د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ليکوالان او ژورنالستان راخوشې شول

ټول افغان 04.11.2009 14:58

د ولسي جرګې رییس محمد يونس قانوني

د هغه افغان روڼ اندو، ژورنالستانو ، لیکوالواو ټولنيزو څېرو ډله چې د تېرې دوشنبې په مازيګر 3:45 دقيقې  د ولسې جرګې د رييس محمد يونس قانوني د ځانګړو ساتونکو لخوا په دې پلمه تر وسله وال بريد لاندې راغلل ، چې ولې د نوموړي ښاغلي"قانوني" د کور د مخې له سړک څخه له موټر سره (دافغانستان د نامتو ديني عالم مولوي محمد یعقوب حسن قريشی د لمسي د فاتحې له اخستلو څخه وروسته ) تېرېږي، تېر ماښام تر دوه ورځو او يوې شپې بند او پوښتنو ګروېږنو وروسته راخوشې کړی شول.

د رسنيو د راپورونو له مخې دقانوني د ساتونکو لخوا ، چې مشري يې د قانوني ورور حاجی ابراهيم  کوله په فزيکي او غير اخلاقي ژبه ټپي شوي او ربړول شوي افغان ليکوالو او ژورنالستانو کې د افغان مېډيا نړېوالې"امن" afghan media international رييس صديق منصور انصاري ، د  افغان کمپيوټر پوهانو ټولنې مرستيال او د افغانستان د اړيکتيايي او معلوماتي تکنالوجۍ د ټولنو د اتحاديي رييس عمرمنصور انصاري، د پرليکه پوهنغونډ(دايرة المعارف) يا وېکپېډيا چلوونکی او د افغانستان د بلاګرانو د ملي ټولنې مشر عثمان منصور انصاري ، په  افغانستان کې د اروپايي پارليمان د مرکزي دفتر کارمند احمد مريد مرادي او افغان سوداګر او دای ایم ډي ساختماني شرکت رييس حميدالله محمدزی شامل دي.

د سرچينو په حواله د قانوني ساتونکو لخوا په دې بشري او  انسان ضد کړنو کې د پوليسو ځانګړې برېښنايي ډنډې ، د کلاشینکوفونو کونداغونه او د اوسپنې ډنډې په ډېره ظالمانه او کرغېړنه توګه په خلاص مټ کارول شوي او نوموړو افغان ژورنالستانو او ليکوالو ته يې ژور ټپونه ور اړولي دي، چې دوه تنه هر يو صديق منصور  او حميد  الله محمدزی د ژورو ټپونو له لامله د علي  اباد په روغتون کې بستري شول.

د ټول افغان ادارې کوښښ وکړ، چې د نوموړې پېښې په اړه د ولسي جرګې د رييس او يا وياند څخه نور جزيات وپوښتي مګر قانوني د حاضرېدو او وياند په دې اړه د څه ويلو جرئت ونه کړ.

همدارنګه د يوولسم سمت امنيتي آمر مل پاسوال فاروق حساس او د هغه مرستيال د پېښې په اړه له هر ډول معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د يوولسم سمت امنيتي آمريت د جنايي څانګې د يو تن کارمند په حواله چې په دې پېښه کې د ولسي جرګې د رييس (قانوني) د تره زوی ، موټر چلوونکی او دوه ساتونکي د ليکوالو لخوا په دفاعي ځواب کې ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده ، چې په لومړي پړاو کې د ځينو  مشرانو او لوړ پوړو چارواکو په ځواب کې نوموړي افغان ليکوال او ژورنالستان ((لوچک و اشوبګران)) ياد کړي او د خپلو ساتونکو غير انساني او ظالمانه اعمالو يې ننګه کړې او د نوموړو د جرئت  ستاينه يې کړې وه ، مګر کله چې دنوموړي د خسر مولوي جليلي کامه وال او د کاپيسا پخوانی والي او د ډاکټر عبدالله د تېر ټاکنيز کمپاين عمومي رييس عبدالستارمراد لخوا د نوموړو ليکوالو او ژورنالستانو په اړه اړوند معلومات او سپيناوی واورېد نو بيا يې د خپلو ساتونکو په وحشيانه او  انسان ضد کړنو ژوره پښېماني وښوده مګر تر دې دمه د نوموړي د دفتر لخوا د پېښې په اړه کومه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره شوې.

د ټول افغان  اداره د افغان ليکوالو او ژورنالستانو سره دولسې جرګې د رييس ښاغلي يونس قانوني د ساتونکو دغه ناروا او ظالمانه عمل په سختو ټکو غندي او له اړوندو ارګانونو څخه غواړي ، چې د وينا د ازادۍ او د ټولنې د ريښتينو استازو  له مريو څخه د داسې وينه زبېښونکو ټوپکيانو لاسونه لنډ او په سخته سزا ورسوي.

همدارنګه مونږ له نوموړو ژورنالستانو سره په دې دردوونکي پېښه کې ځان شریک بولو او ددې ډول جابر او ظالم ټوپکوالو پر وړاندې يې د همداسې سينه سپر درېدا هيله لرو، او د نوموړو ټپيانو د روغې سټې په هيله د دعا لاسونه پورته کوو.

بشپړ او زړه دردونکی راپور دلته لوستلی شئ