د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سړک د ډیزاین څلورمه برخه

انجنیر سیف الله - سيول انجنيري بلوګ 09.11.2009 08:34

څلورمه برخه

دسړك دبستر خاوره (Sub grade soil )

--------------------------------------------------------

لیکنه د محترم انجنیر سیف الله

-----------------------------------------------------------------------------------

 

          دسرك دلاندنۍ برخې خاوره دسرك جوړونې په چاروكې خورازياته مهمه ده ځكه چې دادسرك اساس اوتهداب دي . دغه طبقه دسرك ټول وزن  زغمي بناءً دوزن او اقليمي شرايطو په مقابل كې بايد پوره مقاومت ولري . ددې طبقې خاوره بايد مخكې دسرك له جوړولو څخه تپك كاري شي ، دسرك دجوړونې څخه دمخه بايد دمسيرپه طول كې دبستردخاورې مقاومت په دقيق ډول مطالعه شي بغير له دې شايد راتلونكې كې زيات مشكلات ولري.

          خاوره په څلورو ګروپونو جغل Gravel  ، ريګ  Sand ، سلټ Silt  او كلې  Clay تقسيم شويده . دخاورې خواص په  Surface texture ، كيمياوي تركيب    Chemical composition

شكل Shape  او دذراتوپه اندازه Size   پورې اړه لري.

          په سرك جوړونه كې دلاندنۍ طبقې خاوره بايدلاندې خواص ولري:

  1. دمختلفواقليمي شرايطوپه مقابل كې مقاومت ولري اومستحكمه پاتې شي.

  2. دايمي مقاومت ولري .

  3. فشارنه قبلوونكې وي   (incompressible )

  4. ددانودتقسيماتو او ښه سايزلرونكې وي.

  5. په آسانۍ سره دتپك كولوقابليت ولري.

دخاورې لاندې خواص بايد ترمطالعې لاندې ونيول شي:

-   دخاورې درجه بندي  Gradation               

-   دخاورې رطوبت   Water Content            

-   دآبدارۍ حدود    Consistency Limits        

-   دخاورې كثافت   Unit weight or Density

دخاورې ددانو داندازې تحليل   (Grain Size Analysis)

         دخاورې تركيب دمختلفو سايزونو لرونكې وي چې دميخانيكي تحليل په واسطه كولاي شو هغه تحليل كړو. نسبتاً لوېې دانې دغلبيل په واسطه  اوكوچنۍ دانې درسوب  Sedimentation

Analysis په واسطه كولاي شو تحليل كړو چې درسوب تحليل په دوه طريقو اجراكيږي يودهايدرامتر په واسطه اوبل د Pipette Method   په واسطه.

دنرمۍ درجه اويا دخاورې دآبدارۍ حالت   (Soil Consistency )

         دخاورې خواص نظرداوبوفيصدي ته تغيركوي . داوبو فيصدي چې خاوره ديوحالت څخه بل حالت ته اړوي دخاورې دآبدارۍ دحدودو يا دخاورې دنرمۍ په واسطه تشريح كيږي مګر دخاورې د آبداري دحدودوفيصدي په لابراتواركې داتربرګ لمتس  Atterberg Limits   دآزمايش په واسطه صورت نيسي .

         داوبوزيات مقداردذراتوترمنځ دسريښيدنې دكموالي باعث ګرځي له همدې كبله دي چې په دې حالت كې خاوره دمايع په شكل په آسانۍ سره حركت كوي هرڅومره چې داوبومقداركميږي په همغه اندازه دذراتوترمنځ سريښيدنه زياتيږي اوسرعت ېې كميږي . داوبودفيصدي په تغيرسره كو لاي شو چې خاوره دمايع ، نيمه جامد اوجامدپه شكلونوواړوو. دغه خاصيت يواځې دكلې يا سريښ لرونكې خاورې لپاره داهميت وړدي او سلټ او ريګ بيدون دسريښ   No cohesive  څخه دي.

         دخاورې دآبدارۍ حالت داخلي اصطكاك او مقاومت د جريان په مقابل كې تشريح كوي او يا په بل عبارت دخاورې دسيلان  Flow   حالت تعينوي . كه دخاورې يوه نمونه په نظركې ونيسو چې  خميرماننده حالت ته ورسيږي چې دآبدارۍ په يومعين مقدارسره دمايع دحد په نوم  Liquid Limit په نوم ياديږي وروسته له دې دوچيدوپه صورت كې دپلاستيك حالت  Plastic stat  ته انتقاليږي چې دمايع په شكل جريان نشي كولي. پلاستيك دمادې هغه حالت ته ويل كيږي چې دفشارپه تطبيق سره په هغه كې دايمي تغيرشكل رامنځ ته شي. دپلاستيك په حالت كې كولي شو چې چې بيدون  ددرزد توليدڅخه خاورې ته شكل وركړو چې داحالت صرف دكلې لپاره امكان لري دهغې سبب دخاورې دمجاورودانوترمنځ داوبودنازكې پردې موجوديت دي چې دشكل نيونې امكان خاورې ته وركوي .

         دخاورې په نورې وچيدنې سره خاوره دپلاستيك حالت له لاسه وركوي ،په نمونه كې درزونه  

پيداكيږي چې دپلاستيك دحد (Plastic Limit)  په نوم ياديږي چې وروسته خاوره نيمه جامدحالت نيسي اودشكل نيونې وړتياله لاسه وركوي .

         كه دوچيدنې پروسه نوره هم دوام پيداكړي خاوره دجامدحالت Solid State  ته رسيږي چې له دې حالت څخه وروسته دكتلې حجم يا داوبوكمول هم ثابت پاتې كيږي اودهغه درنګ دتياره والي څخه هم كميږي چې داحالت دانقباض دحد  Shrinkage Limit   په نوم ياديږي .

دخاورې دآبدارۍ حدودنظردحالت تغيرته دلاندې دريو آزموينوپه واسطه اجراكيږي :

  1. دمايع حد دآبدارۍ دفيصدي مقدار                  Liquid Limit

  2. دپلاستيك حد دآبدارۍ دفيصدي مقدار    Plastic Limit

  3. دانقباض حد دآبدارۍ دفيصدي مقدار     Shrinkage Limit

دخاورې دآبدارۍ دغه حدود په لاندې شكل كې واضح شويدي:

                      Moisture Content Increasing                       

 solid              semi solid                 plastic                liquid

               shrinkage limit                 plastic limit                liquid limt       

دخاورې دنرمۍ اودآبدارۍ دحدودودمفكورې څخه دخاورې په پيژندنې اوصنف بندۍ كې استفاده كيږي . دمايع حالت اوپلاستيك حالت داوبودفيصدي ترمنځ فرق د  Plasticity Index په نوم ياديږي اود PI په حروفوښودل كيږي.    PI= LL-PL      PI لاندې مفهوم ارايه كوي:

  1. په خاوره كې دكلې دمجوديت څخه نماينده ګې كوي  د PI لوړقيمت دكلې زيات مقدارښيي
  2. بيدون دحجم دتغير څخه دشكل نيونې قابليت ښيي.
  3. دصنف بندۍ لپاره معلومات ارايه كوي

په پورته معادله كې كه چيرې  PL  مساوي يا لوي له  LL  څخه شي د PI قيمت صفر كيږي او خاوره

بيدون له پلاستيكه  Non Plastic  شميرل كيږي .

دصنف بندۍ دوه طريقې د PI او اتربرګ لمتس په اساس په لاندې جدول كې ښودل شويدي:

Cohesiveness

دخاورې نوع

دخاورې خواص

Plasticity Index

Non Cohesive

Sand

Non Plastic

0

Partly Cohesive

Silt

Low Plastic

<2

Cohesive

Silty Clay

Medium Plastic

2-17

Cohesive

Clay

High Plastic

>17

 هغه آزموينې چې دخاورې لپاره ډيرې مهمې دي په لاندې ډول دي چې هره يوه به ېې په تفصيل سره تشريح شي:

دخاورودكثافت اورطوبت ترمنځ داړيكو دمعلومولو ازموينه
د California Bearing Ratio   ازموينه
دپلاستيك حد دمعلومولو ازموينه
دمايع حد دمعلولو ازموينه
دانقباض حددمعلومولو ازموينه

د سړک د ډيزاين په اړه نورې ليکنې د سيول انجنيرۍ په بلوګ کې ولولﺉ.