د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پروسس شویو خوړو اړیکه د ژور خپګان یا افسردګي (Depression) سره

فضل محمود فضلي 07.11.2009 01:15
ژباړه: فضل فضلي
سرچینه: British Journal of Psyciatry
د خپریدو نیټه: د نومبر ۲مه ۲۰۰۹

 

د پروسس شویو خوړو اړیکه د ژور خپګان یا افسردګي (Depression) سره

د څیړنو پر بنسټ هغه خواړه چی پکې پروسس شوي خواړه زیاته وي، د ډپرشن خطر زیاتوي. د University College London څیړونکي ډله موندلی چی، هغه وګړي چی ډیر سابه، میوی او کبان خوری، پدوی کې د ډپرشن خطر لږ وي.

British Journal of Psychiatry راپور ورکوي چی دغه څیړنه د منځني عمر لرونکي۳۵۰۰دولتي کارکوونکو د ورځني خوړو د څرنګوالي پر بنسټ ترسره شوی. په دوی کې د ډپرشن مطالعه وروسته له پنځو کلونو څخه ترسره شوه. څیړونکي ډله وايي چی د ډپرشن او غذا تر منخ د اړیکی دا ډول مطالعه د لومړي ځل لپاره په بریتانيي کې تر غور لاندی نیول شوی.

تر څیړنی لاندی کسان د خوړو د بڼی پر بنسټ په دوو ډلو وویشل شول: لومړی هغه ډله چی تر ډیره تازه طبعي خوړو څخه استفاده کوله لکه په ډیره پیمانه میوی، سابه او کبان، او دویمه ډله هغه وه چی تر ډیره د پروسس شویو غذاګانو څخه استفاده کوله لکه چاکلیټ، سره کړي خواړه، پروسس شوي غوښی، د شیدو هغه محصولات چی د غوړو کچه پکې لوړه وي او ځینی نور. په څیړنه کې د وګړو جنس، عمر، د پوهی کچه، ورځني فزیکي تمرینات، د تنباکو استعمال او مزمنی ناروغی په پام کې نیول شوي وی او داسی وموندل شو چی بیلابیلی غذاګانی د ډپرشن په منځته راتګ کې د پام وړ رول لري.

په هغه ډله کې چی تر ډیره تازه او طبعي خوړو څخه استفاده کوله د هغی ډلی په پرتله چی تر ډیره  پروسس شوي خواړه ددوی ورځنی غذا جوړوله د ډپرشن پیښی په سلو کې ۲۶ لږ دي.

خو په هغه ډله  کې چی په ډیره پیمانه پروسس شوي خوړو څخه استفاده کوله د هغو کسانو په پرتله چی ډیر لږ پروسس شوي غذا کاروه، د ډپرشن خطر په سلو کې د ۵۸ څخه ډیر و.

مدیترانيي غذاګانی

سره ددی چی څیړونکي پدی نه پوهیږی چی آیا په هغو خلکو کې چی تر ډیره پروسس شوي خواړه کاروي له پخوا څخه د ډپرشن په ناروغی اخته و که نه او ځینی استدلال کوي چی په ډپرشن اخته وګړي بی له هغی هم خرابه غذا خوري چی دا کار څیړنه د چلنج سره مخامخ کوي، خو د څیړنی کارونکي ډله وايي چی د څیړنی نه مخکې پدی خلکو کې د ډپرشن نښی نه وی.

د څیړنی یو غړی ډاکټر Archana Singh-Manoux وايي:” د څیړنی موندنی کیدای شي د بیلابیلو وګړو د ژوند د سطحی پوری هم اړه ولري چی له بده مرغه په دی څیړنه کې د تر مطالعی لاندی وګړو د ژوند سطحه په پام کې نده نیول شوی. یوه بله څیړنه ښیی چی د مدیترانیی خوړو او د ډپرشن د خطر د کموالي تر منځ اړیکه په ګوته کوي خو ستونزه پدی کې ده چی که چیری یو کس په برتانیی کې ژوند کوي ددی امکان ډیر لږ دی چی د مدیترانیی خوړو څخه استفاده وکړي. نو ځکه مونږ دغه څیړنه په بله بڼه ترسره کړه ، پدی ډول چی په ټولیزه توګه د غذا او رواني روغتیا ترمنځ اړیکه وڅیړل شوه”.

په برتانیی کې د رواني روغتیا د بنسټ (Mental Health Foundation) مشر ډاکټر Andrew McCulloch وايي: “دا ډول د پام وړ لویی څیړنی خورا زیات ارزښت لري چی مونږ ته ددی وړتیا وربخښي تر څو د رواني ناروغیو په هکله خپل مالومات زیات کړو. زما په اند زمونږ خواړه ورځ په ورځ غیر صحي کيږي. د برتانيي ډیری وګړي ډیر لږ تازه محصولات خوري پداسی حال کې چی دوی په ډیره پیمانه غوړ او خواږه قندي مواد کاروي.”

ډاکټر McCulloch په پای کې وايي: “مونږ په ځانګړي توګه د هغو وګړو په اړه اندیښمن یو چی تازه خوړو ته لاس رسی نلري او په هغو سیمو کې ژوند کوي چی په رستورانونو کې يي پروسس شوي خواړه په ډیره پیمانه خلکو ته وړاندی کیږي.”