د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام او علوم

د عثمان منصور انصاري له بلوګه 03.11.2009 09:30

د عثمان منصور انصاري له بلوګ  (فسلفه او نړيوال اديان) څخه

د اسلام سپېڅلى دين د علم او معرفت دين دى او بنسټ يې په علم اتكاء لري او د علم له تكامل سره خوا په خوا په موازي ډول سره يې حقايق توضيح كېږي، نو ساينسي تحقيقات وخت په وخت د قرآن مجيد له  معجز كلام سره موافق حركت كوي. كله چې لومړنۍ وحيې د علق په مبارك سورت كې راغله، نو جبرائيل(ع) حضرت محمد(ص) ته وويل: (ولوله، ستا پروردګار هغه ذات دى چې انسان ته يې علم د قلم په واسطه ښودلى دى).

د علم د اهميت او فضيلت په برخه كې د قرآن مجيد د مجادلې په سورت كې څرګندونه شوې ده چې (لوى خداى د هغه چا درجه لوړه كړې ده چې ايمان يې راوړى او علم يې زده كړى دى.) له دې كبله په حديث شريف كې ويل شوي: ((العلماء ورثه الانبياء)) علما د پيغمبرانو وارثان دي. په دې ډول ډېرې څرګندې ويناوې په قرآن عظيم او نبوي احاديثو كې موجودې دي، له دې امله د علم زده كړه په هر مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې فرض ده، لكه په حديث شريف كې چې ويل شوي دي: ((طلب العلم فريضه على كل مسلم و مسلمة)) د علم كلمه چې په حديث شريف كې مطلق بيان شوې ده، نو د فقهي اصولو له مخې مطلق په عام ډول سره په ټولو علومو دلالت كوي، چې د عقايدو علم د اوليت مقام لري او نور علوم د ټولنيزو اړتياوو له مخې ښايي چې له ضرورت سره سم زده كړل شي.

د اسلام له نظره د علم زده كړه په ټول ژوندانه كې په كار ده، لكه چې په حديث شريف كې ويل شوي، ((اطلب العلم من المهد الى اللحد)). د علم په زده كړه پسې له زانګو څخه تر لحده (مرګه) پورې هڅې وكړئ.)

د علم زده كړه چې په هر ځاى كې ممكنه وي، ښايي سفر ورپسې وشي، لكه په حديث شريف كې چې ويل شوي دي: ((اطلب العلم ولو بالصين). علم زده كړئ كه څه هم په چين كې وي. سربېره په دې د اسلام مبين دين لارښوونه كوي چې غيرناطق حيواناتو ته دې هم روزنه، ښوونه وركړل شي، لكه د مائدې د مبارك سورت په څلورم ايت كې يې چې څرګندونه شوې ده: (اې مومنانو! تاسې نورو ساكښو (غيرناطقو حيواناتو او مرغانو) ته ښوونه او روزنه وركړئ، په هغه ډول سره چې الله تاسې ته ښودلې ده. نو تاسې د هغه ښكار غوښه وخورئ چې تعليم يافته ساكښو تاسې ته ښكار كړى نيولى وي. خو تاسې د الله نوم په ښكاري ساكښ، ښكار ته د لېږلو پر وخت يادوئ. نو كله چې د تعليم په بركت د سپي د خولې د ښكار غوښې خوړل روا دي، نو انسان كله له داسې نعمت څخه بې برخې كېدلى شي. خصوصاً ميندې چې د اولاد پالنې، روزنې او ښوونې دنده پر غاړه لري، او په فطري لحاظ له تولد څخه له اولاد سره ملګرى وي، په تعليم كې د وړومبي والي حق لري، نو كه مور عالمه نه وي، نو د اولاد د پوهې بنسټ به څرنګه پياوړي شي.

مسلمانانو د تاريخ په اوږدو كې ډېر علمي اكتشافات، بربندونې سرته رسولي دي، لكه په حساب، رياضي او الجبر كې يې چې اصول او قواعد وضعه كړي دي او د جبر او مقابلې علم ته يې وده وركړې ده. د الجبر كلمه چې عربي ده، د علم د سختوالي له امله په جبر سره نومول شوې ده، نو حضرت علي(رض) د الجبر په علم كې په خپل وخت كې د استاذ كل مقام درلود، لكه (جورج ريوا) چې ليكلي دي، اروپايانو له مسلمانانو څخه د شمېر په څلورګونو اعمالو كې پوره ګټه اخېستې ده. همدغه راز مشهور ختيځ پېژندونكي (بارون كارل دوو) ويلي دي چې د ارقامو او اعدادو ترسيم غربيانو له مسلمانانو څخه زده كړى او سطحي او كروي مثلثات له يونانيانو څخه دمخه مسلمانانو پېژندلى دى.

د المان مشهور رياضي پوه (ويلهم شوايزر) د خپل كتاب مثلثاتو په تاريخچه كې ليكلي: په څلورمه ميلادي پېړۍ كې مسلمانانو د رياضي او الجبر لپاره نوي اصول او قوانين وټاكل، لكه (ابونصر فارابي) چې د رياضي د قضيو د اثباتو لپاره يې امتحاني اصول وټاكل او (خواجه نصير الدين طوسي) فقهي او معروف فيلسوف د لومړي ځل لپاره مثلثات د مستقل علم په توګه ترتيب كړل او (ابوريحان البيروني) د مثلثاتو څلورګوني اصول كشف كړل. (د نوردانش كليزه، ۱۳۴۱).

همدغه راز ګوستاولبون فرانسوي په خپل تاليف (تمدن اسلام او عرب) كې ليكلي، اسلامي پوهانو د فلزاتو او نباتاتو په تركيب، تحويل او تطور كې ډېر تجارب سرته رسولي دي چې هغه وخت پرې يونانيان هډو نه پوهېدل، لكه سلطاني تيزاب، فاروقي تيزاب، الكل، د ګوګړو جوهر او داسې نور. همدغه راز د مسلمانانو د لابراتوارونو په بركت (۱۰۰۰) كاله دمخه (لاوازيه) وكولى شول چې د كيميا علم ته نوې بڼه وركړي. په اسلامي كيميا پوهانو كې (جابر بن حيان) د لومړي وار لپاره د ګاز خواص او خصوصيات مونده كړل او ويې ويل كه چېرې ګازونه له اجسامو سره ګډ او تركيب شي، خپل اصلي شكل بايلي او خواص يې تغير كوي، د نوموړي په تصنيفاتو كې ځينې تركيبات په ابتكاري ډول توضيح شوي دي. لكه قليات، د تيزابو جوهر، نوشادر، جيوه او داسې نور... همدغه راز د نوموړي په تركيباتو كې د جهنم د تيږي په نامه يو متبلور تركيب موجود و، چې په اوبو كې د حل وړ و، او د عفونت پر ضد ترې د درملو په څېر ګټه اخېستل كېده. همدغه راز هغه د لومړي وار لپاره يو سلسله كيمياوي عمليات سر ته رسولي دي، لكه تقطير، تبخير، تبلور، انحلال، تجزيه، تركيب او داسې نور.

(جرجي زيدان) ليكلي: اسلامي كيمياپوهانو ګڼ كيمياوي تركيبات كشف كړي دي، لكه اسيدسولفوريك، اسيد نترو، هايډروكلوريډ، نترات، پوټاس، د نوشادرو جوهر، كلوريك سلفوريك، د طرطر مالګه زاج، الكل، قليات، زرنيخ، بوريك او داسې نور.

مشهور مورخ (اډوارډ) ليكلي، چې د عباسي خليفه ګانو په وخت كې كيميا په زړه پورې ترقي كړې وه، نو مسلمانانو به له سوديم، كاربن كلورايډ، امونيم او مركيوريك سلفيډ څخه په زړه پورې ګټه پورته كوله. يوه فرانسوي فزيك پوه ليكلي چې (ابن هشيم) او خازن د فزيك د مناظرو په علم كې پوره مهارت درلود او په معقره عدسيه كې يې د مستقيمې او منكسرې شعاع د انعكاس ګڼ تجارب سرته رسولي دي، په دې توګه مسلمانانو په علومو كې پوره تحقيقات سرته رسولي او كتابونه يې ليكلي وو، له بده مرغه كله چې چنګيز په بغداد كې د بيت الحكمه كتابتون وسيزه او ايرې يې سيند ته وغورځولې نو اوبه خړې شوې. په نوموړي كتابتون كې نژدې پېنځه مليونه كتابونه په بېلابېلو علومو كې موجود وو، ځينې سامان الات لكه استرلاب، د ستورو د ليدلو لويوالى، درمل او جغرافيې د علومو زايچې او داسې نور موجود وو او د بېلا بېلو ژبو ژباړونكو به د مصنفينو اثار ترجمه كول او محقيقينو به څېړنې كولې، خو د كتابتون د سيزلو له امله هغه ټول اثار محوه شول. همدغه راز يوناني سكندر د بلخ د نيولو پر مهال اوېستا وسيزه، چې د دولس زره غويانو په پوستكو په طلايي خط ليكل شوى و. د بلخ مدني آثار يې له منځه يوړول. د ګندهارا، فرهنګي زېرمه يې محوه كړه او د هغې پر ځاى يې يوناني فرهنګ ته وده وركړه. نو په مقايسوي ډول د سكندر كارنامې كه د احمدشاه بابا له كړو، وړو سره پرتله كړو، نو سكندر چې د خدايانو پر تعدد يې عقيده درلوده او د (ارسطو) شاګرد و، په ۱۶ كلنۍ كې يې فتوحات پيل كړل، نو هر ځاى ته چې ورسېد د مدنيت نښې نښانې يې له منځه يوړې. او د خلكو ملي افتخارات يې محوه كړل. خو احمد شاه بابا چې افغانانو د ۱۷۴۷ كال په لويه جرګه كې د رايو په اتفاق ملي مشر وټاكه هغه د اسلامي اصولو پر بنا له هر ډول تبعيض او تعصب څخه پرته له هر قوم څخه وړ او لايق اشخاص وټاكل، د خلكو په غونډو كې له هغوى سره پر ځمكه كښېناست، سلا، مشوره يې ورسره وكړه او ټولې چارې به يې د خلكو په مصلحت سره سرته رسولې. ځكه چې هغه موحد او د نقشبنديه طريقې پيرو، دينداره او پرهيزګار لوړ شخصيت و. كله چې هغه په لس كلنۍ كې له خپل ورور ارواښاد ذوالفقار خان سره په محبس كې و، نو له خپل ورور څخه يې علوم ولوستل او د طبيعي نبوغ له مخې كله چې نادر افشار د محبس د كتلو پر وخت احمد شاه بابا وليد، د هغه خبرې يې واورېدلې، نو په ۱۶ كلنۍ كې له بنده ازاد او د ملي ملېشې قوماندان يې وټاكه. نو كله چې نادر افشار ووژل شو، او ايرانيانو غوښتل چې د هغه په كورنۍ تجاوز وكړي، هغه يې وژغورله. د هندوستان په فتحه كې چې ځينې كسان د احمدشاه بابا په تلو ګوتنيوى كوي، د هغې وجه دا وه چې مرحوم شاه ولي الله شيخ الهند څو پلا هغه ته وليكل: (به لحاظ خداوند متعال به حال اقليت مسلمانان مظلوم برس كه اسلام به نسبت تعصب، وحشت و ظلم طبقه اكثريت هندو محو ميگردد.))

د شاه ولي الله ليكونه د لاهور په موزيم او نورو مشهورو موزيمونو كې موجود دي، نو احمدشاه بابا د جهاد د فرضيت له امله هند ته تللى و، چې د بېرته راتګ پر وخت يې د هرې عقيدې پيروانو ته د هغوى له ډلې څخه مشر وټاكه، نو كله چې په كشمير كې خلكو ښكلې نجونې د وينځو په توګه ورته وړاندې كړې، نو هغه وويل چې زه د خلكو بابا يم، نجونو ته يې پړوني وركړل او خپلو كورنيو ته يې په عزت او درناوي سره وسپارلې. هغه په ۱۶ كلنۍ كې د ملېشې قوماندان او په ۲۵ كلنۍ كې ستر ملي مشر شو، خو په هر وخت كې متواضع د خلكو واقعي خدمتګار او عادل و.

(ژوزف ماك كاپ) معروف تاريخپوه ليكلي: راجربيګن غربي فزيك پوه په خپلو څېړونو كې د خازن له آثارو څخه په افق كې د نور د انكسار په هكله استفاده كړې ده.

ابو الفرج اصفهاني په خپل تاليف كې د اسلام ستر عالم جابر بن حيان ۱۳۰۰ آثار په رياضي، فزيك، كيميا، هيئت او نجوم په علومو كې ښودلي دي.

په صنايعو او فنونو كې هم مسلمانانو ډېره ترقي كړې وه، لكه چې په اشبليه كې يې ۱۶۰۰ فابريكې په كار اچولې وې چې ۱۳۰۰۰۰ كارګران په كې په كار بوخت وو او په طليطله كې ۵۰ كارخانې فعالې وې چې ۴۰۰۰۰ كسانو په كې كار كاوه. همدغه راز په ۷۹۴م كال كې په بغداد كې د كاغذ جوړولو يوه لويه كارخانه پرانېستل شوه. د نيويارك پوهنتون پروفېسر ډرابر ليكلي دي: مسلمانانو په تخنيكي علومو كې هم خورا ډېر مهارت درلود، په دې هكله ګوستاولبون فرانسوي ليكلي چې مسلمانانو په ټولو علومو كې مهارت درلود، حتى په كلالۍ، كاشي جوړولو، فلزاتو، كريمه احجارو، او ګردو نفيسه او مستظرفه آثارو كې يې شاهكاري درلوده او په ۱۰ ميلادي پېړۍ كې د هسپانيې په اندلس كې د كارخانو بېلګې د كاخ الحمراء په نندارتون كې اېښودلې وې. سربېره په دې مسلمانانو په اجتماعي علومو كې لكه جغرافيه، تاريخ، نجوم او داسې نورو كې هم كافي معلومات لرل. لكه  فرانسوي مورخ (سديلو) ليكلي، د ځمكې بيضوي شكل، وضعي او انتقالي حركت له (كپلر) او (كوپرنيك) څخه دمخه مسلمانانو په نهمه او لسمه ميلادي پېړۍ كې كشف كړى و. همدغه راز د جهان اسلام په تاريخ كې يادونه شوې ده چې د (محمد بن جابر) د علم نجوم كتاب د مولف آثار اروپايي پوهانو په لاتيني ژبه ترجمه كړل او پوره ګټه يې ترې واخېستله. همداراز د علامه فرغاني د ستور پېژندنې له كتاب څخه اروپايانو استفاده كړې ده. په تمدن اسلام او عرب كتاب كې د (ابو ريحان البيروني، ابن بطوطه، ابوالحسن او ابن حوقل اسلامي جغرافيه پوهانو يادونه او ستاينه په تفصيل سره شوې ده. ابن حوقل په خپل جغرافيايي تاليف كې د نړۍ هېوادونه، سمندرونه، له نقشو سره ښودلي دي. همدغه راز د (نهرهاى بصره) كتاب په ۷۴۰ كال كې مسلمانانو  تاليف كړى و چې اوس د پاريس په دولتي كتابتون كې موجود دي. (كرستف كولمب) چې په ۱۴۹۸ كال كې يې امريكا كشف كړه د (ابو الفوارس) له جغرافيايي تصنيف څخه يې استفاده كړې ده. نو د مسلمانانو يو مهم علمي او تحقيقاتي مركز د عراق د بغداد ښار و، چې له ۷۵۰ څخه تر ۱۴۵۰ كال پورې په كې څېړنې روانې وې. لكه (ژوزف ماك كاپ) ليكلي: مسلمانانو د بغداد په رصدخانه كې د خسوف او كسوف پېښې كشف كړې. سربېره پر دې د مصر په قاهره، سكندريه، او د اندلس طليطله، قرطبه او اشبيله كې ګڼ پوهنتونونه، مدرسې، كتابتونونه، رصدخانې او تحقيقاتي مركزونه موجود وو، لكه د (عظمت مسلمين در هسپانيه) كتاب كې چې ليكل شوي دي د قاهرې په عمومي كتابتون كې يوازې د رياضي، هندسې، نجوم او هيات په علومو پورې مربوط ۶۰۰۰ كتابونه موجود وو.

د مسلمانانو د اختراعاتو او ابتكاراتو منبع الهي معجز كلام، قرآن كريم دى، لكه د نجم د مبارك سورت په ۳۹ ايت كې چې څرګندونه شوې ده. (او نه شته دى انسان ته هېڅ شى خو شته بدل، عوض د هغه شي. چې د هغې د لاس ته راوړولو لپاره يې كوښښ او هڅه كړې وي.) په دې ډول قرآن مبين د انسان فكر د ځمكې زړه او په هغې كې طبيعي زېرمو او شتمنيو ته اړوي، تر څو په كار او زيار سره طبيعي منابع راوسپړي او د بشريت په ګټه ترې كار واخلي، لكه د الحديد د مبارك سورت په ۲۵ ايت كې يې چې څرګندونه شوې ده: (او موږ وسپنه پيدا كړې ده چې په هغې كې سخت قوت او د خلكو لپاره ګټې دي.) له دې كبله په حديث شريف كې ويل شوي دي (الكاسب حبيب الله) كسبګر د خداى دوست دى.

اسلام سربېره د ځمكې په تسخير او ودانولو د انسان فكر عالم اعلى ته معطوف كوي، تر څو د ساينس بركت په علمي او باطني بصيرت سره د كايناتو فوقاني نظام ته كره كتنه وكړي، لكه د انبياؤ د مبارك سورت په ۳۰ ايت كې چې ويل شوي دي: (ايا كفار نه پوهېږي چې ځمكه او اسمانونه يو له بله نښتي وو او موږ هغوى سره جلاكړل او په اوبو سره مو هر شى ژوندی كړ. ايا هغوى ايمان نه راوړي.

كله چې خالق تعالى د عالم د پيدا كولو اراده وكړه، مكان او زمان وجود نه درلود، نو الله(ج) د خپل حكمت او تدبير له مخې په ملياردونو مكروسكوپي ذره وي بڅركي پيدا كړل. چې بليونونه وارې يې د وسپنې د بټۍ د ذوب څخه حرارت زيات و، نو مادي، ضد مادي ذراتو، الكترونونو، پروتونونو او نيوترونونه د Thermodynamic د قانون له مخې چې د مادې ارتباط له انرژي سره برابروي د لوګي عالم تشكيل كړ، لكه چې په ۴۱(۱۱) كې يې يادونه شوې ده، ټول مواد متراكم او د اور بلېدونكي كيله يې تشكيل كړه چې د Big bank په نامه يې انفلاق وكړ او عالم منځ ته راغى.

په دې مناسبت د (كانت) او اپلاس نظرياتو د ځمكې او سياراتو په تشكيل كې له قرآني لارښوونو څخه ګټه اخېستې ده. همدغه راز د سياراتو د حركت او دوران په هكله د ياسين سورت په ۳۸ ايت كې څرګندونه شوې (او لمر دوراني حركت كوي، دوراني حركت مو هم اندازه كړى دى، لكه وچه څانګه د خرما چې كږه تاو شي، لمر كولى نه شي چې له سپوږمۍ سره ټكر وكړي او شپه وړومبى كېدونكې نه ده له ورځې څخه او ټول سيارات په اسمان كې لامبو وهي، څرخېږي.)

له ځمكې څخه نورو سياراتو ته د تللو په هكله د لقمان د مبارك سورت په ۲۰ ايت داسې وړاندې كتنه شوې ده.

 اې خلكو تاسې نه وينئ چې بې له شكه الله تاسې ته مسخر، تابع كړي دي، هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او پوره كړي يې دي تاسې ته خپل ښكاره نعمتونه سپوږمۍ، ته د انسان له سفر څخه دمخه د سياراتو د تسخير څرګندونه چا نه منله او ځينې بې خبره كسان يې اوس هم نه مني او ځينې خلك وايي چې اسلام له ساينس سره تضاد لري. داسې بې علمه ويناوې له علم سره ظلم دى. اسلام ورځ په ورځ او وخت پر وخت په علمي تدريجي پرمختيا سره توضيح او تفسيرېږي. او په غير اسلامي هېوادونو كې هم پوهان د علم په بركت په اسلامي حقايقو خبرېږي. ځينې يوازې اعتراف كوي، خو ځينې په اسلام مشرفېږي.