اسیا ۲۰/۲۰ سيالي: افغانستان سينګاپور ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه
23.11.2009 07:44افغان سيل کونکي لږ خو ډېر ملاتړ کونکي وو.
د آسيا د ۲۰/۲۰ په سيالۍ کې افغانستان خپله دويمه لوبه نن د سينګاپور سره د شارجې په مشهور کرکټ لوبغالي کې وکړه. سينګاپور پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړل. سينګاپور د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۹۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغانانو د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۳ اورونو کې ۱۰۰ منډې پوره کړې او په دې سياليو کې یې دويمه لوبه هم وګټله.
کريم صادق نن۶۸ منډې جوړې کړې چې ۹ په کې څلوريزي او ۲ په کې شپږيزي وې. شهزاد هغه وخت په صفر وسوځېد چې د تېز ګوذار هڅه یې وکړه. نور علي ځدراڼ بيا ۲۷ منډې جوړې کړې.
په ننۍ لوبه کې سينګاپور لومړی سست خو د افغاني توپ اچونکو له بې غورۍ په اخر کې تېزه شوه او ډېرې منډې یې جوړې کړې.
ننۍ لوبې ته ډېر کم افغانان راغلي ول. د ټولو افغان سيل کونکو شمېر تر ۲۰ نه رسېده، خو کوم چې حاضر و د ملي لوبډلې ډېر حوصله زياتونه یې کوله.
ټول افغان به د ننۍ لوبې انځورونه او د مرستيال روزونکي تاج ملوک سره مرکه وروسته خپره کړي. تاج ملوک په مرکه کې د کرکټ په بورډ یو شمېر نيوکې وکړې او ویې ويل چې په واسطو لوبډلې ته لوبغاړي راوستل شوي دي. پوره مرکه به وروسته خپره شي.
پرون افغانانو لومړۍ لوبه له چين څخه وګټله. افغانستان سبا سه شنبه د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د هانګ کانګ سره لوبه کوي. د چارشنبې ورځ به د ارام ورځ وي.