له مخ نه تورې ټاپې څنګه ورکولی شو؟
03.11.2009 10:33له مخ نه تورې ټاپې یانې توسیري یا کولازما څنګه ورکولی شو؟
پر مخ، پزه او یا تندي باندې خورمایي او یا تور بخنې ټاپې چې د حمل ضد درملو د کارولو او یا د حاملګۍ په وخت کې د هارمونیکو تغیراتو له کبله پیداکېږي د میلازما یا کولازما په نامه یادېږي چې پښتو کې ورته توسیري وایي.
په ټوله کې دغه خاپونه د مخ په هغو برخو کې چې د لمر وړانګو ته لوڅې وي پیداکېږي چې د حمل ضد درملو په پرېښودلو او یا د حمل وضع کولو سره د څو اونیو تر څو میاشتو په موده کې په خپله له منځه ځي چې د نوموړو دواګانو په بیا شروع کولو او یا د بیا حامله کېدو سره دوباره پیداکېږي اما په ځینو ښځو کې د پورتنیو لاملونو په نشتوالي کې هم پیداکېدای شي.
لاملونه:
۱- میلازما یا کولازما د پوستکي یوه عامه روغتیایي ستونزه ده چې ځوانو ښځو او حتی نارینه ووته هم پیداکېدای شي.
۲- میلازما یا کولازما په ټوله کې د زنانه جنسي هارمونونو (اسټروجن او پروجسټیرون) سره تړاو لري ځکه نو په حامله میندو او هغو ښځو کې چې د حمل ضد درمل کاروي پیداکېږي.
۳- د لمر وړانګو ته دوامداره مواجه کېدو له وجې هم پیداکېږي.
۴- د توسیري پیداکېدل ارثي منشا هم لري.
۵- داسې انګېرل کېږي چې د ماورا بنفش دواړه وړانګې اې او بي ددې ستونزې سبب کېدای شي.
۶- کېدای شي د میاشتنی عادت نه راتلل او د جنسي هارمونونو عدم توازن یې سبب شي.
۷- د ځینو درملو د استعمال له کبله هم پیداکېږي لکه د مرګي ضد دوا چې فنیټوین نومېږي.
۸- ځینی نارینه چې د ښکلا له پاره پر مخ باندې کېمیاوي مواد کاروي هم په ورته ستونزه اخته کېدای شي.
۹- د ویټامینونو کمښت په ځانګړی ډول د فولیک اسید کموالی یې هم سبب دی.
درملنه: توسیري د حمل وضع کېدو او د حمل ضد درملو د توقف سره په خپله له منځه ځي، کچېرې داسې ونه شول نو ډاکټر به داسې لارښوونه وکړي.
۱- کوښښ وکړﺉ چې د لمر له وړانګو نه ځان وساتیء.
۲- د لمر د وړانګو د مخنیوي په منظور دسهار له خوا د سن سکرین په نامه کریم و کاروﺉ.
۳- د هر ډول او ډیر صابون او شامپو کارولو نه ډډه وکړﺉ.
۲- دشپې له طرفه د هایدروکوینین لرونکی بلیچ استعمال کړﺉ.
۳- سبزي، میوې او ویټامین اې او فولیک اسید ډیر و خورﺉ.
که نوموړي کارونو سره ښه والی رانه شي نو دشپې له طرفه ډیکسامیټازون یا بېتا مېتازون کریم استعمال کړﺉ.
او که بیا هم داغونه پاتې وي نو په ځانګړو مرکزونو کې د ماهرو ډاکټرانو پواسطه د لېزر په مرسته داغونه لرې کړﺉ.
اخستنځي:
http://www.hpathy.com/diseases/chloasma-melasma-symptoms-treatment-cure.asp
http://www.amazingpregnancy.com/pregnancy-articles/282.html
ستاسو د روغتیا په هیله.