د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بریښنايي حکومت او د اداري فساد مخنیوی

ګل آغا احمدي وردګ 21.11.2009 13:51

بریښنايي حکومت یا E-Government چې د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ په برکت یې د انسانانو د چوپړ لپاره ملا تړلې ده د حکومتي چارو د سمبالتیا په لاره کې په حیرانوونکې توګه پرمختللي ګامونه ایښي دي. بریښنايي حکومت د چارو سر ته رسول ګړندي کوي، یوې پرمختللې پروسې ته د حکومت په چارو کې پراختیا ورکوي او د انسانانو د کاري بهیر په چټکتیا کې جوت رول لوبوي چې مثبتې پایلې یې په نړیواله کچه د انسانانو په ورځني ژوند کې له ورایه څرګندیږي.
موږ د خپلې دغه لیکنې په ترڅ کې د بریښنايي حکومت یا E-Government په هغه اړخ باندې مختصرې خبرې کوو چې څرنګه کولای شي د خپل فعالیت په لړ کې د نورو مثبتو پایلو تر څنګ هراړخیزې اداري او اقتصادي ګټې تامین او د لګښتونو په کمولو کې خپله دنده اجرا کړي.
خو مخکې له دې چې د بریښنايي حکومت یا E-Government د هر اړخیزو ښیګڼو په هکله خپلې خبرې پیل کړو د دې حقیقت یادونه هم ضروري ګڼم چې په هیواد کې د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ پراختیا او د بریښنايي حکومت عملي کیدل او له دې ډول ټکنالوجۍ څخه کار اخیستل په هیڅ توګه د حکومتي او ټولنیزو موسساتو په کارونو او افرادو کې کموالی نه راولي او نه هم له حکومتي دفترونو څخه د افرادو د کمولو سبب کیږي بلکي د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ زده کړه او له هغه څخه د ژوند په مختلفو چارو کې په پراخه پیمانه ګټه اخیستنه د دې سبب کیږی چې د هیواد د ننه او بهر زموږ هیوادوال د نوو او ګټورو کارونو دروازې وټکوي او د ګټورو کارونو په میندلو کې بریالیتوب ترلاسه کړي.
د ساري په توګه نن ورځ د عربي متحده اماراتو او نورو خلیجي هیوادونو کې د ټولو ښو کارونو لارښوونه د هندي، نیپالي، کوریایي او د نړۍ د نورو هیوادونو د کارګرانو په لاس کې ده چې د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ زده کړه یې کړې ده خو زموږ افغاني کارګران د خټګرۍ، جوالیګرۍ، شپنۍ او بزګرۍ په څیر د ستونزمنو کارونو په سر ته رسولو لګیا دي چې هم سخت دي او هم یې مادي ګټه یا مزدوري ډیره کمه ده.
بریښنايي حکومت کولای شي چې د ژوند په زیاتو هراړخیزو چارو کې له انسانانو سره مرسته وکړي چې ځینو نوښتونو ته یې د دې مقالې په ترڅ کې په لنډه توګه اشاره کیږي.

د چارو سمون او آسانتیا
د بریښنايي حکومت په عملي کولو سره په حکومتي چارو کې په زیاته پیمانه سمون او آسانتیا رامنځته کیدای شي پدې توګه چې د نړۍ انسانان کولای شي د بريښنايي حکومت له لارې ژر خپلو هغو موخو، معاملاتو او ستونزو ته د حل معقوله لاره و مومي چې له حکومت څخه یې توقع لري او حکومتي چارواکي هم کولای شي چې په آسانه توګه د هغو خدمتونو سلسله خپلو مراجعینو ته ور و غزوي چې د سر ته رسولو لپاره یې په حکومتي ادارو کې په دندو ګمارل شوي وي.
د ساري په توګه د بریښنايي حکومت له لارې د چارو سمون په دې ډول را منځته کیدای شي چې له واسطې او کومې ځانګړې پیژندې پرته عرض پاڼې، وړاندیزونه او نیوکې د چارواکو مخې ته ایښودل کیدای شي او د هغه ریکارډ په اتومات ډول په هغه دیتابیس کې ثبت کیږي چې مخکې له مخکې د اړوندې ادارې د چارواکو له خوا ورته ډیزاین شوی وي. چارواکي نه شي کولای هغه پټ کړي، انکار ځینې وکړي او یایې د میز شاته خطا کړي بلکي هرو مرو به ورته مثبت یا منفي ځواب وایي چې په دې توګه د حکومتي چارواکو او مراجعینو تر منځ د اعتماد یوه لویه فضا رامنځته کیږي.

د اداري فساد او رشوت مخنیوی
د بریښنايي حکومت په برکت یوه اداره کولای شي چې د خپلو چارواکو او مراجعینو تر منځ د اداري فساد، رشوت، د شیرینۍ په نامه د پیسو اخیستلو او دې ورته ناروا پدیدو مخنیوی وکړي. له اداراتو څخه د اداري فساد د ناولې پدیدې محو کول په نړۍ کې د هر حکومتي ارګان هغه آرمان دی چې همیشه یې د ښو کارونو په کتار کې حسابوي او د محوکیدو لپاره یې مختلفې لارې چارې په کار وړي. د ملت او حکومت تر منځ د اعتماد د فضا را منځته کول د همدې پدیدې په له منځه وړلو کې نغښتي ده چې حکومتونه یې همیشه د خپل کار په لومړیتوبونو کې حسابوي حتې ځینې حکومتونه خو د دې کار لپاره ځانګړې ادارې هم تشکیلوي او په کار یې ګماري.
اداري فساد د نړۍ په هر هیواد کې په لږ یا زیاته اندازه موجود دی او په هر ځای کې په بیله بیله بڼه رامنځته کیږي خو زموږ د هیواد په شمول د دریمې نړۍ زیاتره هیوادونه د دې ناولې پدیدې له ډیروالي څخه داسې رنځ وړي چې حتي په ځینو ځایونو کې خو د حکومتونو د بشپړې ماتې خطرونه رامنځته کوي.
نو د دې لپاره چې د ادارې فساد کچه را کمه او له منځته یوړل شي یوازینی لاره یې په اوسنۍ زمانه کې د بریښنایي حکومت یا E-Government عملي کیدل دی چې مسائل په شفاف ډول ښيي او ریکارډ یې د مسوولینو مخې ته ږدي. که چا کار کړی وي هم یې څرګندوي او که یې نه وي کړی بیا یې هم د څرکندولو په لاره کې همکاري کوي. په همدې توګه په هغه صورت کې چې ځینې چارواکي د چارو په عملي کولو کې پاتې راځي بریښنايي حکومت یې مسوولو مقاماتو ته د کاري ریکارډ په څرګندولو سره د کار وړتیا او عدم وړتیا ثابتوي چې دا ټول څیزونه د اداري فساد د ورکیدو مهم عوامل ګڼل کیږي.

مسئول اړخ ته د پیغامونو د صادریدو شونتیا
باید وویل شي چې دکاغذي عرایضو، پشنهادونو، استعلامونو، مکتوبونو او داسې نورو پیغامونو د ورکیدو او ضایع کیدو امکانات ډیر دي او ممکن زیات کسان په دې و نه توانیږي چې خپل پیغامونه مسئولو اړخونو ته د کاغذي اسنادو له لارې په ښه توګه ورسولای شي. خو که د کاغذي اسنادو اهمیت په خپل ځای پریږدو نو د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ او بریښنايي حکومت په برکت دا کار شونی دی چې د یوه حکومت اتباع او چارواکي په ډیره آسانۍ له یو بل سره پیغامونه تبادله کړي او د مغرضو اړخونو هغه وړتیا له منځه یوسي چې د اسنادو د ورکولو لپاره یې په کار وړي. همدارنګه د بريښنا پاڼو، ویب لاګونو او د مسئولو اړخونو د بریښنايي آدرسونو د پیدا کولو په صورت کې هیوادوال کولای شي چې آن د هیواد له ولسمشر او رهبري پلاوي څخه رانیولې تر یوه ټیټ رتبه چارواکي پورې هم د خپلو پیغامونو د لړۍ د رسولو توان پیدا کړي، وړاندیزونه وکړي، نیوکې وکړي او د بې عدالتیو په صورت کې مسئولو مقاماتو ته خپل غږ اوچت کړي.
په دې ځای کې لازمه ګڼم چې د هغه پیښې او عملي تجربې یادونه وکړم چې د ۱۳۸۵ کال د چنګاښ په میاشت کې د دې کرښو لیکونکي او زما د دفتر یوه بل ملګري ښاغلي خالد سلیم ته د نړیوال بانک له خوا د امریکا د متحده ایالاتو ته د سفر بلنه راکړل شوه څو په هغه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړو چې د نړیوال بانک د لرې واټن د زده کړې سیستم یا GDLN د پياوړي کیدو په موخه په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوه. خو د افغانستان د حکومت د موجودو ستونزو په اساس زموږ بلنلیک د دونیمو میاشتو لپاره په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت د ځینو چارواکو له خوا د نامعلومو وجوهاتو له کبله تم شوی وو چې هیڅ راز علت یې معلوم نه وو. خو د نوموړي سفارت د چارواکو د ویب سایت او د مسوولینو د بریښنا لیک د آدرسونو په موندلو سره نوموړی کار ممکن شو چې موږ له هغوی سره مخامخ او مسلسل تماس ونیسو او د نړیوال بانک چارواکو ته هم د دوی د ویب سایت او ایمیلونو پتې په لاس ورکړو. په دې وسیله موږ و توانیدو چې په ډیر کم وخت کې د سفارت چارواکي پیدا او د نړیوال بانک له خوا زموږ بلنلیکونه د بهرنیو چارو وزارت ته را ولیږي. همدغه هڅې د امریکا متحده ایالاتو ته زموږ سفر او په یاد شوي مجلس کې زموږ ګډون یقیني کړ چې دا ټول یوازې د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ په وسیله شوني شول. په همدې توګه ډیر داسې کارونه د بریښنايي تماسونو له لارې شوني دي چې د کاغذي لیکونو په وسیله یې سر ته رسیدل ستونزمن او حتی ناشوني کار دی.

د زیاتو لاسلیکونو او بیروکراسۍ څخه مخنیوی
که د افغانستان د اوسني حکومت نظام او چارو ته په ژوره توګه وکتل شي چې څرنګه اصلي مطلب د امضاګانو، ګڼو پاڼو او بنډل بنډل کاغذونو په منځ کې ورکیږي او هر مراجعه کوونکی د دې آرمان کوي چې کاشکي زموږ نظام د بیروکراسۍ له دې حیرانوونکې مرحلې څخه یوې داسې مرحلې ته ارتقا و مومي چې اړوند اسناد په پاکه، آسانه او شفافه توګه د مسئولو اړخونو تر منځ د خپل کاري فعالیت منظم پړاوونه و وهي څو یو مهذب شکل غوره او د کارونو عملي کیدل ممکن شي. ددې ډول او داسې نورو اداري ستونزو د له منځه وړلو یوازینۍ لاره د بریښنايي حکوت عملي کیدل دي چې چارو ته پرمختللی سمون بخښي، د ښکلاګانو هغه عملي وړانګې د حکومتي نظام په ټټر باندې راولي چې د نړیوالو غوښتنو سره اړخ لګوي، معقولیت ولري او چارو ته ګړندیتوب په برخه کوي.
د دې حقیقت یادونه هم ضروري ده چې په یوه سند باندې چې هر څومره د لاسلیکونو شمیر ډیریږي او په هغه باندې کاغذي پاڼې ور اضافه کیږي زیات اداري فساد ته لاره پرانیزي. نوموړی کار د دې پر ځای د اداري فساد په مخنیوي کې ګټور ثابت شي په هماغه اندازه ستونزمن کیږي او په دې اړه د طمع لرونکو چارواکو د ناروا طمع عملي کیدو ته لاره پرانیستل کیږي او د فساد لمنه پراخیږي چې دغه راز ستونزې ته یوازې بریښنايي حکومت معقول ځواب ویلی شي. بل دا چې هر کار د زمانې په تیریدو سره د نوښت او سمون په لوري درومي نو د زمانې په دې حساس پړاو کې د نوښت ضرورت دی او باید زموږ اداره یوازې د هغو وضع شوو کاري چوکاټونو په داخل کې محدوده پاتې نه شي چې پخوانیو چارواکو یې د خپل عصر د غوښتنو سره سم بنسټ ایښی دی بلکي باید پیچلو اړخونو ته یې د اړیکتیايی او خبرتیايي ټکنالوجۍ او بریښنايی حکومت د نوښتونو په وسیله ځواب وویل شي.

د اسنادو د آرشیف آسانتیا
د نورو ډول ډول آسانتیاوو تر څنګ بریښنايی حکومت یا E-Government یوې ادارې ته داسې وړتیا ور په برخه کوي چې د اسنادو آرشیف په غوره توګه صورت و مومي. نوموړی آرشیف پخپله په کمپیوټر او د فایلونو په الماریو کې په دې ډول رامنځته کیدای شي چې هیڅ یوه شمیره په غلط ډول نه ایښودل کیږي بلکي د کمپیوټر د ډیټابیس له مخې د اسنادو د آرشیف، ترتیب او ایښودلو پروسه صورت مومي او د اسنادو د ضایع کیدو شونتیا له منځه وړي. که فرضا ځینې کاغذی اسناد ورکیږي نو د هغه کاپي په ډیټابیس کې محفوظه پاتې کیږي او د زمانې په هر پړاو کې هغه ته مراجعه کیدای شي.

په همدې توګه د بریښنايی حکومت د عملي کیدو په صورت کې تر ډیره حده د هغو درغلیو مخه نیول کیږي چې همدا اوس زموږ د حکومت په ځینو لویو او وړو اداراتو کې خپل ناولي حضور ته دوام ورکوي. بریښنايی حکومت کولای شي داسې یوه منظم اداري چوکاټ ته پراختیا ورکړي چې د چارو سر ته رسیدل په غوره صورت شوني کړي او د زیاتو درغلیو مخنیوی وکړي. د بریښنايی حکومت بله ګټه دا ده چې په عملي کیدو سره یې هر حکومتي چارواکی ځان د یوه منظم کاري چوکاټ په بهیر کې احساسوي، د خپلو مسئولیتونو په وړاندې ځان ژمن ګڼي او په ښه توګه د مسئولیت احساس کوي. په همدې توګه د هغه ورانوونکې بیروکراسۍ مخه نیول کیږي چې اوس مهال د افغانستان په شمول د دریمې نړۍ په زیاتو هیوادونو کې حکومتونه ورسره مخ دي او د ژوند زیاتې چارې یې د ګډوډۍ، انارشیزم او اداري فساد په لوري بیولې دي. په همدې توګه د بريښنايی حکومت د عملي کیدو په صورت کې د کار یوې داسې ډاډمنې فضا ته پراختیا ورکول کیږي چې د حکومت، حکومتي چارواکو او ملت د وګړو تر منځ متقابل اعتماد ځواکمن کوي.