ولسمشر : چوپ شه چاته مه وایه (طنز)
27.11.2009 06:10در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
ډالر راکړه وماته
چوپ شه چاته مه وایه
**************
(دویم مرستیال خلیلي ):
ګورئ چې رسوا نه شو
یو بل نه جدا نه شو
په ضد د یو بل بیا نه شو
***
نه به وایو چا ته
چوپ شه چاته مه وایه
دربه شم بېګاته
چوپ شه چاته مه وایه
*****************
(قانوني :)
جوړه یارانه به کړو
پټه خزانه به کړو
د ولس به معامله وکړو
***
سیویس ته ځو سبا ته
چپ شه چاته مه وایه
دربه شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
****************
فهیم :
سترګې ډالر بینې کړه
ما خوندې یې سپینې کړه
سرې یې په سرو وینو کړه
***
غوږ ونیسه ماته
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بیګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
****************
احدي :
دا ولس ویښ شوی دی
خوب یې نور شړلی دی
هر بام ته ختلی دی
***
نېشه به یې کړو سبا ته
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بېګاته
چوپه شه چا ته مه وایه
*************
ولي کرزی :
زه د بنګو بوټی یم
خومار خومار یاران لرم
سپین او تور پرېمان لرم
***
پام کړه زما سودا ته
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بېګاته
چوپ شه چاته مه وایه
*************
امپراتور اسماعیل:
ما سم خوب لیدلی دی
ولس مې غولولی دی
هرات مې ټول خرڅ کړی دی
***
جار دې شم اېرانه
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
**************
ډاکتر عبدالله
زه که هم مخ تور یمه
تور د روس په پور یمه
هر څو که پېغور یمه
***
واک غواړم اېنډیا (1) ته
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
***************
د ډاکتر عبدالله کمپاینره:
زه که هم کوتره یم
ګیدړې نه بدتره یم
د بل چا کمپاینره یم
***
اوس سینګار کړم تا ته
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
**************
رباني:
زه تېر ولسمشر یم
امیل مې د ډالرو او سرو زرو وو
جوال مې د یاقوتو لاجوردو وو
***
ښه معاون یم تا ته
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
*************
مجدیدي
تاسې سره خوار شئ
زړه مې ناکرار کړئ
اور یې پر سر بار کړئ
***
راکړئ یو څه ما ته
چوپ شه چاته مه وایه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وایه
************
(1)، هېندوستان
محمدکریم نور

