د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام

حبيب الله غمخور 27.11.2009 00:41

ندارد عید قربان لذت و شادی غریبان را
که قربانی زدرویشان وعید از اغنیا باشد

همیشه خون مظلومان بود آماج قربانی
جنایت اجر می بارد گر این آب و هوا باشد

دلاشکوه مکن هردم که دررنجش تومیسوزی
که مفت خواران معذور ازرواونا روا باشد

گدا در خون نشسته و غنی درسفرهء رنگین
 به دارا عید وبر بیچار گان قهر خدا باشد

په سويډن کي دوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگه اوروزگان ملي خپرونې اداره  دنيكمرغه لوي اخترد  رارسېدوله  امله  په  هېواد او نړۍ کې اوسېدونکو افغانانو او ټول مسلمان امت  ته  د زړه  له  کومي  مبارکيواونيکو هيلوپه  وړاندي  کولوسره د لوي  اوبې نياز خداي  ( ج )  له ستر  دربارنه غواړو د اختر د بختورو ورځو  په  برکت  پدې جگړه ځپلې وطن کي ورانۍ ،دويني توئيدنې ، ورور وژنى ،زورونې ،لوږى اوټولي  ناندری پاي ته ورسيږى ،داله هرڅه محروم ولس  دسولي او سوکالي له نعمت نه برخمن شي .

دلوى اخترڅخه ياد اونمانځنه  په حقيقت کښي دحضرت ابراهيم (ع) اوحضرت اسماعيل (ع) د شهامت او دلوي څښتن لخوا آزموينې دبري ديادګار په توگه په ټوله اسلامي نړي کښي دمسلمانانولپاره  ديني اووياړلې کلتوري عنعنې په توگه ددې بختورو  ورځو په مناسبت لوي او واړه دخوښیو اوخوشحالیومحفلونه لري  . 

په خواشينۍ سره بايد څرگنده  کړو چي دڅولسيزوراپدې خوادنړۍ په يوشمير هيوادو کښي ددغو هيوادو وگړې  اختر  په داسې حال كې لمانځي چي هره ورځ  په سلګونو مظلوم اوبېگناه انسانان دقدرت اونفوذ دتږوتر منځ  بدهغوي په وسله واله اوسياسي سياليوکي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي . دبېلگې په توگه په  افغانستان ، عراق ، فلسطين، اويوشمير نوروسيموکي دکلونوراپدې خوادابشري ناورين دوام لري ، ښارونه،کلي او كورونه په کنډوالواوهديرو بدلېږي  .

په افغانستان كې اوس هم په پرديو پوري تړلودپټو اوښکاره تنظيمونواوډلو،په دولت کي دشاملواومخالفو، دسياسي  او دولتي واک ليوال ددبهرنيوځواکونو د وسلو او پيسو په زور پر افغان ولس ارام ژوند اوخوږ گوله حرام کړې ده .

متاسفانه له تيرودرولسيزوراپدې خوازموږ پر هېواد دبدمرغيو ډول ډول توپانونه اوسېلابونه راغلل ،زموږ اخترونه يې په وينو او ماتمونوولړل ، په تيرو درې لسيزو كې د جګړو،مرګونواوبدمرغيو دوام زموږ د ولس  آرام اوسوكاله ژوند له سختوستونزو اوکړاونوسره مخامخ کړ  .

دپرديوزبرځواکودسيمه ايزوگټو په موخه داکړېدلی ولس له يوې خوا وروردورور  وينې تويوي اودبلې خوائي بهرنی غونډاري دتروريزم په نامه هر ورځ کورته مړي لېږي . دواړه لوري  داسي عملونه سرته رسوي  چې په نتيجه کې يې زموږ ويجاړ وطن نور هم وران  اوپه هديرو رابدل  کړ .

داختر ونودپيداېښت له عالي  فلسفې او ارزښت نه چي دخوښۍاو پخلاينې  ورځې دي په عبرت  په اخيستلو سره په جگړه کي  دواړې ښکېلې خواوي  بايدله جګړو،ورور وژنو اوخپل هېوادله ورانولوڅخه لاس  په سرشي.

دافغانستان اسلامي دولت له مشرتابه  اود دولت مخاليفينوڅخه  غوښتنه لرو په هيواد كي دسراسري سولي د ټينګښت لپاره بېله مخکنيوشرطونوڅخه دپخلايني اوروښانه راتلونکي په خاطر دخبروپر لمڅي اوکمبله سره كښېني . تر څوموږ افغانان ددې جوگه سودغه وطني ناورين  اولانجې ستونزه چي اوس دسيمي تر کرښو هم تيرسوې اودمځکې دکري  په هرگوټ کښي ئي  ولسونه  حيران کړې دملي گټو په پام کي نيولوسره حل کړي.  

په افغانستان كي نورنه بايدميندي اوپلرونه  د پرديو په لمسون  اودسيسودرواني جگړې په لموکې دخواری اوذلت شپې او ورځې سباه کړي . افغانان کولاي شو اوکه ځانته تکان ورکړي شاوخوا وگوري ،ددې جوگه دی چي  په هيوادكى  د سولي اوملي يووالي دتامين لپاره دخوښي اوخوشحالي په دسترخوان ټول له يوه سره ،سره راټول  شي.تر څوزموږ هيوادوال هم دنړی دنورو ولسونوپه څير دټولوملي اوتاريخي ورځو،اخترونو،اونوي کال جشنونه  په خوښيواو خوشحاليوسره ولمانځي  . 

 زموږ په  اند اوفکر دافغانانولپاره پدې نازکواو برخليک ټاکونکوشېبو کښي صبر، زغم اوملي  تفاهم دروانې جګړې دحل لپاره يوازنې  لاره ده. پدې بايد ډاډ ولروکه څوک يوازي دجګړې پر دوام  اووينو تويولو ټينگار کوي ، پدې بايد پوه وي  نه يوازي داي چې دافغان زورېدلۍ  ولس  په منځ کي اعتبار دلاسه ورکوي  بلکي  هغوي به ئې هېڅکله هم ونه بخښي .

دلوي څښتن تعلا څخه غواړوترڅونو ر زموږ په هيواد اودنړی په ټولو جگړه ځپلو سيمو کې  وژنو ،ورانيو اوويرونودغم پر اوارو لېمڅيو داختر ونو راتلل پاي ته ورسوي .

درنو هيوادوالو! که موږ يو موټى شوو،نوپه هغه صورت کي  موږ ډيرغښتلی اوپياوړی ملت  يو، د دنيا يو طاقت  مو هم نشي غوزارولاي اوددې توان لرو چي دخپل هيواد دبرخليک په موخه هره معقوله  فيصله پخپله وکړو.

څرنګه چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دى نو دهمدې ا صل له مخې زموږ غوښتنه له دولت اونړيوالي ټولنې  څخه داده چي  ټولو افغانانو ته له هر ډول استثنا پرته په خپله خاوره کې داوسېدو،کار، تعليم  اوخپل ولس ته دخدمت  امکانات برابرکړي .

په دې هيله چې دغه اختر دټولو لپاره دسولې،خوښۍ، ورورګلوۍ، او صميميت له ولولونه  ډک يو اختر اوسي اوداختر ورځي  لکه چې له نامه څخه ئې څرگندېږي دمينې ،يواوبل ته دورورگلوی ،بخښنې او پخلايني اختر وي . اونوراختر ونه هم يوازي  مينه ورورولي،خوشحالي اوخواخوږي دخپلې ډالۍ په توگه  له ځان سره راوړ ي .

دلوي اختر دمبارکو ورځوپه وياړ اوخاطر دافغانستان له ټولو اوسېدونکو څخه دا هيله لروچې د ورورۍ اويواوبل ته دغوږ نيولواودرناوی  په روحيه دويجاړ افغانستان دبياجوړونې اودڅولسيزوپر زخمونوددرملنې په موخه د پېوستون لاسونه سره ورکړي،خپل  ولس اوهېواد دهرکورني اوبهرني  ښکيلاک اوتېري نه وژغوري . تر څودا وياړلی ملت ددې امکان تر لاسه کړي چي په نړيواله کچه د سيالانو سره  سيال او دنړېوالې ټولنې  له کاروان سره په ګډه د پرمختګ  اوانساني سوکالی په لورکوټلې ګامونه اوچت کړي .

په ټول هيوادکې  دملي يوالي اوسراسري سولي په هيله

ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي خپرونې په استازيتوب

حبيب الله غمخور