د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسپرین یواځی او یواځی د زړه او رګونو د ناروغانو لپاره

فضل محمود فضلي 04.11.2009 22:33

ژباړه: فضل فضلي

سرچینه: The Drugs & Therapeutic Bulletin

د خپریدو نيټه: د نومبر ۳ مه ۲۰۰۹

 

اسپرین یواځی او یواځی د زړه او رګونو د ناروغانو لپاره

کارپوهان وايي چی د اسپرینو (Aspirin) استعمال د زړه د حملی او د دماغي فلج د مخنیوي لپاره په هغو خلکو کې چی د زړه او رګونو ناروغی ونلري باید و نه کارول شي.

د The Drugs & Therapeutic Bulletin (DTB) څیړنی ښيي چی اسپرین کولای شي د شدیدی داخلي خونریزی لامل وګرځي او د زړه او رګونو د ناروغیو څخه مخنیوی نشي کولی.

دا څیړنی سپارښتنه کوي چی ډاکټران باید خپل ټول هغه ناروغان چی د زړه د ناروغی د مخنیوي په موخه اسپرین کاروي له سره وګوري او پدی ناروغانو کې د اسپرینو په استعمال له سره غور وکړي.

په بریتانیه کې د کورني ډاکټرانو اداره (Royal College of General Practitioners) د DTB ددغو سپارښتنو هرکلی کړی.

ټیټ ډوز اسپرین په هغو وګړو کې چی مخکې د زړه په ناروغیو او دماغي فلج اخته شوي وي، په پراخه پیمانه د دغو ناروغیو د بیرته راتګ د مخنیوي په موخه ورکول کیږي. دا تګلاره د دویمي مخنیوي یا Secondary prevention په نامه یادیږي او ددی تګلاری ګټی څرګندی دي. خو داسی اټکل کیږي چی په بریتانیی او د نړی په نوروهیوادونو کې په زرګونو داسی وګړي شته چی اسپرین اخلي پداسی حال کې چی دا وګړي د زړه د ناروغیو هیڅ رازنښی نلري.

DTB وايي چی د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونو په منځ کې څلور بیلابیلی څیړنی خپری شوی چی پدی څیړنو کې د زړه او رګونو د ناروغیو د اولي مخنیوي(Primary prevention) لپاره په هغو کسانو کې چی ددی ناروغیو هیڅ ډول نښی نلری، د اسپرینو د ورکړی سپارښتنه شوی وه.  پدی ډله وګړو کې د شکری ناروغان او ټول هغه خلک چی د ۵۰ کلنی څخه زیات عمر درلودل، شامل و.

خو DTB وايي چی د شپږو څیړنو یو وروستی ګډ راپور چی په Lancet مجله کې خپور شوی او په ټولیزه توګه ۹۵۰۰۰ ناروغان پکې شامل و، د اسپرینو د روتین استعمال په ضد سپارښتنه کوي ځکه چی په معده او کولمو کې د داخلي خونریزی خطر زیاتوي او پدی ډول د مړینی د خطر په کمولو کې د پام وړ اغیز نلري.

د DTB اډیټر ډاکټر Ike Ikeanacho وايي: “اوسني شواهد دا ښیي چی په هغو وګړو کې چی مخکې د مخکې نه د زړه ناروغی ونلري، د اسپرینو استعمال ددی پر ځای چی ګټه ورسوي، زیان رسوي حتی په هغو ناروغانو کې هم چی د وینی دفشارلوړوالی او د شکری ناروغی ولري، د اسپرینو کارول کومه ګټه نلري.

د بریتانيی د کورني ډاکټرانو د اداری مشر پروفیسر Steve Field وايي چی    DTB روغتیايي کارکوونکو لپاره  یوه باارزښته او ناپییلی سرچینه ده. پروفیسر Steve Field وايي: “دغو شواهدو ته په کتو سره د اسپرینو په اړه د DTB وروستی سپارښتنه یوه پرځایه لارښوونه ده. زمونږ اداره به د DTB د وروستيو سپارښتنو څخه ملاتړ وکړي او د اسپرینو په هکله د شته لایحو په هکله به بیا د سره کتنه وکړي او دغه راز ټول هغه ناروغان به چی اوس اسپرین اخلي، د سره ارزیابي او وڅیړي چی آیا رښتیا هم دوی اسپرینو ته اړتیا لري که یه؟.”

په British Heart Foundation کې مشره نرسه June Davison وايي: “چی دا ښکاره خبره ده چی اسپرین په هغو کسانو کې چی د زړه او رګونو ناروغی لري، د زړه د ټکان او فلج څخه مخنیوي کوي، نو پدی بنسټ د ناروغانو دا ډله باید د اسپرینو استعمال ته ادامه ورکړي. خو په هغو خلکو کې چی د زړه او رګونو ناروغی نلري د اسپرینو له امله د داخلي خونریزی خطر د اسپرینو د ګټو په پرتله ډیره ده. نو زمونږ لارښوونه و خلکو ته داده، تر هغی چی دوی د خپل ډاکټر سره سلا مشوره نه وي کړي، د اسپرینو د اخیستو څخه ډډه وکړي.”

د زړه د ناروغیو د مخنیوي غوره لاره د تنباکو د څکولو څخه ډډه کول، په خوړو کې د حیواني غوړ نه کارول، د میوو او سبو خوراک او د منظمو فزیکي تمریناتو ترسره کول دي.