د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو د یووالی ورځ ونمانځله

نصير ستوری 19.11.2009 08:29

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)
په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه د ډیورنډ د کرښی توافق لیک ،چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځى په نامه ونوموله.

له ۱۹۹۳ ع کال د نوامبر دولسمی نیټی راهیسی د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې نمانځى. سږ کال ئی د ۲۰۰۹ ع کال د نوامبر په پنځلسمه نیټه دجرمنی د هورت په ښار کی د یوی جشنی غونډی په بڼه ،چی دجرمنی سربیره په اروپائی هيوادونو کی میشت ګڼ شمیر لرو او برو پښتنو/افغانانو پوهانو، اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو، سياسی ،ولسی او ټولنیزو سړيتوبونو (شخصيتونو) اودنظرخاوندانو او دغه راز دالمان د لینک (چپ) پارټئ استازو پکی ګډون کړی ؤ، ونمانځله.

دسټیج چاری د ګوند د خپرونو د چارو مشر ښاغلی عزیز سرشار له خوا پر مخ بیول کیدی.

غونډه د مازیګر په پنځه بجو دښاغلی سید هاشم پاچا صیب له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه .نوموړی د اسلام د سپیڅلی دین د لارښونو په رڼا کی د یووالی په ارزښت او ګټو رڼا واچوله.

د غونډی پرانیسته دغنی خان بابا د قامی ترانی (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما) سره وشوه، چی له انګلستان څخه راغلیو خوږ ژبو سندرغاړو له خوا واورول شوه.

ورپسی د ګوند جنرال سکرټری ښاغلی هدایت بنګش راغلیو میلمنو ته هرکلی ووایو .

د ګوند لومړی مرستیال او سرپرست تاریخپوه علیخان محسود د پښتنو د قامی وحدت په تاریخی شالید هر اړخیزه رڼا واچوله او په بره پښتونخوا او د کوزی پښتونخوا په سوات او وزیرستان کی ئی دپښتنو په عام وژنه او ربړو د خپلو خیالاتو څرګندونه وکړه او ټینګار ئی وکړ چی ددی مسلی حل د پښتنو په یووالی سره کیږی.


ورپسی دګوند دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د پښتون سوسیال ډیموکرات ګوند د نظر او دریځ څرګندونه وکړه او د پښتنو د یووالی په هکله ئی خپله مقاله ولوستله. ده وویل چی د پښتنو ټولنيز اولسوليز ګوند د بنسټيزي په تړاو په اصل کې د پښتون ويش په سيمه کې د سولي ، او ډاډمنتوب نښي نښاني بلکل ورکي کړيدي ! د ډیورنډ د کرغيړني کرښي په دواړو خواو کې چې په پښتون قوم کوم ناورين او غميزه روانه ده ، او کيږي ، يو ستر لامل يې د پښتون د قوم ويش او تقسيم دي ، يو وجود يا تن چې په دوو او يا څو ټوټو ويشل شوي وي او پري کړي شوي يې ، نو ددغه پري شوي وجود تعريف د يو سالم وجود او تن په مانا نشي کيدلي ، د پښتون د قوم حال د پري شوي او ټوټي شوي وجود مثال لري ، تر څو چې د ټول وجود اوتني درملنه ونشي نو هيحکله به هم پدغه سيمه کي ارامي او سوله مينځ ته را نشي

ورپسی د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د خپلی وینا په ترڅ کی د پښتنو په سیاسی ګوندونو، قامی مشرانو او روښانفکرانو غږ وکړ چی د پښتنو د اوسنی بدو حالاتوپه وړاندی رابیدار شی ، خپله ملی او قامی زمه واری سرته ورسوی او د پښتنو د قامی وحدت لپاره کوټلی ګامونه واخلی

دغونډی د وینا ګانو د برخی په پای کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر سلاکار ښاغلی الحاج فضل الرحمن شیر په خپله ارزښتناکه وینا کی د پښتنو په اوسنی کړکیچ چی په لره او بره پښتونخوا کی روان دی رڼا واچوله د پښتنو په نزدی والی، یووالی او اتفاق ئی زور واچاوه.

لدی وروسته له پښتونخوا څخه د سیاسی ګوندونو او ټولنو له خوا د رارسیدلو پیغامونو له مینځه د پښتون قامی وحدت د ستر لارښود او د عوامی نیشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی خان لالا محمدافضل خان رالیږلی پیغام د نصیر ستوری له خوا ولوستل شو. ښاغلی خان لالا د خپل پیغام په یوه برخه کی ویلی چی ددویم عالمی جنګ نه وروسته غاصب قوتونو د جرمن قوم هم په دوو برخو تقسیم کړی ؤ نو جرمن قوم د قامی احساس له مخی ۴۵ کاله پس خپل قامی وحدت حاصل کړ ، همدا راز داد هر پښتون وظیفه او فریضه ده چی دقامی وحدت داحساس د رابیدارولو لپاره کار وکړی چی خپل قامی وحدت حاصل کړی. تر څو پوری چی لر او بر پښتانه یو ځای شوی نه وی اوخپل قامی تشخص ئی نه وی پیداکړی، تر هغی پوری نه لر او نه بر پښتون دعزت او احترام مقام موندی شی.

.همدا راز د غونډی وینا والو یوځل بیا د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو(څوکیو) ناست دى په کلکه غوښتنه وکړه چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى، پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى او په پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) ئی غږ وکړ چې د خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى او د قامی وحدت احساس راژوندی شی ځکه چی قامى وحدت او یووالی زمونږ فطرى اوقانونى حق دى،د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى. په غير د پښتنو د قامى وحدت، او سوکالئ څخه په دغه سیمه کې امن،سوکالى او ارامی نه شى راتللى . همدا شان د غونډی ګډونوالود نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو هيوادونو او ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى.

ورپسی ددی ورځی په مناسبت ځانګړی مشاعره وشوه چی د پښتو ژبی نامتو او خوږ ژبو شاعرانو هریو ښاغلیو ، الحاج مبارز څاپی، محمداجان یار، میرمن اوګئ باوری، نوید یوسفزی، انجنیر مطیع الله روفی، مصطفی ارین ، نسیم ستوری، وړوکی جلال ناصر او باوری صیب خپل خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول.

د غونډی وروستئ برخه ټنګ ټکور ته ځانګړی شوی وه چی له انګلسان څخه راغلیو خوږ ژبیو سندرغاړو ښاغلیو وحید احمد بابو او ښاغلی اکبر خان د پښتنو دیوالی د ورځی جشن په خپلو خوږو غږونو کی په ملی او پښتنی سندرو او اتڼونو چی له دوئ سره ښاغلی مسرت حسین ویکی (طبله غږه ونکی) ، ښاغلی طاهر امین (طبله غږه ونکی) او ښاغلی امتیاز خان ( رباب غږه ونکی) ملتیا کوله لا پسی په زړه پوری ښکلی او رنګین کړ.

غونډه سندرغاړو ته دګلونو د ګیډئ په ورکولو سره دشپی په یولسو بجو پای ته ورسیده.
یادونه: د غونډی دانځورونو البم به وروسته پښتونخوا ټکی کام کی پرلیکه شی.



د ډيـــــورنـــــډ تــوافــق ليک يــــا د ۱۸۹۳ کـال کـابل کـنویـنـشن
پښتو کوونکی: پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ

په داسې حال کې چې دهندوستان په خوا کې دافغانستان دسرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوې،او په داسې حال کې دواړه اعلحضرت امير او دهندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او ددواړو دنفوذ دساحو دحد په ټاکلو سره حل کړي ،تر څو پهراتلونکی کې ددغو متحدو حکومتونو تر منځ ددغې موضوع په سر دنظر اختلاف نه وي ، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه:

١ـ دوالاحضرت دتوابعو ختيځه او سهيلي سيمه دې له واخان نه دپارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشي باندي ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مله ده.

.٢ـ دهندوستان حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه آخوا دافغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې ،او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوادهندوستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړي.

٣ـ د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي چې والاحضرت امير دې اسمار او تر چاناک پورې پورته ساحه وساتي . له بلې خوا والاحضرت موافقه کوي چې دی په هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې دباشگل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوي .دبرتانيې حکومت داسې هم موافقه کوي چې والاحضرت دې دبر مل سيمه ولري کومه چې په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده،او والاحضرت دپاتې وزيرستان او د داورپه هکله له خپلې ادعانه تيريږي ،په همدې ډول والاحضرت دچاغي په باب له خپلې ادعانه اوړي.

٤ـ دسرحدي سيمي ليکه به دافغان او برتانوي گډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې دتطبيق وړ او مطلوب وي . ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي، داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې دهغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده،په داسې حال کې چې د دغې سرحدي سيمې دګاونډيوکلــيــو د موجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي.

٥ـ دچمن دموضوع په ارتباط والاحضرت دبرتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې دسرکې تايلري په اوبوکې يې په خپله په بيه اخيستې و. دسرحدي سيــمي له دغه ټکي نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي .دغه ليکه به پشا کوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لورې نـــه چې دبرتانيې په سيمه کې به پاته کيږي ،په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاتې کيږي اود نوي چمن چاوڼۍ او دافغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي دغه ليکه به بيا د ريل وی ستيشن اودهغې پوښتۍ تر منځ چې دميان بلاک په نامه ياديږي ،تر نيمايي پــورې رسيږي او په داسې حال کې چې دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کيـــږي .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په عـــلاقه کـې او د غــــــوښي په جنوب او لويديځ کې دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي . دبرتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوي.

٦ـ ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدي سيمي په باب ددوی تر منځ پيدا شوي وو ،دپوره او قناعت بښوونکې فيصلې په ډول گڼل کيږي او دواړه دهندوستان حکومت او والاحضرت په ذمه اخلې چې جزياتوپه باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پرې غور کيږي چې دسرحدي خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کيږي ،ددوستۍ په روحيې سره بـــه فيصله کيږي . د دې لپاره چې تر هغو چې ممــکــنــه وي د دواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي.

٧ـ دهندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني دوالاحضرت لخوادجنگي لوازموپه رانيولواو واردولوباندې به اعتراض ونه کړي ،او دوی به په خپله دغه په هکله ښه مرسته ورسره وکړي .برسېره پردې د دې دپاره چې دوالاحضرت دهغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال دمالېي مرستي په ډول ورکول کيږي.

هنري ماتمر ډيورنډ دهندوستان دحکومت دباندنيو چارو وزير
امير عبدالرحمن خان دافغانستان او دهغه دتوابعوامير
کابل دنوامبر 1893.12