د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګوره چې ونه غولېږې او لاره درڅخه ورکه نه کړي

حبيب الله غمخور 12.11.2009 01:57

افغانان بايد هوښيار اوسي  دپردوپه ښکاره خوږواوباطن کږو خبرو ونه غولېږي !

له هرڅه لومړی بايد درنو لوستونکوته عرض کړم چي ددې ليکنې څخه زماموخه دښاغلي گرباچف اونورو هيوادو د مشرانو اوجنرالانو پر تکراري  خبرو ډيره جدي تبصره نده ، ځکه ددوي پدې ټولو ويناوو او څرگندونوکښي هغه څوک چي دافغانستان سياسي ،اقتصادي ، ټولنيز اوفرهنگی چاري او اوښتونه هره ورځ څاري  کوم نوی اوپه زړه پوري څه نشي پيدا کولاي .

بلکي موخه مې داده پوښتنه وکړم ، چي ترڅوبه له يوې خوا همدا پردې موږ ته  رژيمونه جوړوي اوحکومتونه ټاکي او دبلې خوا چي کله ئي خپلې گټې حکم کوي بيا وايي افغانا پرېږدی چي  پخپله خپله ستونزه حل کړي .

 دغه ډول سياستونه اوڅرگندونې نه لومړی اونه هم وروستی دي . له بدمرغه دبهرنيانولخوادافغانستان په  اړوند داډول سياست اوڅرگندونې اوږد تاريخ لري  . همدا دليل دی چي موږ خپل ځوان نسل ته سر سرتورکړی اودخداي روي ورته نيسو چي تر هرڅه دمخه دخپل هيواد تاريخ په رڼوسترگواوسالم عقل مطالعه کړی ،ترڅودخپل راتلونکي لپاره دتيرو ناخوالواوسياسي پېځلو لوبوپه لوستلو اوپه هغو باندي په پوهېدوسره وکولاي سی خپل سرنويشت اوبرخليک پخپله خوښه اوخپلو مټو وټاکې .

که دافغانستان  ورستيو دوسليزوته په بې پرې توگه پام را واړوو دابه راته څرگنده سي چي داستعماردکلمې اوځواک دراپيداکېدوسره دنوروهيوادوپشان خوترهغوي په زياته پيمانه دافغانستان په سياسي برخليک ټاکلواوسياسي ژوند کښي ليري اونږدې سيمه ايزو هيوادونواوپه ځانگړېتوگه پسله هغه چي انگليسانو دتجارتي کمپنيوتر سيوري اونامه لاندي دهندوستان پرلويه وچه خېټه واچوله ،په اسياکښي  دتزاري روسې ،انگلستان اوايراني شاهانودگټواودخپل نفوذ دساتلوپه موخه افغانستان دنيرنگی يوه بارزه او ښکاره نقطه وه اولاتراوسه هم په همدې پيمانه له ارزښته ډکه پاته سوې ده . زه نه غواړم په لنډه ليکنه کښي تاريخ تشريح کړم ،په يوه جمله کښي غواړم څرگنده کړم چي زموږ دهيواد په سياسي برخليک اودولتونوپه جوړولوکښي بهرنيانيوزبرځواکوټاکونکۍ تاثير اونقش درلود ،او تر اوسه زموږ دهيوادپه اړوند دغه نقش په ميراثې توگه له يوه هيوادنه بل هيوادته انتقال موندلۍ . دلومړۍ نړيوالي جگړې راپدې خواچي دمعاصر تاريخ يوه برخه بلل کېداي سي دافغانستان په کورنيوچاروکي بهرنيانودهرډول لاسو وهنولپاره  زيات امکانات اولوي لاس درلود.

پدغسي يوه هيوادکي چي تر دريو لسيزونه  زياموده راپدې خوا په لومړی سرکي دشرقي بلاک اوغربي بلاک اوبيادشوروي تر ړنگېدوراوروسته داروپايي نړی،روسې،هندوستان،پاکستان،ايران،چين،انگلستان  او امريکا ترمنځ په سيمه کي داقتصادي گټواوخپل نفوذدساتلواوپراختيالپاره لويه څلورلارې ده څنگه کېداي سي،هغه نابللي ميلمانه اوس پرخپل سراوبېله دېنه چي دخپلوگناهونوجبېره کړي له افغانستان څخه ووز ي؟؟

پدې بايد ټوله نړۍ پوره پوه وي چي دغه ۴۳ هيوادونه چي په افغانستان کي پوځی شتون لري اوياداوسنۍ پوځی پروسې نه چي دبهرنيانولخواپر مخ وړل کيږي ملاتړ کوي دافغان ولس اوخپلو هيوادخلکوپه وړاندي اخلاقي اوحقوقی مسؤليت لري  ،دوي نشي کولاي دشوريانو غوندي افغانستان بېله دېنه چي داددوي لخو اراږېږېدلې ناخواله حل نکړي . دوي هغه وخت دوتلو حق لري چي افگانستان له دغه حالت نه دخلاصون لاره خپله کړي .البته ددغه ټکي په پوهېدوسره دهغه نه باوړه گټه پورته کول ،لکه هغه د مشرانو جرګې مشر حضرت صاحب وايي :((په افغانستان کې ښکېل نړيوال ځواکونه په لوی لاس نه غواړي له هېواده ترهګري ورکه شي . دی وايي بهرنيان غواړي په دې ډول په افغانستان کې د خپلو پاتې کېدو لپاره لاره هواره کړي   . ))

د۲۰۰۱زېږد کال دسپتمبرله يولسمې دپېښي نه ورسته چي کله جورج ډبليو بوش دالقاعدې سازمان دنړيوال تروريزم مرکزي هسته اوافغانستان ئي ټاټوبۍ اعلان کړ ،دملگروملتودامنيت شورادځانگړې پرېکړي نه په استفادې سره ئې پر افغانستان پوځی تيری پيل کړ اوپه افغانستان کښي ئي دطالبانورژيم دالقاعدې دسازمان دساتونکي په تورړنگ اوپه زرهاوو پښتانه ئي دالقاعدې دسازمان دغړواوطالبانوپه نامه په مخلتفو بڼه بې له کومې محاکمې نه دخپلو پلويانوپه مرسته له ژوند څخه محروم کړه ،زيات شمير افغانان ئي دطالبانوپه نامه پاکستان ، ايران ته  فرارکړل ،هغه وخت دغو مشرانواوښاغلو چي اوس وايي زموږ له تجريبونه استفاده وکړی هيڅ نه ويل ،چوپه خوله پاته و .که يو وخت امريکا تلاښ وکړچي دشوروي نظام پښه دافغانستان په مسله کښي داسي ښکېله کړي کوم چي اوس ئې رهبران ورته دعبرت درس وايي نوبل لورته  تر ۲۰۰۱ کال دتاريخي پېښي راوروسته دامريکا او اروپاسيالانوهم تلاښ وکړچي ددوي پښئ په افغانستان کې داسې راښکېلي کړي ،ترڅودوي  ته دنصېحت کولو حق ځانته ورکړي .

د پخواني شوروي اتحاد مشرګورباچوف  دبرلين دديوال دنسکورېدود شلمي کليز ي په مراسموکي دبرخي اخيستوپه خاطر دڅو اونيوراپدي خواپه جرمني کي اوسي ،ددې سفرپه موده کښي هغه دنومبرپر نهمه  دسي این این تلویزیون سره په مرکه کښي  امریکا ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته اضافي سرتېري ونه لېږي او د دې پرځای دخبرو اترو اودیپلوماسۍ لاره غوره کړي اوبالاخره خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي .

هغهداهم  وويل  : فکرکوم د نورو ځواکونو لېږلو ته اړتیا نشته، باید هدف  دا وټاکل شي چې له افغانستانه ځواکونه وایستل شي .

ګورباچوف وویل چې امریکا باید د ده لاره خپله کړي چې له افغانستانه یې سرتېري وایستل . امریکا باید په افغانستان کې د خلکو د کړاوونو د پای ته رسولو لپاره د خبرواترو لار غوره کړي .

ګورباچوف چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر وو، د خپلې واکمنۍ په دوره کې له افغانستانه شوروي ځواکونه وایستل اوپه زيات مهارت ئې شوري نظام په خپلولاسو ړنگ کړي ،غربی نړۍ ته دگرباچف ددغه تاريخي خدمت  برکت ووچي چي دټولي نړۍ واکداري امريکاته په ميراث پاته سول ،ځکه خواوس گرباچف په غربی نړۍ کښي هرچيري يومنلی اوبللۍ مېلمه دی اودهغوخدمتونوپه برکت  دهرڅه خاوندشو.

جالبه داده  چي ښاغلي گرباچف ولي  امريکاته  دسکې ديومخ دتجريبو سپارښتنه پداسي بڼه کوي چي گويادافغان ولس خواخوږئ دی اودبلې خواله امريکاسره دتاريخي دوستی پر بنيادنه غواړي هغوي قرباني سي .اوداچي دابل مخ  ئي ددوي تر تېښتې ورسته ددوي تر حمايي لاندي  په افغانستان کي ډلوترمنځ دافگان ولس قرباني ده هيڅ نه وايي .

بلې روسان هم لکه امريکايان  ديوه بي اساسي اوکمزوري سندپر بنيادپر افغانستان رادوانگل ،نږدې لس کاله ئې  په افغانستان کي ددموکراتيک نظام دټينگولوترنامه لاندي دامريکاسره دسيالۍ آس وځغلاوه ،له يوې خوادوارساپوځی تړون غړو هيوادوپه سرکي شوروي اتحاد  اودبلې خوادناټو پوځی سازمان دامريکاپه مشري دافغانانودسرپه قيمت دخپلوسيمه ايزو سيالو،نفوذ اوگټوپه خاطر افغانستان دزبرځواکودمډرنو توليدسوو وسلوپه پوليگون بدل کړ.له يوې خواشوري دکمونيزم دپراختيااودبلې خوادامپرياليزم  دنفوذ دغښتلتياپر خلاف داسلام اوکفرپه نامه جگړه په خرپ  اودرب روانه وه . داسي ښکاري دامريکادڅاراداره پردي بريالی سوه چي دگرباحف په وجودکښي دکمونيزم جرړي وباسي ،نوترټولودمخه ئي دځانولپاره هغه دچاخبره د((اوړو پزه جوړه کړه)) له افغانستان څخه دشوروي پوځونودوتلواودبلې خواله تنظيموته دبېځايه مرستودمالي پېټي څخه دامريکا دخلاصون  لپاره دژينودتوافقاتوپه نامه يوه موافقه ليک لاسليک شو.چي ددې موافقه ليک په وروستی پړاوکي شوروي له افغانستان او امريکاله مجاهدينوله کمپونوپښې سپکي کړې .پايله داسوه چي دتړلودروازو شاته دهمدې اوسې وړانديز غوندي دشوروي او امريکاترمنځ دژينودتوافقاتودپټې برخې دپلي کېدوپه خاطر يوه بله لوبه پيل سول .دپاکستان داستخباراتو درئيس جنرال حميد گل ترمشرتابه لاندي پداسي حال کښي چي دسعودي عربستان شهزاده اودهغه هيواد استخباراتو رئېس ئي ملگری و،په پاکستان کي دتنظيموترمنځ گوياديوه توافق او نيم بنده تړون پر اساس کابل ته راننوتل اوهمدا ښاغلي مجددي چي نن دنومبر۱۰ دبهرنيانوڅخه نه پوهېږم داځل دچاپه اشاره اوکومو خوپه خاطر سرټکوي  بېله استحقاقه دکابل پر تخت کښيناوه .پدې کارسره دواړو زبر ځواکوغوښتل دوي داسي سره وجنگوی چي که گټوته کوم خطر پېښېده دوي حق ولري چي  دوباره راسي .

شوروي پوځ دگرباحف په امر مگردامريکاپه موافقه له افغانستان  څخه ووت ،دهغه وخت پاته دولت کولاي سول دلږو بهرنيومالي اومادي مرستوپه مقابل کښي دملي پخلايني يوپراخ بنسټه حکومت جوړ کړي .که په رښتياسره دواړو زبرځواکو دافغانستان لپاره  يوسالم اوغښتلی مرکزي دولت غوښتلاي نوکېداي سول دهغه دولت په چوکاټ کي ټولي خوابدي خواوي دکورنی اونړيوال سياسي فشارپه پايله کي دېته وهڅوي چي په خپلو کي سره پخلااويودخپلي خوښې دولت جوړ کړي . مگردوي نه غوښتل او همدا اوس هم نه غواړي چي په افغانستان کي يوغښتلی او افغان ولس ته منلی مرکزي  دولت جوړسي .شورويانوهغه دچاخبره افغانان  ئي ټول له يوه سره دوست اودښمن په يوه جوال کي واچول اوسري ورباندي وتاړه اودآمودرياب ته ئي ورگزارکړ .

ددغه ډول افغان دښمنه سياست پايله داسو چي يوازي دکابل په ښارکي دتنظيموتر منځ دقدرت پر سرجگړه کې تر پنځوس زره زيات بېگناه ښاريان له خداي ورکړي ژوندنه محروم سول اودافغانستان  په هر ولايت کي ديو ټوپکماراوجنگسالارتر اداري لاندي  مستقل حکومت جوړسو،يعنې افغانستان دشلمې پېړۍ په ورستيو کي يوځل بياد ملک التوائيفي  حاکميتونومرکزاوټاټوبی وگرځېد. په يوه هيوادکې څوحکومتونه جوړ سول ،څوډوله باج اويا ماليه اخيستل کېده ،څوډوله قوانين چلېده اوڅوډول سکې رواج و ې . دهرقوماندان په نامه پيسې چاپ سوې داخولاپرېږده چي دگاونډيانوپولي واحد زموږ قانوني سکه گرځېدلې وه ،لکه چي همدا اوس  هم ايراني اوپاکستانۍ پيسې تر افغانيوزيات په ډيرو بازارونواو ولايتونوکښي  چلند لري .

دهمدې سياليوپه درشل کي له سعودي اوامريکانه  خوابدي عربان له سودان  ،يمن ،سوماليا،ډوبۍ اونوروعربي هيوادونه افغانستان ته مخه کړه اوافغانستان ئي نه يوازي دپټېدوځاي وگاڼه بلکې له همدې ځايه گويا دامريکاسره دښمني ترسره کېدل .اوداپه وينولړلۍ هيوادپه نړۍ کښي دنړيوال تروريزم دجونگړې په نامه  شهرت وموند.هرلوري دافغان په وړاندي  دنفرت احساس  ښکاره کېده ،اوهرافغان په تيره پښتون دالقاعدې اودهغوي دپلويانوطالبانوپه نامه زورول کېده.دغه ډول برخورداونارواکړنه دنړئ په ټولو هيوادوکښي دپښتنو په وړاندي کېده .حتاهغه پښتانه روښنفکران چي نه ئې غوښتل دبهرنيانونوکری وکړي  دطابانوپه نامه زورول کېده .

دنيويارک آسمان خراشه ونړېدل ، داچي څنگه اوچالخواتراوسه لانده معلومه ،خوپدې گناه يوځل بياافغان ولس دانږدې اته کاله زرورېږي اوسپکېږي  .

تردغې پېښې وروسته امريکاپه افغانستان کي دسولي ،ثبات ،دموکراسی ،اوغښتلي مرکزي حکومت دجوړېدو اوپدې لارکشي دافغان ولس سره دمرستې ترنام لاندي  راغلل  ،ورپسې د ايساف  قوتونه  اوبيادناټوپښه راداخله سول  . تر دغه ځايه وويل سو.

 دبهرنيانيوپوځيانو شمير لومړی څوسوه بيا څوزره او دادی اوس خوپه لسهاوو زره ته ورسېد. دورکړه سوو وعدولکه دښاغلي کرزی وعدې يوه هم ترسره نشول .يوازي څوداړه مارواوهغوچي دخلکودزورونې اوافغان ولس پر سردسياسي  تجارت ،هېروئينوکاروبار اوهمدا ټولوته منلي دولتي فسادپه پايلوکښي ترلاسه سوو پيسوپه ارزښت  بې شمېره بې نقشي اوخپل سری تعميرونه جوړ سول ،دغوته دبهرنيانودشتون  لاسته راوړنه وايي . خوکه پوښتنه وسي دولت پدې اتو کلونوکي دميليارډونو مالي مرستوپه پايله کي کوم کارکړي نودرته وبه وايي :  دپلاني رود پر دواړوغاړومو دشيگوډکې بوجۍ ايښي دي  اوياڅوپلچکونه اولښتيان مو جوړکړي .  

يعني همدغو افغاني چارواکو دافغان په توگه دغه ملي مسوليت ته پام ونک چي دموقع نه په استفادې سره په افغانستان کي کومه توليدي پروژه جوړه کړي .متاسفانه ټول دخپلو جېبونواوخپلوانوته په کوردننه اوبهر کي دسوداگريزوکارو امکاناتو برابرولوپه فکر کښي وه ،ځکه خوپه ټوله نړۍ کښي اوس دافغانانوسره دمالي مرستې نه ټول مخ گرځوي او وايي دامرستي چاته رسېږي ؟ًً؟؟؟

اوس چي بارک اوباماديوه ملي ضرورت له مخې وايي  زماعسکر په افغانستان کي  بايد يوسالم دولت وساتی.  ځکه خو اوس په دولت کي ټول له يوه سره حتاهغه چي ددولتي فساديې دمالي منابعو اساسي سرچينې دي ددولتي فسادپر خلاف ډول غاړي ته اچولۍ او په غرب  اوخرپ ئې درزوي،تر څوپدغه اتڼ وکولاي سي ځان ته له دغه بهرني راپيل سوي توفان څخه نجات ورکړي او دله فساده خلاصو کسانوپه ليکوکښي تيرځان کړي .

چي کله کراري سول بيابه ئي گوري ،ځکه په افغا نستان کي هره نوې خبره اونوې طرحه په لمړيو ورځوکې په خورا درب او ږوږ روانه وي بياډير ژرهر څه ساړه او چوپتياخپره سي .

بهرنيان  همدا اوس هم وايي موږ په سيمه اونړۍ کښي دسولي اوثبات راوستلو اوخپلوملي منافعولپاره افغانستان ته راغلي يو. سره له دې چي يو شمير له دغو هيوادونه دتروريزم په زېږېدو اولويدوکي خپله رول درلود اوس وايي موږ دهغه پر خلاف صادقانه مبارزه کوو،والله عالم . دزبرځواکولخوادتروريزم پر خلاف دمبارزې  دغلط سياست اوستراتيژي په پايله کي زموږ دبېچاره ولس له توره بخته  ددې مبارزې په سرولمبو کښي يوازي بېگناه افغانان سوځي اوله اتو کالوراپدې خوازموږ ولس له يوې خوادتروريزم سره دمبارزينو اودبلې خوادالقاعدې دسازمان اوپلويانو ترمنځ  دنامعلومي جگړې  اوسياليو قرباني ورکوي  .

که نړيوال زبرځواکونه گرېوان ته سرټيټ کړي نودابه ورته څرگنده شي چي دځمکې دکرې پر مخ افغانستان يوازنۍ بدبخترين هيواد دی چې اوسېدونکي ئې دڅلورولسيزوراپدې خونه يوازي داچي دژوندپه ډيرو بدو اوزړه بوږنوونکوشرايطوکي ژوند کوي بلکې تر اوسه نه پوهېږي چي دکومي نړيوالي گناه اوجرم په مقابل کښي دهرلوري اوهرچالخواپه مختلفونومونو ،تهمتونواوشعارونودخپلو سيمه ايزو سياسي او اقتصادي گټکوپر سر بل سوي اورپه لمبوکي سوځېږي!

پدغسي يوه ناڅرگند اودبرخليک ټاکلو لپاره نازکو شېبوکښي  ښاغلي گرباچف دخپلوناکاموتجريبومشوره امريکاته ورکوي  .

زه پدي باورلرم چي ښاغلي گرباچف اونورپدې ښه پوهېږي چي که همدا نن پدغه بڼه چي ځنې ئې غواړي بهرنيان دافغانستان څخه ووزي نه يوازي داچي دغه کرزی چي دوي ورته پرون اونن ان دملگروملتودسازمان دعمومي غونډي په کچه مبارکي وويل اودده ټاکل ئې مشروع وبلل اوهغه ئي دافغانستان لپاره ددوي په وينا يومنلي مشروباله يوساعت هم  پر چوکۍ  ټينگ نسي اونه به دغه ښاغلي او اغلي چي دبهرنيانوپه مټ پردولتي مقامونونصب سوی اودتلويزيون په هندارودخپلواکوکدرونواکټونه کوي  په کابل کښي څوک په زره بين کي لاهم پيدانکړي .

رښتيا خوداده چي دهمدې بهرنيو پوځونواوددوي دلاس وهنوبرکت دی چي دااوسني ښاغلي په حکومت اوپارلمان کښي پر برېتولاس تيره وي  اوبيادخلکودغولونولپاره يواوبل ځاي دخپلواکي اوخپلواک سياست خبري کوي .که پوښتنه ځني وسې ښاغلې ستا،ستاسو دباډيگارډ ،موټروان اونوکر تنخوادکومې خزاني څخه درکول کېږي؟ اوکه دغه بهرنيان نه وي تاسوبه چيري اوسئ ؟نه پوهېږم چي ځواب به ئې څه وي ؟ خوپه يوه پوهېږم چي زيات شمير ئي دB52 الوتکودتورواوډاروونکو وزرونوپه برکت دخواری اوغريبۍ له حالت نه دې ته راورسېدل چي ددولت چور اوچپاول جوگه سول .

دډيروافغانانو په نظر نه بايد ښاغلی گرباچف چې  افغانان له دوي نه ښه زړه نلري  ددوستی په ا لفاظوکي زموږ پر اولس داډول لورېنه اوزړه خوږۍ وکړي . زموږ ولس دداډول خبرونه هم سرټکی دی چي دپردې شاته له بهرنيانوسره سرونه  ښوروي خودکامرو مخته دافغان ولس دغولولولپاره بې مسوليته اوگويادهغوي پر خلاف څرگندونې کوي . حقيقت دادی چي دافغانستان داوسنۍ کړکېځنې سياسي اوپوځی لانجې حل حي نړيوال بعدونه اواکټورلري  پدې بې مسوليته څرگندونواوياپه ظاهر دبهرنيانو سره مخالفت اوپه باطن کښي دهغوي امرونوته دتعظيم سرټيټولوسره نسي حل کېداي . ددې مسلې حل نړيوال صداقت ، افغاني يووالي اوهوښياری ته اړتيا لري .

وړانديز دادی :

۱/ هغه بهرنيان  چي په رښتياسره ئي زموږ پر خلکو نور زړه خوږېږي اويائي زړه ددوي په زورونويخ سوی،له دغه ډول بې مسوليته څرگندونواوبې ځايه مشورنه  لاس په سرشي . ددې خبري دپخلي لپاره يوازي داخبره کوم  چي جالبه ده ،هغه چي پوځيان ئي دلته اوهغه چي دبهرنيو پوځيانودراتگ امکانات ئي برابر کړه اوهغه چي په زياته علاقمندی سره غواړي دامريکا اوناټوپښه دافغان ولس دسرپه قيمت دلته زماپه وطن کې ښکيله پاته سي ټول له يوه سره پدي ورستيوکښي اوپخوا کلا ناکله داخبره کوي چي دپوځې بې شمېره شتون په وجودکي دا مسله نشي حل کېداي ،اويادامنې چي جگړه دحل لارنده ،داخبر بايد گرباچف ته په يادوي چي دوي هم کوله ،خوله بله پلوه دسولي څرک نه لگېږي ،دمخالفينوسره دجدي خبرو هيڅ علامه نشته ،همدا تيره اونۍ گلبدين حکمتيارپه يوه مرکه کښي په ډاگه وويل چي موږ دهرچاسره خبروته حاضريو خوموږ چا جدي خبرته نه يو دعوت کړي ،که گلبدين رښتيانه وايي بايد دولت اوبهرنياسمدلاسه اعلان کړی واي چي دڅرگندونې رښتياندي اوکه رښتيا وايي نو ولي دده په گډون دطالبانواونورومخالفينواوپه هيوادکي سياسي گوندونو،ډلو اوشخصيتونوسره جدې اودملي پخلاينې جدي خبري نه پيل کېږي ؟

ټول هغه هيوادونه چي داوسنيومخالفينوله دواړوخواسره په شکل داشکالومالي ،مادي ،تخنيکي اوسياسي  مرسته کوي دهغه پر ځاي دي ،دادی دراتلونکي۲۰۱۰ کال په لوموړيوکښي دافغانستان دمسلې په اړوند  تردې نامه لاندي چي دافغانستان دولت بايد پر ټولومسائيلو دنړيوالي ټولنې سره وږغېږي يوبل نوبتي نړيوال کنفرانس جوړېږي . پدې کنفرانس کي دي دهراړخيزو مرستواوکوټلي سياسي کارپه پايله کښي ديوه غښتلي اوټولوته دمنلي حکومت دجوړېدولپاره لار هواره سي .نړيواله ټولنه بايد په عمل کي ثابته کړي چي دوي په رشتياسره دټولولپاره ديوه منلي اودټولوپه گډون ديوه غښتلي مرکزي حکومت دجوړېدو سره علاقمندان اوپلويان دي .

کله چي داسي يوه دولتي اداره جوړه سي چي هغه ديوپياوړي اساسي قانون  چي دنړيوالونورومونواوزموږ دټولنې دعيني اوذهني شرايطوسره برابروي درلودونکې وي .طبعي ده چي دجگړې لپاره کوم بل دليل نه پيداکېږي .

دافغانستان داوسني لانجې ټول افغاني اړخونه (په دولت کي اوتر دولت دباندي ) بېله کوم قيد اوشرط نه دنړيوالوامکاناتونه په استفادي سره دېته مجبورسی چي ديوه ملي او  غښتلي دولت کوم چي ټول به مساويانه اوبرابرکچه پکښي دگډون حق ولري دجوړېدوپه غونډه اوکارکي فعاله ونډه ولري . ټول اړونده اړخونه  بايد پدې پوه سي چي دانکاراودنوي ادارې دجوړېدوپه پروسه کي نه گډون دامعنالري چي دافغان ولس اونړيوالو تلاښونوته درناوی نلري ،پدې صورت کښي يوازي پاتېږي اودټولي نړۍ لخواپه بې رحمۍ سره ټکول کيږي.

دغه دپاکستاني استخباراتو سياست سره بايد دتل لپاره وداع وسي کوم چي دوي په افغانستان کي تل په اصطلاح دژورواهدافودپلي کېدوپه موخه دا ياهغه  ډله له ځان سره پټه ساتي . دافغانستان په اړوند دغه حالت اوسياست دتل لپاره بايد پاي ته ورسېږې .ايادافغانستان په کورنيو چاروکي بېشرمانه دلاسوهنواومداخلو تردغه بل داسي لاسوند لکه دپرويزمشرف وروستی ويناپيداکېداي سي ؟ دنومبرپر ۹ مه دپاکستان پخواني پوځۍ مشر جنرال مشرف د سې ان ان امریکایې  ټلویزیون سره په خپله یوه نوي مرکه کې د افغانستان دولسمشر حامد کرزي  ددفترپه گډون ، په نورو  افغان حکومتي ادارو او حتی د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې د دآي اس آي داستخباراتي شبکې د اجنټانو د موجودیت څخه پرده پورته کړه  .

ياداچي په ډانگ پېيلې وايي  آي اس آي د نړۍ په هره ترهګریزه ډله کې د داخلیدو اجازه لري او کولای شي چې په ډیري اسانۍ سره له هرې ترهګرې ډلي سره که  هغه القاعده وي که طالبان او یا کومه بله ډله سازش او ملګرتیا وکړي . يوه ورځ به ايران هم  ورته څرگندونې په تکرارسره بياوکړي  ،کېداي سي نور هيوسادونه هم که وغواړي اودامصلحت وبولي دخپلولاسونويادونه وکړي  .افغانستان نه بايد دنړيوالوڅارگرواداروداوپراتيفي  لوبومرکز اوميدان وي .

دگانډيانواونورونامشروع خواخوږوداسي مداخلې اوبرلاسي په صورت کي څنگه کېداي سي دلته سوله راسي اوپه کوم دليل بياوايي چي سمدلاسه له افغانستان څخه ووزی . راغلي بايد خپلي ويجاړي جوړي کړي  کنه يوه ورځبه ددې ملت بچيان دخسارېغوښتنه ځيني وشې . تاريخ هيڅ نه هېروی اوپه تاريخي مرحلو کښي ولس هم دسياستوالوپه دودخپلې غوښتنې نوې کوي .

۲/ ددې لپاره چي په افغانستان کي دملي پخلاينې دولت  دۍوړېدولپاره امکانات برابر سوی وي ،دلومړني گام په توگه  بايد ددولت اودهغوي دټولومخالفينولخوادسولي دپروسې اوخپل مينځی خبرودپيل په نامه عمومي اروبنداعلان سي .

تور اوسپين لستونه بې اعتباره سي  ترڅوټول په ډاډه زړه او اطمنان وکولاي سي دسولي په پروسه کښي فعاله برخه واخلي  .

۳/ په راتلونکې دولتي اداره کښي  بېله کوم سياسي تعصب نه بايد له وزيره تر رئسه  دغه ټول لوړ مقامونه لايقو اومسلکي کسانوته  وسپارل سي ،اوددوي دکار نتايج تر جدي کنترول لاندي راسي .

۴/ ددې لپاره چي  افغانان دخپل امنيت اوځمکنۍ بشپړتيادساتلو جوگه سي اړينه برېښي چي دافغانستان لپاره ديوه کوځنی وسله وال ځواک دجوړېدوسره دعسکری دمکلفيت  دقانون پر بنياد مرسته وسی  .ايله جاری اردواوياکرايه سوی اردوپه افغانستان  کي موثر يت  نلري . دغه وړوکۍ وسله پوځ بايد په ټولوجنگي اوتخنيکي وسائيلو سمبال سي ترڅو دلاس وهونکی غاښونه دلاسوهنوپر وخت ورباندي وباسي .زموږ په هيوادکي تربيه سوی اوصادق افسران بې شمېره دي که دولسمشری دټاکنودکمپاين  خبروته مراجعه وسي ټولودپاکستاني نواز شريف دغه افتخارته چي ويل ئې که مي نورڅه نه دي کړي نودافغانستان منظم اوغښتلی اردوخومي دړې وړې کړ دنفرت په سترگه کتل  ،داپدې معناوه چي بايد ملي گټې تر سياسي گټو لوړې وگڼل سي ،نوبايد دغو پخوانيو افسرانوته دافغانستان په نوي وسله وال پوځ کښي ددوي دمسلک له مثي ځاي ورکړه سي . په اروپا اوامريکا يا پاکستان اوايران کي دافسرانو روزل دوطنپرستی معيار نسي کېداي .

۵/   دنوي اوله فساده خلاصي ادارې دجوړېدوسره يوځاي بايد  دافغانستان اقتصادي اوټولنيزژوند  رغونې ته زياته پاملرنه وسي . له يوې خوابه خلکوته کارپيدا سي اودبلې خوابه افغانستان ورو،وروديوه مصرفي هيوانه دتوليدي هيوادپه لورگامونه اوچت کړي دغه ډول يونظام اودولت به  دټولونړيوالولپاره داقتصادي پانگې اچونې لپاره امکانات برابرکړي ،انجوگاني به خپل ځاي دولتي اداروته پرېږدې . په ارام اوسوله يز افغانستان کي نه يوازي دافغان ولس اوسيمي داوسېدونکو گټې نغښتې دي بلکه ټوله نړۍ کولاي سي په ارامه  ژوند وکړي اوله دغې تاريخي اوارزښتمنې څلورلاري نه دټولوپه گټه په گډه استفاده وشي .

۶/ په همدې کنفرانس کي بايد په افغانستان  کي دسولي اوثبات دراوستولپاره نړيوال پروگرام تصويب اوپرټولوئې پلي کول دهمدې ملگروملتودسازمان دامنيت دشورادپرېګړې له مخې حتمي شي کوم چي امريکاته ئي پر افغانستان باندي ددانگلوحق ورکړ . دابايد تظمين سي چي دافغانستان په کورنيو چاروکي هيڅ يوهيواد دلاسوهنو اومداخلوحق نلري .اونه دافغانستان  دولت داحق لري چي خاوره ئي دکوم بل هيوادپر پرخلاف وکارول  سي .

لکه تر دوهمې نړي والي جگړې وروسته چي دغربي اروپالپاره دامريکا او انگلستان لخوا اوشرقي اروپاته دشوروي لخوادبياجوړونې اقتصادي پلانونه جوړ اوعملي سول ،دافغانستان لپاره هم ورته داقتصادي اوټولنيزدبيارغونې پروگرامونه طرح اودپلي کېدوکارئي په ډيره عجله پيل سي ،ترڅوافغان ولس په عمل کي دا احساس کړي چي په رښتيانۍ توگه دافغانستان دبياجوړونې کارپيل سو. دې  موخې ته درسېدولپاره کېداي سي افغانستان پر پنځو زونوتقسم او دنړئ دپرمختللوهيوادوپه قموميت کي راشي .پر ځاي به وي که جې اته هيوادونه  دامسوليت پرغاړه واخلي  .خوداټکی بايد په حقوقي اسنادوکي تسجيل سوی وي چي دغه اقتصادي قموميت  په هيڅ ډول اوبهانه دسياسي قموميت معنانسي لرلاي .

۷/ دافغانستان دولت  بايد  ديوه فعال اومثبت  کورنی اوبهرنی سياست لرونکي هيوادپه توگه قانوني بڼه دگاونډيانواونړۍ له نوروهيوادوسره دخپلو ملي گټوپر بنياد دهر اړخيزه دوستانه  مناسباتوپه  ټينگولوپه مکلف سي . 

۸/ ددې لپاره چي په په هيوادکي قانون پلی سوی وي اړينه ده داټکی په گوته سي چي يوه غښتلې قضايي قوااوسپېڅلې حقوقي څانگي جوړي اوپه رښتياسره قضايي قوه يوه خپلواکه اودټولوملي ،سياسي اواداري فسادونه خلاصه اداره وي  ،دوي ته يوازي او يوازي دقانون پلي کول اودانسان مقام ته درناوی مطرح اومهم وي يوغښتلې عدلي اداره کولاي سي دقانون څخه سرغړونکوته هرڅوک چي وي قانوني جزاورکړي ،اودقانون دپلي کېدو جوگه سي .

۹/ ددې لپاره چې ددغه بېنظميو مخه نيول سوې وي اړينه برېښي چي دقانون په چوکاټ کښي په رشتيانۍ بڼه سره دمطبوعاتو،عقيدې او بيان ازادي تظمين  اوډله ايزرسنيوپرمخ وړونکي تردولتي حمايي لاندي راسي ،ترڅودهغوي کارمندان دهر زورواک دهوسونواودرغليو قرباني نسي .مطبوعات په نړۍ واله کچه څلرم ځواک دی ،دغه ځواک ته چي تل دولسونواوهغوچي دددولتي فسادککړو لخوازورول کېږي يوازنې ملگری دی بايد حمايه اودفعال  کار لپاره وهڅول سي .

دروسې  ولسمشر ښاغلي مېدوېدیف په جرمني کي دشپېګل مجلې سره  په مرکه کې وویل : لوېدیځوال به ممکن په افغانستان کې له هماغې ستونزې سره مخامخ شي چې پخوانی شوروي اتحاد مخامخ شوی وو او ښايي بې له دې چې هدف ترلاسه کړي ،خپل ځواکونه له دې هیواده وباسي .

هغه  وویل : که په افغانستان کې مېشت د ناټوځواکونه له افغانستان سره  مرسته ونه کړي چې خپل دولت ټینګ کړي، په دې هیوادکې به د ثبات راوستلو لپاره هیڅ بهرنۍ هڅه بریالۍ نه شي .

هغه زیاته کړه ترڅو چې افغانان ونه غواړي چې  په خپله ځان ته دولت جوړ کړي اود خپل دولت ټولې چارې په خپله اداره کړي ،مهمه نه ده  چې په افغانستان کې څومره بهرني ځواکونه موجود وي، بهرني عسکرنه شي کامیابېدای .

د روسیې ولسمشروویل څه چې مهم دي دا دي چې افغانانو ته باید موقع ورکړای شي چې خپل سیاسي سیستم جوړ کړي او د خپل هیواد له شرایطو او له خپل نظراوفکرسره سم  حکومت رامنځته کړي اودا نظرله بهره پردوی د قوې په زور نه شي تپل کېدای مګر دا چې دوی په خپله د ټولو ولایتونو خلک ،دې ته له پامه پرته چې د کوم قوم خلک دي،دا اړتیا احساس کړي .

بلې داپر ځاي خبري دي ،دغه اړتياډير پخوا احساس شوې اودافغان روڼ اندوپه څرگندونوکښي داڅوکاله منعکس شوېده . متاسفانه  نړېوالي ټولنې ددغې اړتيانه دخپلو نامعلومو موخوپر بنياد ناوړه گټه پورته کړېده . موږ پدې باور يو که  نړيواله ټولنه زموږ دجگړه ځپلي ولس سره ديوه غښتلي اومرکزي  داسي حکومت  په جوړېدوکي مرسته وکړي کوم چي دټولوپه گټه وي ،اوهم نور افغانستان  نور نړيوالوته دسرخوږی اوډارمرکز وي  په هغه صورت کښي به تر ډيره بريده داراپغاړه ستونزي حل سي .بېله دغومرستوپدې اوسنيوشرايطوکښي چي هر خواددښمنۍ اومخالفت اوازونه راپورته کېږي اوهر څوک ځان تر بل مستحق بولي موږ ديوه پياوړي دولت دجوړېدوجوگه نه يو .

پدې لار کي صاقانه اوله غرضه پرته بې پرې مرستو ته اړتيالرو،دغې اړتياته مثبت ځواب ويل اوس دتاريخ اوزمان دروانې پروسې حکم اوغوښتنه  گرځېدلې ده .هغه ديوشمير سیاستوالو خبره((ددغه طلاچانس څخه چي موخه ئي بهرنۍ مالي اومادي مرستي دي بايد افغان گټه واخلي)) زه وايم چي موږ اونړيوال ددغه طالايي چانس نه چي دټولولپاره سوله ايز او ارام افغانستان په گټه دی اودې موخې ته درسېدولپاره ډيره ساده او ازانه لاره دملي پخلاينې  پر بنياددغښتلي دولت جوړېدل دي هم بايد پر خپل وخت گټه واخيستل سي،پدې کارکي  ځنډ دانسانانو دژوندپه قيمت تمامېږي .

پدې ټکو يې  رانغاړم  چي نړيواله ټولنه ،ليري اونږدي پراته گاونډيان که افغان ولس په زورونه اوسپکاوی کښي خپله راتلونکې ويني دالويه اوتاريخي تيروتنه ده .افغان ولس ته درناوی ،دهغوي عزت اوعفت ساتل ، دهغوي سره انساني مرستي به په سيمه اونړۍ کښي زياتې  نه خلاصېدونکي غوټي خلاصي کړي .

دعلامه اقبال صاحب داخبره بايددټولوپه غوږ کي وي چي وايي :

اسيا يک پيکر آب  وگل  است
ملت  افغان  د ران پيکر دل  است

ز فساد او فساد اسيا
و زکشاد او  گشاد اسيا

ومن الله التوفيق