د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قرآن او ساینس

ګوهر رحمان ګوهر 21.11.2009 09:13

دکتاب نوم : قرآن او ساینس(په يو ټوک کې) دليکوال له بيا کتنې او سمونې سره)

ليکوال    : ګوهر رحمان ګوهر

خپرونکی : دانش خپرندويه ټولنه

کمپوزر   : فهيم عاطف

قرآن او ساينس د ښاغلي ګوهر رحمان ګوهر په زړه پورې علمي اثر دى، چې نوموړي پرې كلونه زيار وېستى دى. دا اثر مخكې په بېلو بېلو ټوكونو كې چاپ شوى و او بله دا، چې نوموړي ټوكونه د يوې مشخصې خپرندويې ټولنې له خوا نه ول خپاره  شوي، بلكې يو د يوې ټولنې او بل د بلې ټولنې له خوا خپور شوى و، نو چې داسې وه ښكاره ده، چې درنولوستونكيو ته د ټولو ټوكونو په ترلاسه كولو كې خورا ستونزې پرتې وې، چا به چې يو ټوك ترلاسه كړ، نو بيا به بل پسې سرګردانه ګرځېده.

ګڼو ملګريو او د كتاب مينه والو له دانش خپرندويې ټولنې څخه غوښتنه وكړه، چې دا په زړه پورې علمي اثر په يو ټوك كې راغونډ او د لوستونكيو تر لاسونو يې ورسوي.

موږ له ښاغلي ګوهر رحمان ګوهر سره دا خبره شريكه كړه، چې هغه زموږ دا غوښتنه په ورين تندي ومنله.

موږ د قرآن او ساينس ټول ټوكونه له سره كمپوز كړل او بيا مو ښاغلي ګوهرصېب  ته وركړل، چې له سره يې پروف وګوري.

دانش خپرندويې ټولنه وياړي، چې پخپل خپرنيز بهير كې د يوې علمي مرغلرې زياتونه كوي.

 په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه