د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتوحيداوشرک په اړه يوسوال په لسوډولونوسره

عصمت الله عزام 09.11.2009 11:31

الحمدلله وحده والصلاة علی من لانبې بعده
امابعد:

بسم الله الرحمٰن الرحيم

دحاجتونوپوره کوونکی څوک دی؟

ديوه سوال لس ډولونه

په اوسنی زمانه کې ډيرداسې وګړې شته چې په دې عقيده دې چې له الله پاک څخه پرته بلڅوک پيراوفقيرهم دانسان حاجات پوره کولی شي،موږداسې ډيرخلګ ليدلې دې چې هغوی ته کله څه تکليف وررسيږې نوسمدستې خپل پيرته اوازکوې :فلانی باباګړنديه راورسيږه ،ددې برعکس که موږقراٰن کريم ته کتنه وکړونوراته څرګنده به شې چې دمکې مشرکان داسې ووچې کله به هغوی ته څه تکليف ورسيدی نويوازې به يې الله تعالی ته اوازکوی هغوی په دې عقيده ووچې دمشکلاتوپه ختمولو وازې الله پاک قادردی خومتاسفانه چې ددې زمانې هغه خلګ چې ځانوته مسلمانان وايې دمکې ترمشرکانومخته ولاړل.

ددغوکسانوڅخه ددې کاردڅرنګوالي په اړه يوه پوښتنه په لس ډوله کوو،هيله منديوچي په غورسره ئې ولولې او مناسب ځواب ورته ووائې اوکيديشې ددوی داصلاح سبب وګرزې، بايدهرڅوک دځان خيرخواهې وکړې ځکه چې شرک داسې ګناه ده چې الله تعالی يې نه بخښې نورې ګناوې که هرڅومره وې دبخښلواميدترې شته ،اودشرک سره هيڅ عمل هم نه قبلوې.

دالله تعالی څخه پرته بلڅوک که حاجت پوره کولی شې،نودده اومحتاج ترمينځ دزرګونوکيلومترودواټن سره سره په ژونديادژوندڅخه وروسته په قبرکې دسائل اوازاوريدلی شي؟

که داومنوچې اوريدلی يې شي،نوسوال دادی چې ايادنړی په هره ژبه پوهيږې،دبيلګې په توګه پښتون په پښتوکې اوانګريزپه انګريزې کې ،جرمنې په جرمني کي ورته اوازکوې ؟

که داهم ومنوچې په هره ژبه داپيرصاحب پوهيږې ،نوپوښتنه داده چي په يوه شيبه کي په زرګونوخلګ د مختلفو سيمو څخه ورته اوازکوي، نودهغوټولوستونزې په دې شيبه کي اوريدلی شي اوورباندې پوهيدلی شي،که ددې لپاره د نمبر ضرورت پيښيږې؟

ايادې حاجت رواته کله خوب هم ورځي که تل ويښ وې،که خوب ورځي نوموږبايددځان سره داسي تقسيم اوقات ولروچي کله هغه ته خوب ورځي اوکله ويښ وي،ترڅوخپله ستونزه هغه په هغه وخت کې وړاندې کړوچې هغه ويښ وې ،که په خوب کي هم اوري؟

انسان دپيداکيدوڅخه بياترمرګه پورې دوړواولويوستونزوسره مخ کيږې،که داټولي الله تعالی حلولی شي نوبل چاته داوازکولو څه ضرورت دی؟اوکه ټولي بلڅوک حلوی شي نوبياالله تعالی ته داوازکولوڅه ضرورت دی؟

که يوکس خبري نشي کولی اوخپل حاجت په زړه کي دي پيرته پيش کړي،نودده دزړه فرياداوريدلی شي؟

که چيري بل څوک پيراوفقيرټول حاجتونه نشي پوره کولی، نوکيديشي چي دځينودپوره کولوپيټی الله تعالی پورته کړی وې،نوبياموږدداسي فهرست شتون ته اړتيالروچي په هغه کي داجوته شوي وي چي کوم حاجتونه الله تعالی اوکوم بلڅوک پوره کوي،ترڅوسائل خپل حاجت هغه چاته ووائي چي هغه ئي دپوره کولووس اوتوان لري؟

دالله تعالی پرته چي څوک مشکل حلوی شي اياهغه ئي راوستلی هم شي که دهغه دنده يوازي حلول دي،که يوازي حلول وي نودراوستلووالائي څوک دی؟

په پای کي نتيجه داراووزي چي الله جل جلاله دمشکلاتو راوستونکی اوغيرُالله ختموونکی دی نوکه بالفرض يو د مشکل  په راوستواوبل ئي په ختميدواصرارکوي، نوپه دواړوکې به کوم يوخپله پريکړه بيرته اخلې؟

که ديوه نيک ياګناهګارسړې جنازه وې نودبخښنې لپاره ئې بايدچاته اوازوکړل شې ،الله تعالی ته که بل پير
اوفقيرته ؟