دکابل - جلال اباد لاره په ساعتونو ساعتونو بنده وي
22.11.2009 13:15د جلال اباد نه راغلي مسافر وايي چې په دې ورستيو وختونو کې د کابل - جلال اباد لاره په ساعتونو ساعتونو بنده وي .عيني شاهد ټول افغان ته وويل چې له پرونه راهيسې دا لاره د موټرو د بيروبار له امله بنده شوې او مسافر يې چې ماشومان ښځې ، بوډاګان اود ناروغان په کې دي ، د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي . په داسې حال کې چې داد دلويو لارو د ټرافيکو او پوليسو دنده ده چې د مسافرو پر مخ لاره پرانيزي خو له بده مرغه په فساد کې ککړه اداره هيڅکله د اولس ستونزو ته پام نه کوي اويوازې هغه ځای ته ځان رسوي چې هلته ددوي د جيبونو ډکولو امکانات موجود وي . يو تن مسافر وويل چې موږ د سهار په شپږو بجو له جلال اباد نه حرکت راکړی و جې په څلورو بجو
پل جرخي ته راورسيدو . دغه حال هره ورځ وي ، هيله ده چې دې ستونزې ته پوره پاملرنه وشي .