د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهه ترټولو لويه شتمني

محمدظريف عنايت زی 14.11.2009 16:00

په هره ټولنه کې چې ليک لوست ته دخلکوپاملرنه ترهرڅه وړاندې لومړيتوب ورکول کيږي اوله ميندواوپلرونونيولې بياترښوونکواودټولنې ترهروګړي پورې دې برخې ته تروسه وسه پاملرنه وکړي داسې ټولنه به هرومرودبري ، سوکالۍ اوپرمختګ په لورځي ځکه دهوساينې لپاره لومړی شرط علم اوپوهه ده . له دې لارې وګړي له اقتصادي ،ټولنيزاوان کلتوري پلوه پرمختګ اودوه کوي . هغه وخت په دې واقعيت ښه پوهيدلاي شوچې کله دغه رازټولنه له نږدې ووينو،اوهغه مهال هم سړي د خپل هيواد اودهغه د اوسيدونکوپه ناغيړۍښه درک کولاي شي چې دعلم اوپوهې په خوند پوهيدلې ټولنه اودې ډګرته دهغوي پراخه پاملرنه له نږدې وويني.

زموږپه يوه ګاونډي هيوادکې ماله نږدې وليدل چې د ټولنې وګړي ليک اولوست دژوندانه يوه ارزښتناکه اړتياګڼي اوله ماشومانونيولې بياترسپين زيږوپورې د ټولولپاره دورځپاڼې اوکتاب لوستل يا مطالعه په يوه داسې کلتوربدل شوي چې هره نيکمرغي اوهوساينه په دې لاره کې نغښتې ګڼي هلته ترټولولويه شتمني يوازې دعلم اوپوهې په ګاڼه دخپلوبچيانوپه سنبالولوکې ګڼي ، دخپلوماشومانواوتنکيوځوانانوښه روزنه اوهغوي ته جدي پاملرنه دهرې کورنۍ له اصلي دندوڅخه وي ،دښوونځيومسوولين اوچارواکي په دې لاره کې ترټولواساسي رول لري په دې توګه چې په لومړنيوښوونځيوکې دزده کونکوميندې اوپلرونه په يوه يادوواونيوکې هرومروښوونځي ته وربلل کيږي اودخپلواولادونودنيمګرتياوواوداچې له کومولاروپه استفادې سره کورنۍ کولاي شي خپل اولادونه دليک لوست لپاره هڅولی شي اوداچې په ځانګړي ډول دهرماشوم دهڅونې لپاره بيله روده وکارول شي نوپه هغې دميندواوپلرونوپوهول دښوونکومسووليت دی همدارازدوي ته لازمې سپارښتنې کيږي چې له ښوونځي سره دميندواوپلرونوپرلپسې اړيکه ساتل دماشومانوپه روزنه کې بنسټيزرول لري له يوې خوادهغوي له ستونزواوښوونيزومشکلاتوخبريږي اوله بله پلوه خپلوماشومانوته دااحساس ورپه برخه کوي چې ميندې اوپلرونه يې دوي ته ارزښت قايل دي اوپه بله ويناځان ورته ټيټ نه ښکاري چې داپه خپله دانسان د شخصيت په جوړښت ،ودې اوپرمختګ کې ډيررول لري.

خو له بده مرغه زموږپه هيواد کې د کورنيواودحکومتي اداروپه تيره بياپوهنې وزارت اوښوونکوله لوري دې برخې ته هيڅ پام نه کيږي ان دټولنې عام وګړي هم ماشومان بې ارزښته انسانان بولي يوازې په تن پټول اوپه ګيډه ماړه ساتل دماشومانو لپاره هرڅه ګڼي خودافکرنه کوي چې نورهم څه ته اړتيالري اوکه نه ،په داسې حإل کې چې دماشومانوښه روزنه ددوي اوپه ټول کې دټولنې اوهيواد د ودې اوهوساينې لپاره اړين کاردی .

زموږډيری هيوادوالو له پخواراهيسې دخپلواولادونوليک لوست اودهغوي ښه روزنه هيڅکله په لومړيتوب کې نه ده لرلې که څه هم دجهادپه کلونو کې چې زموږيوشمير هيوادوالوهجرت ته مخه کړه پردي چاپيريال دومره پرې اغيزوکړچې ترډيره يې دخپلواولادونوپه روزنه کې توپيررامنځته شو.ځکه هلته پوهه اواستعداد دهرانسان دارزښت معياردی په بله وينا هرڅوک دپوهې په تله تلل کيږي خوله بده مرغه زموږپه هيواد کې دروانوناخوالواوبدمرغيويوازينی لامل ناپوهي اونالوستي ده ځکه چې زموږدهيوادپه سلوکې نږدې اويا سلنه وګړي نالوستي دي که څه هم دغه نيمګړتيا زموږپه هيواد کې بيلابيل کورني اوبهرني لاملونه لري خوترډيره هرافغان پکې ګرم بولم ځکه ډيرې داسې کورنۍ شته چې له پراخواقتصادي ،ټولنيزواوکلتوري ستونزوسره سره يې خپل بچيان چې د هرې کورنۍ او ټولنې ترټولولويه شتمني ګڼل کيږي دعلم اوپوهې هسکې څوکې ته رسولي چې د دې ښودنه کوي دعلم اوپوهې احساس لرل اوداچې دزده کړې لپاره کلک هوډپه دې لاره کې دبري لومړی شرط دی.

خوله بده مرغه زموږپه ټولنه کې ډيرداسې کسان ليدل کيږي چې له اقتصادي پلوه ستونزې لري خپلواولادونوته ديوې نمړۍ ډوډۍبرابرول د خپلې کورنۍ لومړيتوب ګڼي اوترڅنګ يې په بل څه فکرهم نه کوي اوځينې کورنۍ چې بيا له ښه اقتصادي وضعيته برخمنې هم دي هغه تل دخپلې شتمنې دډيرولواوپه بيلابيلو په سوداګريزو اويانورو برخو کې دهغې دلګولوپه فکرکې وي چې څه ډول خپله شتمني نوره هم زياته کړي خو هييڅکله يې په واقعي ډول په اصلي شتمنۍ اوپانګې چې د اولادونو پوهه اوسالمه روزنه ده فکرنه دی کړی .

ځينې کورنۍ که څه هم خپل بچيان په ښو ښوونځيو اوپر ښوونځيوسربيره په کورسونوکې بوخت ساتي خو له خپلواولادونوڅخه دهغوي دزده کړې دبهيراوپه دې لاره کې دهغوي دستونزواودهغې داواري په اړه هيڅ فکر نه کوي اوياهم دهغوي د علم اوپوهې دلوړولولپاره خپل وخت نه ضايع کوي چې داکارپه خپله له ځان اوخپلوبچيانوسره لويه جفاګڼم. په دې هيله چې هرافغان چې د هيواد په هرګوټ کې دی اوياهم په بهرکې دپرديسۍ شپې ورځې تيروي له هرڅه وړاندې دعلم اوپوهې برخې ته جدي پاملرنه وکړي ، د ټوپک ځاي قلم ، دجګړې اوتاوتريخوالي ځاي منطق اواستدلال ونيسي اوهرافغان ترخپله وسه داولادونودښې روزنې زمينه برابره کړي ترڅوزموږهيوادهم د علم اوپوهې په ډګرکې د نوروسيال اومخکښ شي دهمداسې ورځې په هيله .