ځانمرګی ژڼی (ناول) : لمړی څپرکی
21.11.2009 17:52د لوی او بښونکي خدای په نامه
ځانمرګی ژڼی
لمړی څپرکی
اېمل په اووم ټولګي کې وو چې پلار یې اشرف خان لمړی له دندې لرې کړل شو او بیا د یوه کال لپاره بندي شو . اشرف خان د پنجابي حکومت پر وړاندې ډېر ستر مجرم وو . دغه مجرم به کابو پینځه څلوېښت کلن وو . په ونه لوړ، غښتلې مټې، غنم رنګی، غټ- غټ برېت او تورې سترګې یې درلودې . له آره د سوات درې د شاډېرۍ له کلي څخه وو . له لمړنیو زده کړو وروسته یې لوړې زده کړې په پېښور کې په پښتو اکاډېمۍ کې سرته ورسولې . وروسته همدلته په پېښور کې پاتې شو او په ارباب سړک یې ځانته کور وپېره . په ځوانۍ کې د پاچاخان د ګوند غړی وو، خو د تاوتریخوالي په نشتون او د محکومې پښتونخوا د خپلواکۍ په موخه یې پر سوله ییزو هاندوهڅو تل باور درلود . په دیارلس سوه او اتیایم کال کې د محکومې پښتونخوا د پېښور په اسلامیه کالېج کې د پښتو ښوونکی شو . ده به زده کړیالان هڅول چې پښتو خبرې وکړي او تر وسه پنجابي ویي و نه کاروي . د بېلګې په توګه د داسې نه وایي چې غوړي یې په اېک سو پچاس روپۍ راونیول، بلکې په یو سلو پینځوس . همداسې د یوه نۍ، دوه نۍ پر خالي او اتوار نه بدلوي . او ډېر "جي سېر، جي سېر" د په هره خبر کې نه وایي . بس همدا د اشرف خان ستر جرم وو . او پدې جرم سره په کال دیارلس سوه او دري اتیا(1383 هـ ش) کې ونیول شو .
کله چې له یوه کاله بنديخاني وروسته راووت، د یوه څه مودې لپاره د ډېرو وهلو ډبولو له امله په کور کې پاتې شو . له دې وروسته یې ډېره هڅه وکړه چې یوه بله دنده پیدا کړي، خو بریالی نه شو . په پای کې یې د اولاد د نفقې د پیدایښت په موخه یوه کړاچۍ وپېرله او پر ارباب سړک یې پیاز، کچالو، ګندنه او سابه خرڅول . په همدې روپیو یې د کور ټول لګښت پوره کاوه . کله-کله خو به یې دومره روپۍ نه ګټلې چې اېمل او بخت زمینې ته کالي وپېري . له خدایه ډېر خوښ وو چې روزي یې یوه مړۍ، خو حلاله وه . ده به خپل زوی اېمل ته تل ویل چې باید لیک لوست وکړي، یا سیاستوال شي او یا هم انجینر . خو باید په هر اکر کې له خلکو سره مرسته وکړي . او دغه مرسته باید تر هر څه وړاندې د محکومې پښتونخوا د خلکو په برخه شي .
اوس چې اېمل اووه لس کلن شوی وو، لسم ټولګی یې پای ته رسولی وو . ږیره او برېت یې لا تر اوسه نه وو راغلي . که څه هم چې اېمل یې د پلار په څېر غښتلی نه ښکارېده، خو هغه د چا خبره د چرګ په څېر یې پر بام ورو-ورو پل اېښووه چې ونه نړېږي . ده غوښتل چې په اسلامیه کالېج کې خپلې زده کړې وکړي . که څه هم چې دومره روپۍ یې نه درلودې، خو پلار یې اشرف خان ورسره ژمنه کړې وه چې نور به د سهار له لمانځه وروسته ان تر تیاره ماخوستنه سابه خرڅوي . اېمل هم ورسره ومنله . کله یې چې په کالېج کې درس پیل کړ، یو څو میاشتې وروسته د کالېج مدیر امجد وروغوښت . امجد پنجابی وو . له لسو کالو راهیسي یې د مدیریت څوکۍ په برخه وه . دی په پښتو ډېر پوهېده، خو خبرې یې په پنجابي کولې . په پښتو یې هم خبرې کولې، خو یوازی هغه وخت چې په خپل رستورانت کې به ناست وو . دا خو مالومه ده چې پنجابیان له پښتو سره کینه لري، خو له ده سره به پښتنو هم په پنجابي خبرې کولې . نو که امجد له پښتو سره هم کینه نه درلودای، خبرې به چا ورسره په پښتو کړې وای؟
امجد له ډېره وخته په پېښور کې ژوند کاوه . همدا پېښور ورته ستر نعمت وو . پلار یې په پنجاب کې یو کوشنۍ رستورانت درلود . چې څوک به یو ځل ورغلل، بیا به هېڅکله نه ورتلل . ډېرو به ویل چې د امجد پلار د خره غوښه پخوي . یو ځل کوم بدماش پنجابي له خپلې ملګرې نجلۍ سره د ده په رستورانت کې ډوډۍ خوړلې وه . کله چې راووت، نو کوم ملګري یې ولید . هغه ورته وویل چې دلته خو د خره غوښه خرڅېږي . بدماش چې هسې هم د هیندي فېلمونو په څېر یې خپلې نجلۍ ته ځان ښووه، د امجد پلار یې دومره وډبوه چې له اخه توخه یې وغورځوه . همداراز یې ګواښنه ورته وکړه چې د خره په څېر به یې پوستکی وباسې که یې تر سبا پورې رستورانت ونه تړي . د امجد پلار اړ شو چې له پنجابه ورک شي . نو ځکه یې پېښور ته ګډه راوسته او په صدربازار کې یې د باړې د ګاډیو تم ځای ته نیږدي یو کوشنی رستورانت جوړ کړ . امجد به په اوونۍ کې یو دوه ورځې کالېج ته تګ کاوه، خو نور یې له خپل پلار سره په رستورانت کې مرسته کوله . که څه هم چې امجد د نورو زده کړیالانو په پرتله ګرد سره نه پوهېده، خو تل به په ازموینه کې بریالی کېده . ان یو څو کاله وروسته یې د پېښور له پوهنتونه د ساینس د فاکولتې دېپلوم تر لاسه کړ .
کله یې چې پلار مړ شو، امجد به کابو اته ویشت کلن وو . دنده یې نه درلوده . یو څه وخت یې د پلار رستورانت وچلاوه، خو وروسته پوه شو چې د پسه او غوایه په غوښه کې ریښتیا هم ګټه نشته . یو څه موده یې یوازې دال او وریجي پخولې، خو بیا هم نهیلې شو . ده دغه خوړنځی سپین رنګ کړ او د کابل رستورانت نوم یې ورکړ . د یو څه مودې لپاره یې یو افغان پخوونکی هم ونیو . خو غوښه یې همغه غوښه پخوله چې د پلار به یې ډېره خوښه وه . لنډه موده وروسته دومره وپېژندل شو چې ان لوی-لوی پنجابي سوداګر او رییسان به ورته راتلل . همداسې یې له خلکو سره پېژند ډېر شو .
سربېره پر ډېره ګټه امجد هڅه کوله چې رستورانت وپلوري . دی په دې اند وو چې که خلک یو ځل بیا پوه شي چې په دې رستورانت کې د سپېره غوښه خرڅېږي، نو هسې نه چې د پلار په څېر یې سم وهل ډبول وخوري . خو بده لا دا چې تاوان به هم وکړي . د ډېر پېژند پر بنسټ یې هم رستورانت وپلوره او هم یې ځانته د تعلیم او تربیې په ریاست کې د یوه وړه کارمن په توګه دنده پیدا کړه . دی پنجابي ګټې ته ډېر ژمن وو او له پښتنو سره یې ډېره کینه راواخېسته . په غوړه مالۍ کې یې ژبه هغه د چا خبره تر قورمې غوړه او تر جیټ الوتکې ډېره تېزه وه . همدا لاملونه ول چې وروسته له څه مودې یې د اسلامیه کالېج مدیریت په برخه ورسېد . خو کله چې د افغان دولت پر ضد بیا د طالبانو تر نامه لاندې یوې شکمنې ډلې پاڅون پیل کړ، نو امجد د آی اېس آی د ترهګریزې ادارې په بولنه تنکي ځوانان ځانمرګیو بریدونو ته هڅول . په همدې موخه یې اېمل هم وروغوښت .
اېمل یې خپل پلار اشرف خان ته هېڅ ونه ویل چې امجد ورغوښتی دی . همداسې په خپل زړه مدیر ته ورغی . اېمل چې د امجد سکرتر احمدخان ته وویل چې امجد ورغوښتی دی، احمدخان په ټیټ غږ ورته وویل چې نشته . خو اېمل ورته وویل چې همدا اوس یې ولید چې دوتر ته راغی . احمدخان چې هر څومره ورته وویل چې لږ وروسته راشي، اېمل همدومره ټینګار کاوه چې همدا اوس ورځي . احمدخان مجبور شو چې امجد ته خبر ورکړي .
"سېر ، اشرف خان کې بټهې مې اېمل آګیا . (ښاغلی، د اشرف خان زوی اېمل راغلی دی .)"
امجد د مېز پر سر پښې اچولې وې . ژېړې سترګې یې په تور غوړبېجن پړسېدلي مخ کې کابو نه ښکارېدې . خو د سترګو چوخړي یې له ورایه ځلېدل . ده هندي سندرې ته غوږ نیولی وو او سر یې ورو- ورو ورسره خوځوه . کله چې احمدخان د دوهم ځل لپاره ورته وویل، نو موزیک یې ښه ټیټ کړ .
"لېټ هېم کم اېن (پرېږده چې د ننه راشي)"
اېمل لا نه وو راننتوی، چې امجد ژر د وره مخې ته ورغی . کله چې اېمل د ننه راغی، امجد غېږ ورته خلاصه کړه .
" خان صاب سلامالېکم و رحمت الله و برکاته . او لعنت وشه په امریکا او اسرائېلو!"
اېمل هک پک ودرېد، خو آخر یې امجد ته غېږ ورکړه .
"سلام علیکم"
امجد لا اېمل په غېږ کې ټینګ نیولی وو .
"خوش آمدېد، خوش آمدېد . زه ډېر شکر ګزار یم چې مجاهېد بهایي (ورور) دلته راغلی دی . دا مجاهېدین دي چې ټول پاکستان ساتي . دا مجاهېدین اسلام ساتي . او د اسلام دوخمنان وجني (وژني) . د اسلام دوخمنان چې دي، دا اصل کې د پاکستان دوخمنان دي . خو پاکستان نن پټان مجاهېدین لري . خدایه شکر! ریختیا چې له پټان سره ټوپک خه خکاري ."
اېمل نور هم هک پک شو . نه پوهېده چې څه ووایي . امجد چې له غېږې پرېښووه، نو ژر یې یوه چوکۍ د خپلې چوکۍ تر څنګ کېښووه او لاس یې پرې تېر کړ . اېمل ته یې وټپوله چې د ده څنګ ته کښېني . اېمل ته تر اوسه کوم پنجابي دومره په ښه ژبه خبرې نه وې کړي او نه هم ده له پنجابیانو څخه دا تمه درلوده . ځکه چې پلار یې تل ورته ویل چې له دوی څخه د سړیتوب تمه لېونتوب دی .
امجد ژر د کوک یو بوتل اېمل ته خلاص کړ .
"خان صاب مېرباني ."
اېمل بوتل ترې واخېست، خو داسې هک پک وو چې نه پوهېده په بوتل څه وکړي . لاس یې رېږدېدل . امجد لا اوس هم لاس پر نامه ایښی وو .
"خان صاب، څه احوال؟ څه نوي تازه، ټیک ټاک؟"
"بس شکر دی، مننه ."
"نو چې هېڅ خبرونه نیشته، راشه چې دواړه وګورو چې څومره مسلمان کسان شهیدان شوي ."
امجد ژر د کمپیوټر لیکدړه راکش کړه او د نوایې وقت وېبپاڼه، انګرېزۍ الجزیره او داسې څو نورې اوبپاڼې یې راواړولې .
"خان صاب، ته وګوره، څومره کسان شهیدان شوي، څومره ماشومان، څومره خځې، خو مونګ ورته ګورو . افسوس افسوس! دا کافران چې دي، زموږ پر اسلامي خاوره کې لړایي کوي ."
د اېمل لا سر نه وو خلاص چې امجد څه وایي او موخه یې څه ده، خو امجد یو دم په ژړا شو .
"دا کافران زموږ خځې او ماشومان بې پته کړي او بیا یې اووجني . روسته دا ټول اوسېزي . خو خان صاب موږ ورته ګورو! دلته وګوره دا تصویرونه، خان صاب!"
اېمل چې انځورونو ته وکتل، ژر یې مخ بلې خواته واړوه .
"خدایه ته خو جنت ورکړې ."
اېمل په خپل ځای کښېناست او یو سوړ اوسېلی یې واېست .
"امجدخان صیب، موږ به نو څه وکړو؟ موږ خو په تشو لاسونو هېڅ شی هم نه شو کولای ."
امجد ژر خوله پورته ونیوه او لاس یې غاړې ته یووړ .
"خدایه ماته بخشش اوکه . اېمل لا ځوان دی . دی چې دی، نه پوهېږي چې له ده سره څومره پاور (ځواک) دی . خو افسوس چې ده ته لا چا سمه لاره نه ده خوولې ."
اېمل غلی ناست وو، خو چې د امجد خبر یې واورېده، ژر په چوکۍ کې راسم شو .
"څنګه ده سمه لار؟"
امجد له جېبه یو کوشنی لاسڅپوڼی راوېست . اوښکې یې پاکې کړې . همداسې یې پر خپل مخ راکش کړ . پر سپین لاسڅپوڼي یې له ورایه خیري ښکارېدل .
"اېمل زه تاته سمه لار خیم . ته راشه دا تصویرونه اوګوره . دا ټول لشکر اسلام دی . دا ټول با ایمان مجاهېدین وو . دوی جام شهادت نوش کړی دی . دوی دوخمن ته سر ټیټ نه کړ، بلکې د دوخمن سر یې کټ (غوڅ) کړ . دا کسان هم ډاکټر وو، هم اېنجینرینګ کې کار کړی وو . دوی کې ډېر سټوډنتان (زده کړیالان) هم وو . خو دوی چې وو، دوی با ایمان کسان وو . دوی ته اسلام او آزادي ګران وو . دوی د خپل حق مطالبه اوکړه ."
اېمل یو څه غوږ نیولی وو، خو آخر یې پر زړه راوګرځېدل چې له امجد څخه وپوښتي چې ولې یې راغوښتی دی . په ټیټ غږ یې له امجده همدا پوښتنه وکړ . امجد یې پوښتنه واورېده، خو خبره یې ژر پر بله واړوله .
"خان صاب، په اسلامي نړۍ کې جنګ جګړه روان دي او کفر په افغانستان کې دلته زموږ پټان طالبان وژني، خو موږ دلته بس یوازې ناست یو او بوتلې څکو ."
اېمل یې چې بوتل ته وکتل، مخ یې تک سور واوښت . بوتل یې ژر یوې خواته کېښووه .
"نو موږ څه وکړو؟"
"اسلام چې دی، نن سبا کې بیا هغو قېهرمانانو لیډرانو ته محتاج دی چې اسلامي خلافت یې ان سپېن (هسپانیه) کې جوړ کړی وو . دوی دوخمن په ګونډو کړ . لېکن آج (نن) چې دي، یوازې تاسې داسې لیډران کېدلای شئ چې پاکستان کې اسلامي خلافت جوړ کړئ . یوازې تاسې! اسلامي امت تاسې ته احتیاج لري . تاسې ته لازمي ده چې هغوی له صلیبي جبر څخه آزاد کړئ . تاسې ژر لیډران جوړ شئ!"
اېمل په خپله څوکۍ کې راسم شو . امجد ته یې په ځیر ځیر وکتل .
"زه؟؟"
امجد خپل سر د هو په مانا ورته وخوځوه . خو اېمل ژر بیا پیل وکړ .
"ما لا تر اوسه خپله زده کړه نیمایي ته هم نه ده رسولې . زه خو د ورځې دوه درې ځلې له خپل پلار سره مرسته کوم . بل دا چې زه غواړم لا زده کړه وکړم . نو زه د چا لارښونه نه شم کولای ."
"دا چې دي، ماته باالکل مالوم دي . خو مونګ هېڅ مجاهېد بغیر له معاونت څخه نه پرېګدو . خان صاب، ته له ما سره یې . دا نور لازمي نه ده چې ستا پلار رېړۍ (کړاچۍ) کې آلوګان خرڅ کړي . زه تاته د هر شي معاونت کوم . کلدار غواړې، امریکن ډالر غواړې، یورو غواړوي؟ څه غواړې؟ ماته صرف عرض اوکړ ه ."
اېمل په سوچ کې ډوب شو . نه پوهېده چې څنګه چل دی . کله به یې د پلار کړاچۍ ور پر زړه شو چې په خټو کې نیښتې وي . کله به یې پلار ور پر زړه شو چې له سهاره تر ماسخوتنه کله په یخنۍ کې، کله په ګرمۍ کې ولاړ وي او په دې تمه وي چې یو څوک د یوې یا دوه روپیو سودا وپېري . بلخوا به د فلسطین او لبنان د ماشومانو انځورونه سترګو ته ودرېدل چې د اسرائېلو په بمونو کې شهیدان ول . خولې یې له خارو ډکې وې . همداسې به یې د عراقي ښځو عکسونو تر سترګو شول چې امریکایي ځناورو تر مرګه جنسي تېری پرې کړی وو او بیا یې د کورنۍ ټول غړي سېزلي ول . دی لا په همدې سوچ کې ډوب وو چې امجد تر مټ ونیو .
"اسلامي خلافت تاسې ته محتاج دی . تاسې ته لازمي ده چې مسلمانې خځې له کفارو بچ کړئ . د پاکستان اسلامي خلافت تاسې ته دا موکه درکوي . تاسې جهاد ته غواړي ."
"نو زه خو باید کورنۍ لګښت پوره کړم او له پلاره سره مرسته وکړم . زه غواړم زده کړه وکړم او انجینر شم . زه د جهاد وس نه لرم ."
امجد ژر له ځایه پور شو . د کورتۍ له جېب څخه یې د کلدارو بنډل راواېست . اېمل ته یې ونیو .
"زه له پوختون ورور سره نخرې نه کوم . تاته به هر شی میلاوېږي . ته مجاهېد یې، خو زه انصار یم . تاته به ټولو نه خه کالېج کې داخېله میلاوېږې . یوروپ ته ځې، امریکې ته ځي؟ صرف ماته عرض اوکړه . خو اسلامي امت تانه د جهاد تمه لري . دوی غواړي چې له امریکې او یهودو آزاد شي . بس پهلې (لمړی) ته اسلامي قانون لپاره مجاهده اوکړه، تاته به هر شی میلاوېږي ."
اېمل به کله روپیو ته وکتل، کله امجد ته . هممهال رنګارنګ سوچونه ورته پیدا شول . خو امجد ژر تر لاس ونیو او روپۍ یې په موټي کې ورتخته کړې . اېمل روپۍ واخېستې، خو کتل یې امجد ته .
"زه څنګه جهاد وکړم ؟"
"بس هر کله چې ضرورت شو، نو مونګ به تاته وایو . او ته به د اسلام دوخمنان وجنې . هېڅ خیال مه کوه چې څوک به مړ کېږي، ته یوازې خپله غزا کوه، غزا!"
"زه به نو چېرته جګړې ته ځم؟"
"تاته بس دا غم نیشته . مونګ تا مقبوضه افغانستان ته لېګو . هلته چې دي، ټول یهود او د امریکې فوجونه دي . هلته ټول افغانان کمونېستان او د یهودو او امرېکې دوستان دي . دوی ټول مرتد او کافر دي . بس ته هلته جهاد اوکړه . خو لکه چې کله تاته خطره احساس شوه، نو ځان بم جوړ کړه . ټول کافران اووجنه . هو، یوازې همداسې بم ډېر افغان کمونېستان وژلای شي ."
"ما خو له تر اوسه ټوپک هم په لاس کې نه دی اخېستی، نو زه به څنګه له ځانه څخه . . ."
"هی هی! لکه چې پوختون نه یې ."
د دې خبرې په اورېدا سره اېمل اوچت له ځایه پاڅېد، امجد ته یې برګ-برګ وکتل .
"تاسې څه وایاست؟ زه ویاړم چې پښتون یم!"
امجد ژر ورپورته شو او اېمل یې پر مخ مچي کړ .
"خان صاب، ما ټوکه اوکړه . زه پوختانه ډېر ښه طرېقې سره پېجنم . ماته د پوختون جوش او غیرت مالوم دی او دا ماته افتخار راکوي . تاته که تر اوسه ټوپک سره بلديت نه دی حاصل شوې، نو مونګ بس تاته د هر شي تعلیم درکوو . لېکن اېک شرط دا دی چې چاته مه وایه ."
اېمل په سوچ کې ډوب وو . خو امجد ته یې د هو په مانا خپل سر خوځوه . کله چې له دوتره راوته، نو امجد ان د باندې ورسره راووت . پر اوږه یې لاس وراېښی وو . یو ځل یې بیا په غېږ کې ټینګ ونیو . خدای په اماني یې ورسره وکړ ه .
اېمل چې د کور پر لور روان وو، څو ځله یې ورو لاس جېب ته یووړ او روپۍ به یې وکتلې چې ریښتیا ورسره دي که امجد بېرته ترې پټې کړي دي . کله به یې سر وخوځوه او خندا به ورغله . د ده ګرد سره هېر شول چې له امجده وپوښتي چې د څه شي لپاره یې ورغوښتی وو . پر لار یوازې په دې سوچ کې ډوب وو چې پلار او مور ته یې څه ووایي چې روپۍ یې له کومه کړې او د څه شي تابیا یې کړې ده .
یادښت :
په دغه ناول کې به ډیر افغانان چې صلیبي تاړاکګرو ظلمونه پرې کړي وي، خپلې تجربې ولولي او هغه کسان چې الحمدالله دا ظلمونه یې نه دي لیدلي، پوه شي چې دغه د بشریت د حقوقو ساتونکي له افغان ولس سره څنګه رویه کوي . د دغه ناول په لوست سره به پوه شئ چې ځانمرګي، ترهګر، د پښتنو غلیمان او د بشریت وژونکي څوک دي .
ځانمرګی ژڼی ناول په دانش خپروندویه ټولنه کې چاپ شوی دی او په کابل کې په ډېرو کتاب پلورنځیو کې په تېره ګهیڅ کتابپلورنځي کې پیدا کیږي .
که په اروپا، امریکا او استرالیا کې څوک دغه کتاب غواړي، د کتاب په بڼه یې بیه لس آیرو ده او د PDF په بڼه چې په ایمیل کې یې ورلېږم بیه پینځه آیرو ده . په لاندې پته کولائ چې تر دریو اوونیو پورې زما سره اړیکي ونیسئ :
Temporary2book@yahoo.com
هر څوک چې له ما سره اړیکي نیسي، مهرباني وکړئ خپله د تېلېفون شمېره مو په ایمیل کې راولېږئ .
محمدکریم نور

