د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رمضان بشردوست: کرزی دې له خپلو دوه مرستيلانو پيل کړي

خبري څانګه 18.11.2009 07:50

ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست په ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ، چې که رښتيا هم د اداري فساد پروړاندې مبارزه غواړي ، نو لومړى دې له خپلو دوو مرستيالانو را پيل کړي .

بشر دوست چې د اسد د مياشتې ٢٩ نيټې په ټول ټاکنو کې يې د ولس له خوا دريمه درجه رايې ګټلي دي د اوسني حکومت جدي منتقد دی او په ځنو کړيو کې د افغان ګاندي په نامه شهرت لري .