د کابينې احتمالي ليست چې د ملګرو ملتونو او بهرنيو په منځ کې د غور لاندې دی
09.11.2009 18:46ټول افغان ته په کابل کې باوري سرچينو ويلي دي چې د کابينې او ځينو مهمو دندو دا لاندې احتمالي ليست د ملګرو ملتونو او بهرنيو پورې اړوندو ادارو کې د غور لاندې دی. دولتي سرچينو په دې اړوند څه نه دي ويلي، خو په ترکيه کې د هېوادمشر حامد کرزي سره د مل ډلې د ځينو غړو په حواله ويل کېږي چې د کابينې د غړو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې او کرزی پرې اوس هم غور کوي.
کرزي ته نږدې سرچينې د کرزي له خولې وايي چې ((ما ټولو ډلو ته ويلي دي چې ښه خلک رامعرفي کړي)).
د يادونې وړ ده چې په لاندې ليست کې ډېری برخه پخوانو کمونيستانو، جنګسالارانو او هغه خلکو ته ورکړل شوې ده چې د دوی په شتون کې به د دولت د مخالفينو سره خبرې کول او يا هم هغه ډول اصلاحات چې راوستل یې اړين دي سخت برېښي. په دې ليست کې د اسلامي فکر خلکو ته هيڅ ونډه نه ده ورکړل شوې چې دا به په هېواد کې ناهيلي نوره هم زياته او په افغان حکومت به د خلکو نيوکې زياتې کړي. شنونکي په دې باور دي چې څومره افغان حکومت اسلامي بڼه له لاسه ورکوي، د ګاونډيو هېوادونو استخبارات په اسانه د افغان دولت مخالفين زياتولی او پياوړي کولای شي.
له بله پلوه په دې ليست کې ځينې داسې دندې هم شته چې د نوو کسانو ګمارل په کې امکان نه لري، د نمونې په ډول د سترې محکمې د رييس یا قاضي القضات دنده. د قانون په اساس برحال قاضي القضات د اجرايه ځواک له خوا نه شي عزل کېدلی.
احتمالي ليست:
همایون فوزی : وزیر دفاع (د کمونيستي رژ يم پاتې شونی او د عبدالرشيد دوستم سړی)
سید محمد گلاب زوی: وزیر داخله (د کمونيستي رژ يم پاتې شونی، د کورنيو چارو پخوانی وزير او د وطن ګوند غړی)
انورالحق احدی: وزیر امور خارجه (د افغان ملت ګوند مشر او د ماليې پخوانی وزير)
محمد شاکر کارگر: وزیر آب و انرژی
پرتو نادری: وزیر معارف (متعصب کس او د ايراني اصطلاحاتو د رواجولو سخت پلوی دی. د افغاني ملي کولتور سخت مخالف دی، چې لا په معارف وزارت کې به څه وکړي).
فاروق وردک : وزیر اطلاعات و فرهنگ
حببیب الله رفیع : وزیر تحصیلات عالی
محمد حنیف اتمر: وزیر احیا و انکشاف
نصرالله استانکزی : وزیر عدلیه
محمد آصف رحیمی : وزیر زراعت و مالداری
شکریه بارکزۍ : وزیرامور زنان
فاطمه گیلانی : وزیر کار و امور اجتماعی شهدا و معلولین
وحید الله شهرانی : وزیر تجارت
گل آغا شیر زوی : وزیرمبارزه با مواد مخدر
محمد عمر زاخیل وال : وزیر مالیه
سید جمال ارسلا : وزیر مخابرات
حاجی محمد محقق : وزیر ترانسپورت و هوانوردی (مشهور جنګسالار او د کورنۍ جګړې یوه وحشتناکه او افغان ضد څېره)
عزیز احمد ندیم : وزیر اقتصاد
نجیب الله مجددی : وزیر صحت عامه
ملا تره خیل کوچی : وزیر سرحدات و قبایل
محمد صدیق چکری : وزیر حج و اوقاف (د شمالي ټلوالې سړی چې پارلمان یو ځلې د وزير په توګه نه دی منلی)
انجنیر ابراهیم فراهی : وزیر انکشاف شهری
سید هاشم فولاد : وزیر فوا ید عامه
سید منصور نادری : وزیر معدن و صنایع (د اسماعيلي شيعه ګانو د یوې ډلې مشر او جنګسالار)
نادرخان کټوازی : وزیر عودت مهاجرین
جنرال حسام الدین حسام: رییس ادره امور
عبدالستار سیاف : وزیر پارلمانی (د جهادي رهبر او د کورنۍ جګړې د لوبغاړي استاد سياف زوی)
اسماعیل خان : رییس ارگانهای محلی (د هرات پخوانی والي، د اوبو او برېښنا پخوانی وزير او د هېواد په تاريخ کې تر ټول بې کفايته وزير او چارواکی)
فضل احمد معنوی : رییس ستره محکمه (دا څنګه امکان لري چې برحاله قاضي القضات دې له دندې ګوښه کړل شي. کېدای شي چا چې دا ليست جوړ کړی دی د افغانستان قانون یې نه دی لوستی او لکه د پيټر ګالبريټ سوچونه کوي).
احمد شکیب بخشی : رییس بانک ملی (دا مهال خان افضل هډه وال د ملي بانک مشر دی)
امرالله صالح : رییس عمومی امنیت
حوا علم نورستانی : رییس عمومی سره میاشت
الحاج داکتر محمد سلیم بهره مند: سکرتر جنرال سره میاشت
داکتر عبید الله عبید : شاروال کابل
عمر داودزی : رییس دفتر ریاست جمهور
وحید عمر :سخنگوی ریاست جمهوری
منیر منگل : والی قندهار
گل پادشاه خان : والی پنجشیر
حاجی دین محمد : والی ننگرهار (پخوا هم د ننګرهار والي و چې په تګ یې ننګرهار ګل ګلزار شو خو چې په بيا راتګ به ترې بېرته څه جوړ کړي!)
عبدالغنی کاظمی : والی بلخ
اسد الله خالد : والی هرات
زلمی مجددی : والی کندز

