آسيا ۲۰/۲۰: سبا به افغانستان په ابوظبي کې د هانګ کانګ سره لوبه کوي. د ننۍ لوبې انځوريز رپوټ
23.11.2009 19:47د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا د آسيا ۲۰/۲۰ د سيالۍ په ترڅ کې خپله درېمه لوبه د هانګ کانګ سره کوي.
نن افغانانو له سينګاپور او پرون یې له چين څخه وګټله.
د ننۍ لوبې ځيني انځورونه په لاندې توګه دي:
سينګاپور پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل.
تاج ملوک (په سور کميس کې) د ځينو يارانو سره ډېر وخت وروسته خبرې کوي. تاج ملوک له ډېرې مودې وروسته بېرته د لوبډلې په اداره کې شامل کړای شو. نوموړی اوس د لوبډلې مرستيال روزونکی دی. تاج ملوک تور لګوي چې د لوبغاړو او ادارې په ټاکلو کې واسطې کارول کېږي. نوموړی وايي چې د پارلمان غړي هم د کرکټ د ادارې په تشکليلاتو کې ګوتې وهي.
افغانانو د سينګاپور د ۹۶ منډو هدف د دوه کسانو په سوځېدو پوره کړ.
افغان سيل کونکي د ګوتو په شمار خو جذبې یې له زرګونو کسانو هم ډېرې وې. د ملي لوبډلې هر ګوذار به یې په چيغو او چکچکو بدرګه کاوه.