محمد عالم خيشکي په خپل رستوران کې تياره کړې وه.

په غونډه کې د مېشتو افغانانو په استازيتوب الله نور سيلاب او حاجي محمد عالم خېشکي خبرې وکړې، لوبډلې ته یې ښه راغلاست ووايه اوهر یو په خپل وار د ملي لوبډلې لنډ تاريخ او بې ساري برياو ته په اشاره د افغان ملت د ویاړ یادونه وکړه.

الله نور سيلاب غونډې ته په وينا کې وويل چې غواړي لوبغاړي په دې خبر شي چې ولس پرې وياړي، که څوک یې درناوی لږ وکړي او که ډېر، دوی د ولس په زړونو کې اوس ځای نېولی او ټول ولس ورته دعاوې کوي. سيلاب وويل چې د افغانانو لپاره خوښي اوس نادره او په سخته پيداکېدونکې ده، خو دا نادره خوښي د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو په ډېره مېړانه او شهامت ولس ته بار بار  ډالۍ کړه.

حاجي محمد عالم غونډې ته د لوبډلې لنډ تاريخ بيان کړ او ویې ويل چې افغانانو ريکارډ جوړ کړی دی. ډېر هېوادونه چې په لسګونه کلونه لوبه کوي په داسې برياو نه دي توانېدلي، خو افغانانو په نشتو وسايلو کې ډېر امتيازونه لاس ته راوړي دي.

د لوبډلې منيجر حقداد نوري د غونډې د جوړونکو مننه وکړه او ویې ويل چې د لوبډلې مورال لوړ دی او د لا ډېرو برياو هوډ لري او د افغانانو د دعاو په نتيجه کې به نور پرمختګونه هم کوي.

د غونډې په پای کې د حاجي حبيب الرحمان دوستي خېل لخوا هر لوبغاړي ته یو یو جوړ جامې ډالۍ شوې او حاجي  فريد روحاني  د نوموړي او هلال ياسيني له خوا شوې  نقدي مرسته د لوبډلې په استازيتوب حقداد نوري ته وسپارله.

سبا به افغانان په لومړي پړاو کې خپله اخري لوبه د اماراتو سره د ابوظبي د شیخ زايد په لوبغالي کې کوي. تمه ده چې په ډېر شمېر افغانان به دې لوبې ته راځي.

د يادولو ده چې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفارت او په دوبۍ کې کونسلګرۍ تر اوسه د ملي لوبډلې پوښتنه نه ده کړې او نه هم د دوی د درناوي لپاره څه پلان لري.

د غونډې انځورونه په لاندې ډول دي:

 

الله نور سيلاب او حاجي روحاني لوبډلې او رزونکي کبيرخان ته هرکلی وايي.


حاجي محمد عالم د لوبډلې ډېره ستاينه وکړه.


د لوبډلې سره د کرکټ د مينه والو یو یادګاري انځور

د غونډې د برخه والو یو بل انځور