د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آسيا ۲۰/۲۰: افغانستان سعودي ته په ماته ورکولو نيمه پايلوبې ته لار وموندله. انځوريز رپوټ

خبري څانګه 26.11.2009 13:56

د آسيا د ۲۰/۲۰ په سياليو کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، افغانستان وکړای شول چې د سعودي عربستان له ماتولو وروسته نيمه پايلوبې ته لار وموندله.

وروسته به پته لګېږي چې په نيمه پايلوبه کې د افغانستان سره څوک لوبه کوي، خو افغانستان د دې سياليو تر ټولو پياوړې لوبډله بلل کېږي.

نن پچه سعودي عربستان وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. سعودي عربستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اورونو کې ۷۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان په ځواب کې د یو لوبغاړي ( کريم صادق) په سوځېدو ۷۳ منډې جوړې کړې او په ۹ ويکټو یې سعودي عربستان ته په ۹ اور کې ماته ورکړه.

د نن ورځې د لوبې په مناسبت د شارجې د الذيد نوی لوبغالی هم پرانيستل شو.

لوبې ته په ډېر شمېر افغانان راغلي وو چې د هر توپ او هرې منډې سره یې د لوبډلې ملاتړ کاوه او شور به یې جوړاوه.

د افغانستان او سعودي عربستان د ننۍ لوبې انځوريز رپوټ په لاندې ډول دی:


لومړی بيټنګ سعودي عربستان وکړ.

 
افغانانو ښه فيلډنګ وکړ.


د سعودي لومړۍ ويکټه په لومړي اور کې وغورځېده.

 
ورپسې ويکتې غورځېدل پيل شول تر دې چې په ۷ اورونو کې د سعودي ۵ ويکټې وغورځېدې او ټول یې ۳۵ منډې جوړې کړې وې.

 


په اماراتو کې مېشتو افغانانو د ملي لوبډلې تود هرکلی وکړ.

نور خوندور انځورونه به هم وروسته په ليکه شي.