د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټپي نجلۍ

محمد نعمان دوست 22.11.2009 14:01

پرون مازيګر کابل ښار کې د هډوکو يو ډاکټر ته له ناروغ سره تللى وم . ډاکټر پروفيسر دى او له ډېرو لرو ځايونو ورته خلک راځي .

د دهليز په منځ کې اوږدو څوکيو باندې خلک کتار ناست وو . زه هم له خپل ناروغ سره پر همدغه څوکۍ ناست او نوبت ته منتظر وم.

يو ناڅاپه زګيروي شول او بيا د دهليز پرده پورته شوه .

يوه نجلې له درېيو ځوانانو او يوې ميرمنې سره را ننوتله . ميرمنې او ځوانانو نجلۍ له اوږو نيولې وه او هغې چې پر مخ يې سورپوړنى را خور کړى و ، په ډېر زور ګام پورته کاوه .

نجلى ديواله ته مخ واړو او کږه کيناسته . هغه د پکتيا له يوې کليوالې سيمې نه راوړل شوې وه ، له درده تاوه راتاوه کېده خو حتى خپل غږ وچتول ورته هم شرم ښکاريده ، چوپه خوله ناسته وه .

شيبه وروسته يې د اکسرې څانګې ته د ننه کړه او بيا يې عکس ډاکټر ته وروړ .

ډاکټر ، عکس د ګروپ رڼا ته مخامخ کړ او بيا يې قلم پر يوه تور ځاى کېښود :

دغه ده مر مۍ ، هډوکى بچ دى ، مداخله په کې نه ده په کار خپله به راووځي . عمليات خطرناک دى که معمولي سهوه هم وشي نو د فلج کېدو خطره يې شته .

ژڼي له ډاکټره راووتل او بيا د ټپي ترڅنګ يې د ډاکټر خبرې تکرار کړې . نجلۍ د درد زغم له لاسه ورکړى و .
نا قراره وه . هغې چې کله د فلج کېدو خبره واوريده نوره هم ورخطا شوه ، ځکه په کليوالي سيمو کې خو هسې هم نجونې يو غم ګڼل کېږي او بيا چې معيوبه شي نو بيا خو ...
شايد هغه خپلې راتلونکې ته زوريده ، شايد دې وړې مرمۍ يې له سترګو ټول راتلونکي خوبونه الوځولي وو.

نجلۍ ، غوښتل ځان تلقين کړي نيغه به کېناسته خو تلقين حقيقت له منځه نه شو وړى ، درد به پرې زور شو او بېرته به په ملا کږه شوه .

خپل ناروغ رانه هير شو ، څو ځلې مې زړه راغونډ کړ ، غوښتل مې د ټپي په اړه وپوښتم خو کلماتو ياري نه کوله ، زړه به مې ډک شو او د خبرو وس به مې بايلود .
يو ځل بيا مې پوښتنې ته ځان جوړ کړ خو خبره مې خوله کې وچه شوه او ځان سره مې ويل : پوښتنې ته څه اړتيا ده ؟ خو يا به د تروريزم سره د مقابلې او يا به د اشغالګرو پروړاندې د جهاد مرمۍ وي .

يواځې دا خو نه ده ، هر ورځ په لسګونو ځوانان د همدې دواړو مرميو په ټس کې وژل کېږي او يا لکه دغه نجلۍ د مرګ او ژوند په پوله پاتې عمر تېروي .

يادښت : تبصرې ازادې دي ، خو د کلام عفت حتمي دى