د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اغیزمنې او غوره وینا توکي

فضل قادر فضلي 11.11.2009 09:21

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

لیکوال:Lenny Lesochkey
ژباړه:فضل قادر فضلی

د زده کوونکيو لپاره لارښود

” د نړي نيمايي وګړي د و يلو لپاره يو څه لري خو ويلى يې نشي او پاتې نيمايي يې د ويلو لپاره څه نلري خو په پر له پسې ډول غږيږي “

هر يو کولاى شي چې يوه بيانيه وړاندې کړي خو هر څوک نشي کولای چي يوه اغيزمنه وينا واوروي.د يوې ښې او اغيزمنې وينا لپاره د پام وړ شپږ توکي په لاندې ډول دي:

١: د وينا لپاره تيارى : چمتو کيدل خورا زيات ارزښت لري. تاسې څو کرته خپله وينا تکرار او تمرينوئ ؟ په عمومي توګه د يوه ساعت وينا لپاره بايد دېرش ساعته تيارى ونيول شي. خپل تمرين په غږيز او يا انځوريز ډول ثبت کړئ . دا به له تاسو سره مرسته وکړي چې د خپلې وينا د بڼې باب درته معلومات درکړي.

٢: په وينا کې دځان ورګډه ول: کله يا چيرته چې شوني وي د موضوع په اړه بیلا بیلې بيلګې وړاندي کړیء. دې ته بايد پاملرنه وشي چې ستاسی مثالونه يا بېلګې د وينا موخې د پياوړتيا لپاره اغيزمن وي.کومې کيسې چې تاسې د مثال په ډول راوړي بايد ستاسې د اصلي وينا سره همغږي ولري.

دغه راز تاسې کولاى شئ د خپل ژوند په اړه شخصي بېلګې د وينا د موضوع د لاروښانه کولو لپاره وړاندې کړئ.

٣: په وينا کې ځان آرام او ډاډمن احساس کړئ : ددې لپاره چې د ورخطايي څخه مخنيوي وشي بايد چمتو اوسي. دغه راز د وينا اصلي پيغام ته پاملرنه وکړئ نه ناستو اوريدونکو ته. د وينا پر مهال خپل حرکاتو ته پاملرنه وکړئ.خپله پرانستونې وينا مخکې تر مخکې ښه تمرين کړئ.

په ياد ولرئ چي ناست اوريدونکي ستاسې وينا په اولو ديرشو ثانېو کې ارزوي.

٤:خوش طبعي غوره کړئ: کوښښ وکړئ چې د وينا پر مهال ټوکې وکاروئ چې کيداى شي دغه ټوکې د خپل ځان په اړه وړاندي کړئ. خو په ياد ولرئ چې پر ناستو اوريدونکو باندې ټوکي ونکړئ. حتى د ځان په باب هم د ډېرو ټوکو کولو څخه ډډه وکړئ.

٥: د خپل بدن خوځښت او د لاسونو حرکاتو ته پاملرنه وکړئ: د تمرين په حال کې دې ته پاملرنه وکړئ چې د وينا په کومه برخه کي بايد څه ډول حرکت ترسره کړي شي. د وينا په تالار کې خپل ځاي وټاکي او دا هم بايد په نظر کې ولري چي د وينا په کومه برخه کي د خپل ټاکلئ ځای څخه وخوځيږئ . او بيرته خپل ټاکلي ځاى ته راشئ. په تالار کې دري ځايونه په نښه کړئ ، يو د دريز ، ښي لاس او يو هم کيڼ لاس ته. په ياد ولرئ چې د دريز شاته پټ نشئ يعني ناستو اوريدونکو ته بايد ښکاره شئ. کله چي د وينا پر مهال له خپل ځاى څخه خوځېږئ نو بايد ناستو برخه والو ته مخامخ په ځير سره و ګورئ.

٦:جزيئاتو باندې ځانګړی پاملرنه وکړي: د وينا د ځاى او وخت په اړوند ځان پوه کړئ. ځانګړي ځاى ته درسيدو له پاره په ټاکلي وخت مخکې له مخکې له ځانه سره پلان جوړ کړي. د اوريدونکو د شمير په برخه کي ځان خبر کړئ. په ياد ولرئ چې د وينا تالار ته په کافي اندازه د وينا چاپي بڼه له ځانه سره راوړئ چې په اوريدونکو يي وويشئ. دغه راز د امکان په صورت کي له ځان سره ويديويي توکي راوړئ. هڅه وکړئ چې ټاکلي وخت څخه لږ څه وړاندي ټاکلي ځاى ته ورسيږئ چې د وينا لپاره وروستى چمتو والى سمبال شي. (لکه د کمپيوتر، پرچکتور، او نورو وسايلوچمتو کول)‌. جزيئاتو ته پاملرنه ډېر ارزښت لري. حتي ډېرو وړو خبرو ته هم پاملرنه وکړئ خو په ياد ولرئ چې " هغه کسان چې د ځان د ناکامي لپاره پلان جور نکړي ، نه ناکمېږي"