د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوبامه د دوزخ پر څلور لاره

محمدکریم نور 15.11.2009 11:56

د امریکا هېواد مشر اوبامه د افغانستان لپاره د نوې نظامي ستراتېژۍ په اړه پر څلورو لارو غور کوي :

1- په افغانستان کې د امریکا د نظامي ځواکونو مشر جنرال مک کرېستال 40000 سرتېري غواړي .
2- د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس پر 25000-30000 سرتېرو غور کوي .
3- د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډون او د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن افغانستان ته د نورو عسکرو پر لېږد خوښ نه ښکاري خو پر کوماندویي او د بې پیلوټه الوتکو پر بمبارد ټینګار کوي .
4- په افغانستان کې د امریکا استازی کارل آیکېن بېري د نورو سرتېرو لېږد په افغان حکومت کې د فساد تر ورکېدا ځندول غواړي .

د سرلوړي ولس په ټاټوبي (افغانستان) کې چې په هره لوېشت خاوره کې یې سنګر او هر سنګر په وینو سور دی، د نړۍ ډېرو ځواکونو خپلې وحشي ستراتېژۍ وازمېیلې . د لوی الېکساندر په ستراتېژۍ کې تر اوسني مک کرېستال ښه جنرالان او په سلګونو زره سرتېرو شتون درلود؛ چنګېزخان په کال 1216 په یوه شپه کې له لسو زرو ډېر عسکر له لاسه ورکړل او له شلو زرو ډېر یې اسیر شول، حال دا چې هانګ ګانګ یې سېځلی وو، په عراق کې یې هر جنګیالی نال کړی وو، د اوکراین او روسیې پر دروازو یې چاپه اچولې وه . د انګرېزانو ستراتېژي یې د خپلې امپراتورۍ د ړنګېدا لامل شوه او د روسانو خیرن مخونه یې د وتلو په وخت کې لا د ټولو پر زړه راګرځي . دوی ټولو خپلې ستراتېژۍ وازمېیلې، خو په پای کې یې یوازې د تېښتې ستراتېژۍ راخپله کړه .

امریکا او همجرمو یې ان له لمړي سره د افغان حکومت بنسټ، جوړښټ، پرمختګ، واک او ځواک د مافیا، مفسېدو، لنډه غرو، غلو او خونیانو په لاس کې ورکړ او د افغان ولس پر وژلو یې پیل وکړ . خو اوس چې همدا د امریکا تولیدات (افغان حکومت) د صلیبي تاړاکګرو امر نه مني، نو نه یوازې د دوی بلکې د ټول افغان ولس پر وړاندې نوې- نوې توطئې د نظامي ستراتېژیو، سولې او ټیکاو په نامه جوړوي . دغه د بشریت غلیمان چې هر څه پلان جوړوي او هر څومره چې خپل سړيخواره ځناور نور هم زیات کړي، د افغان ولس ستراتېژي پر الله ج باندې ټینګ باور او عقیده، د خپلواکۍ مینه، سوله، ولس ساتنه او د ولس ملاتړ دی .

د هر ډول ستراتېژۍ د پلیتابه لپاره هر ځواک همغسې غښتلیو سرتېرو ته اړ دی . د امریکا سرتېري هر ګوره د جګړې په وخت کې ژاړدي . پر لاندې اړیک-پته د امریکایي سرتېرو د ژړا یوه برخه کتلی شئ، که څه هم چې یوه لنډه برخه یې ده .
http://www.youtube.com/watch?v=NIB6ST9nNG0

امریکا او همجرمه یې که د خپل ناروغ او ګډوډ مغز پر بنسټ هر ډول ستراتېژۍ جوړه کړي، انشاالله چې ناکامې به شي، ځکه چې د الله ج ستراتېژي بل څه ده :
و ان جندنا لهم الغالبون
زموږ لښکر به بریالی کېږي .

د افغان سرتېر ولس یوازې یو څو خټین کورونه وران دي، خو زړونه یې لا ژوندي او له اېمان او زوره ډک دي . او همدغه ځواک به د الله ج د ستراتېژۍ پر بنسټ خپله عقیده، خپلواکي او ولس وساتي، او په سنګر کې به د ژړا پر ځای پر دې فکر وکړي چې څنګه د اوبامه د ستراتېژۍ هره لاره د دوزخ پر لور ورسمه کړي او څنګه خپل ولس وساتي .