د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انوارالحق احدي ورور ضياالحق د تښتونکو له منګولو راخوشې شو

خبري څانګه 24.11.2009 13:22

د ماليې د پخواني وزير او د افغان ملت مشر انوارالحق احدي ورور ضياالحق  چې تېر کال په سپتمبر کې تښتول شوی و د تښتونکو له منګولو راخوشي شو. د تښتونکو په اړه تر اوسه معلومات نشته دی.

ضياالحق یو کال مخکې په پېښور کې تښتول شوی و.

احدي ته نږدې سرچينو ټول افغان ته وویل چې ضیاالحق د پيسو په بدل کې نه دی خوشې شوی.