د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تیو یا سینو د سرطان بڼه د میتاستازس* څخه وروسته بدلیږي

فضل محمود فضلي 10.11.2009 23:01

ژباړه: فضل فضلي

سرچینه: Annals of Oncology

د خپریدو نیټه: د نومبر ۴ مه ۲۰۰۹

 

 

د تیو یا سینو د سرطان بڼه د میتاستازس* څخه وروسته بدلیږي

څیړنی ښیی چی په سلو کې نژدی ۴۰ د سینو د سرطان بڼه د میتاستازس نه پس بدلون مومي.

څیړونکي وايي چی دا کار به ددی لامل شي چی د ناروغانو د درملنی رژیم هرومرو د ناروغی د یو پړاو نه و بل پړاو ته هم بدلون ومومي.

پدی څیړنه کې ۲۱۱ هغه ناروغان تر مطالعی لاندی نیول شوي چی د سینی سرطان د تخرګونو لاندی لمفاوي غدو ته لا له وړاندی خپور شوي. د سینو سرطان د نورو ځایونو په پرتله اول د تخرګونو لاندی لمفاوي غدو ته خپریږي.

څیړنه چی د Oncology په مجله کې خپور شوی د Breakthrough Breast Cancer د اداری ساینس پوهانو له خوا د سکاټلند په Edinburgh کې ترسره شوی.

د سینی سرطان پیچلی ناروغي ده چی بیلا بیل ډولونه لري او هره بڼه يي ځانګړی درملنی ته اړتیا لري.

هر کال په برتانيی کې د ۴۴۰۰۰ نویو تشخیص شویو سینی سرطاني پیښو له جملی څخه په سلو کي ۴۰ لمفاوي غدو ته خپریږي.

د سرطان هغه ډول چی د لمفاوي رګونو له لیاری خپریږي، پیچلی درملنی ته اړتیا لري او درملنه يي د هغه سرطان په پرتله چی یواځی د سینی په دننه کې خپریږي، له ستونزو ډکه ده.

نو دا لازمه ده چی په ناروغی اخته ښخی ځانګړی او لازمی درملنی ته لاس رسی ولری.

دا چی په ناروغانو کې د میتاستازس نه وروسته د سرطاني حجرو بڼه بدلون مومي ، د څیړونکو د حیرانتا لامل شوی.

د بیلګې په ډول ۲۰ تومورونه د (ER) Oestrogen receptor  منفي څخه و ER مثبت ته بدلون موندلي. دغه بدلون ددی لامل ګرځي چی د تومورونو هارموني درملنه (لکه Tamoxifen) چی د سینو ددی ډول تومور د خپریدو نه مخکې اغیزمن نه يي، کولای شي چی د میتاستازس نه وروسته په درملنه کې مرسته وکړي.

دغه رازځینی نور تومورونه چی د ER مثبت څخه و ER منفي بدلون مومي، دا کار ددی غوښتنه کوي چی دا ناروغان ،چی د ناروغی په اولو وختونو کې هارموني درملنی ترلاسه کړی وی، د میتاستازس نه وروسته هارموني درملنه خپله اغیره د لاسه ورکوي. دا ددی لامل ګرځي چی نه یواځی د هارومونو کارول نه یواځی کومه ګټه به نلري بلکی ناروغ به بی ځایه د درملو د جانبي عوارضو سره مخ کیږي.

حیرانوونکي پایلی

مشر څیړونکی ډاکټر Dana Faratian وايي: “مونږ ته دا په زړه پوری ده او زمونږ د حرانتیا لامل شوی چی دا موندنی ښيي چی تومورونه د سینو څخه نورو برخو ته د خپریدو څخه وروسته خپلی بڼی ته بدلون ورکوي.”

“دا موندنی ددی غوښتنه کوي تر څو د میتاستازس نه وروسته د لمفاوي غدو څخه بایوپسي واخستل شي او د سرطان بڼه وڅیړل شي چی آیا ER مثبت او یا ER منفي دی. دا کار ددی لپاره مهم دی چی د ناروغ د درملنی رژیم په بشپړه توګه بدلون ته اړتیا لري. اوس مونږ کلینیکي او پراخوعملي تجربو ته اړتیا لرو تر څو وګورو تر کومه بریده ناروغان ددغی څیړنی له پایلو څخه ګټه اخستي شي.”

په Breakthrough Breast Centre کې د څیړنی د اداری مشر پروفیسر David Harrison وايي: “ددی څیړنی موندنی ددی دلیل روښانه کوي چی ولی ځینی ښځی د درملنی په وړاندی د میتازستاس څخه وروسته ځواب نه وايي. یواځی د لمفاوي غدو څخه یوه بایوپسی به وکولای شي چی په ناروغی اخته ښځی د غوره درملنی څخه ګټه واخلي اومونږ د مالي سرچینو څخه په ښه ډول استفاده وکړو.”

څیړونکي پدی ټینګار کوي مخکی لدی څخه چی دغه سپارښتنی د عمل په ډګر کې خپل روتین  وګرځوو ،ددی څیړنی سپارښتنی په هر اړخیزه توګه کلینیکي تجربو ته اړتیا لري  .

د سینی سرطان د ښځو د سرطاني ناروغیو یو پر دریمه برخه جوړوی او په برتانیی کې په هرو نهوښځو کې یوه ښخه د ژوند په اوږدو کې د سینی په سرطان اخته کیږي.

*میتاستازس: کله چی سرطان د بدن د یوی برخی څخه بلی برخی ته خپور شي.