د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هريوا يادونه:يونليک:وروستۍبرخه

رفيع الله نيازی 01.11.2009 13:55

نن د جمعې مبارکه ورځ ده زمري مياشتې دويمه نېټه ده ، د هرات ښار دوکانونه بند دي ، د خلکو تګ راتګ کم دی، ګاډ ي هم ډېر نه تر سترګو کېږي، موږ د خپل پلان له مخې نن د هرات ولايت کرخ ولسوالۍ ته ځو، موږ د څېرو او سيمو په نامه د ماشومانو لپاره يوه خپرونه لرو، حسام الدين د همدغې خپرونې پروډيوسر دی، دی غواړي د کرخ ولسوالۍ د کرخ بڼ او د کرخ تاريخي غار په اړه خپرونې جوړې کړي. زه ، شمشاد او ترنک صيب هم خوښ يو چې په نوموړې ولسوالۍ کې به د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خوندورې مرکې او په بېلابېلو موضوعاتو کې ددغې سيمې د خلکو تجروبې هم ثبتې کړو، نسيمي صيب هم موږ سره ملګری دی. يوسراچه ګاډی مو تر همدغې ولسوالۍ اوبېرته تر هرات ښار پورې کرا کړ، د هرات ښار ختيځ لورته په واټ مو حرکت وکړ ، چې هرات د بادغيس ولايت له مرکز کلای نو سره نښلوي، کرخ ولسوالۍ د هرات ښار شما ل ختځ لورته په دوه دېرش کيلو مترۍ کې د هرات ـ بادغيس د لويې لارې پر سرپرته ده، په لاره کې ځای ځای کلي او بانډې تر ستر ګو کېږي، للمی ځمکې تر ابي ډېرې لري ، غنم لو شويدي، ځين ځايونو کې خلک لګيا دي د غنمو سترۍ ترېشر وي، ځای ځای د پسونو او وزو لويې لويې رمې ترسترګو کېږي، د واټ په غاړه هر ځای ترافيکي اشارې او د سيمو نومونه پر لوحوليکل شويدي، خو ډيری لاره دشتې او بيابانونه دي، زموږ ډرېور هم ډېر ښه ځوان دي د هرې سيمې په اړه
.مالومات راکوي، په ګاډی کې مو ټوکې او فکاهيانې کولې، هرچا يوه يوه ټوکه کوله ، خو داسفر مو په ټوکو ويلو رالنډ کړ، نسيمي صيب يوه خوندوره ټوکه وکړه موږ خو څه کوې ، چې موټروان هم ښه ډېر ورته وخندل ، ټوکه داسې وه ، چې وايي يوه ښځه وه د هغې به دا ډېر خوښېدل ، چې څوک ميلمانه ورکره راشي، او دا ورته په خدمت کولو کې ډېر ځان معتبره وښيي ، دغې ښځې يو نوکر هم درلود ، يوه ورځ يې خپل نوکر ته وويل : کله چې کورته ميلمانه راشي نو زه به درته غږ کړم ، چې مېلمنو ته مېوه راوړه نو ته به سم له واره وايې ، چې انګور، خټکي، هندوانې څه شې راوړم ، بيا به زه درته يو ووايم هغه به راوړې ، او کله مې چې درته وويل ، ورشه موټر راوله نو ته به ووايی ، چې صيب کرولا ، لنډکروزر، بېنس کوم يو ګاډی راولم ، نوکر يې ورته وويل بالکل به همدغسې کوم، نو تر دې وروسته به چې مېلمانه راغلل ، ښځې به همدغه ډول امرونه کول او نوکر به يې هماغه ډول کول ، چې دې ورته ويلي و، له ورځو نه يوه ورځ د همدغې ښځې ډېر خپل خپلوان راغلي ، ښځې يې نوکر ته غږ کړ ، نوکر سمدستي راغې ، ښځې ورته وويل : ته ورشه ځما مېړه ته غږ کړه ، نوکر يې چې دپخوا په څېر عادت و ورته يې وويل صيب کوم مېړه ته دې غږ کړم نو له دې سره ناستو مېلمنو ټولو ښه ډېر وخندل ، او ورسره موږ هم په ګاډی کې ښه ډېر وخندل. کرخ ولسوالۍ ته نارسيده چپ لاس ته د کرخ سيمي د تاريخي مېله ځاې ( د کرخ غار ) په لور وروګرځېدو، نور نو سړک خام دی، د کلي له منځ نه تېر شو، مخې ته رود راغې دواړو خواو ته يې دولو ونو کتارونه شنه دي، سمسوره سيمه ده روانې اوبه لري، هر لورته له هرات ښار نه راغلي خلک د ونو لاندې ناست دي، مېلې کوي ، له دوې نه ورتېر شو بل رود مو مخې ته راغی له هغه هم تېر شو، د غره په څنډه کې د غار تر خولې پورې تاو راتاو خامه سړک ورپورته شوی ، کومک لرونکی موټر کولی شي د غار تر خولې پورې ورشي ، خو بې کومکه ګاډي تر يو ځای پورې ورځې نور همالته دريږی، موږ هم تر يوه ځايه په ګاډی کې ولاړو ، بيا ترې ښکته شو، پلي تر غاره ولاړو. دغه غر يوه يوه ونه هم لري، د غار خولې ته چې ورسېدو مخې ته يې د ناجوګانو دنګې دنګې ونې ولاړې دي ، له ورايه يو ډېر غټ غار او څو دانې نور واړه غارونه تر سترګو کېږي، بلا اخر ه د غار خولې ته ورورسېدو هر لورته ځوانان ناست دي ، ديګونه يې بار کړيدي، قوالي موسيقي غږېدله ، خلک ورته شاو خوا ناست وو، لاسونه يې ورته پړه کول، چا د تماکو چلمان وهل ، چا د چرسو سېګرټي، چا قېتې کولې او نورخلکو يې سيل کاوه، ددغه غار په يوه څنډه کې له چت نه څاڅکې څاڅکي اوبه راولوېږي حوض ورته جوړ شويدی اوبه يې هلته جمع کېږي، ډېرې رڼې يخې اوبه دي، تږي شوي وو، څو ګيلاسه اوبه مو ترې وڅکلې، د غلته د غار مخې ته يو وړوکې جومات اباد دی، تاريخچه يې پرې ليکل شوېده ، چې په ۵۲۵ هجري سنه کې جوړ شويدی، د همدغه غار او مسجد له يوه ملنګ نه مې پوښتنه وکړه ، چې په اړه يې راته مالومات راکړي ، هغه وويل دلته يو غار دې ، چې اوس يې مخې ته دا مسجد جوړ شويدی او دا غار له همدغه ځا ی څخه د فارياب ولايت قيصار ولسوالۍ ته رسېدلی دی او اصحاب کهف دلته ننوتي او بيا يې درک نه دې مالوم شوی، او ايرانيانو د اصحاب کهف فلم هم همدلته جوړ کړېدی ،دغلته راغلو ځينو نور خلکو هم همدغه ډول نظر درلوده ( والله اعلم ) دغه غار او ځای د موقعيت او طبيعي جوړښت له مخې داسې ځای نه دی ، چې په دومره شمېر کې خلک دې د هرې جمعې په ورځ دلته راشی او مېلې دې کوي ، ښايی د خلکو د همدغه روايت له امله به خلک دلته ډېر راځي، دغلته مو له خلکو سره مرکې وکړې او بېرته ترې راښکته شو.
لاندې د رود په غاړه څو تنو کروندګرو په ځمکه کې کارکاوه، ترنک صيب د زراعت او مالدارې په اړه له دغو خلکو سره مرکې وکړې، دغلته د شنو ونو منځ کې نهه لس تنه ځوانان ناست وو، قېتې يې کولې پخپلو کې يې په پښتو خبرې کولې ، زه ورتاو شوم سلام پرې واچوه، دوې د کندها ر ولايت د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکې وو، په هرات ښار کې يې کار وبار کاوه نن دغلته مېلې ته راغلي ، ډرېوران او سوداګر وو. له دوې سره مو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مرکې وکړې، دېګ يې باندې کړی و، خورا ټينګ ست يې د ډوډۍ خوړولو وکړ، موږ ترې مننه وکړه او تر ې روان شو،ګاډي ته وروختو بېرته په راغلې لاره پاخه سړک ته ورووتو، له لږ ځنډ مزل څخه وروسته کرخ ولسوالۍ ته ورورسېدو. دنوموړې ولسوالۍ بازار د يوه لوی کلي بازار ته ورته و، موږ نور اخوا دېخوا ونه ګرځېدو، سيده دغلته د کرخ بڼ ته ورغلو ، ځکه چې موږ غو ښتل په نوموړي باغ يوه خپرونه جوړه کړو، دغه باغ ته د ورننوتو يوه غټه خوپه کلي والي جوړښت يوه دروازه ده ، له دروازې دننه ښي لاس ته يو ښکلی مسجد اباد دی، د دغه مسجد د باندنۍ برنډې پر چت ډېر غټ غټ څلورکونجه لرګي اچول شوی، له پاسه پرې ډبلې ډبلې تحتې پرتې ، دغه برنډه ډېرې ستنې لري داستنې د پخواني وخت په معمارۍ او نجارۍ جوړې شويدی ، ډېره خواري پرې شوېده فکر نه کوم دا اوسني نجاران به د اوس وخت په پرمختللو برېښنايي وسايلو هم دغسۍ لرګينې ستنې جوړې کړی شي، دمسجد دننه ګونبزي بڼه لري لکه د کابل پولې خيشتي مسجد دغسې دی، په يو وخت په کې اووه صفه لمونځ کوونکي ځايېږی، او نږدې پنځوس متره اوږدوالی لري، به خواشينې سره بايد وليکم چې د دغه مسجد د جوړېدا کره نېټه مې پيدا نه شوه کړای، خو د سيمې خلکو د خپلو مشرانو له قوله وويل ، سل ، يونيم سل کاله وړاندې به جوړ شوی وي. د مسجد کيڼ لور ته يې يوه ديني مدرسه جوړه ده ، د مسجد او مدرسې تر منځ سرپټ دالان دی او همدغه د کروخ باغ ته د ورننوتو لاره ده ، دغه باغ د هرات ولايت په پېنځه دېرش کيلو متري ، کې په دوه سوه جريبه ځمکه کې اباد دې، د جمعې ( + ) علامې په بڼه څلور لارې لارې ، هر لورته يې دنکې دنکې د ناجو ونې ولاړې دي، نور ډول ډول ونې هم لري د روانو اوبو ويالې لري، مخامخ په کې د صوفي شيخ الاسلام خدايارخا ن ( سلطان خوقند ) او د هرات ولايت د يوه شاعر او طنز ليکونکې حاجی اسماعيل ( سياه ) زيارتونه دي، ډېر خلک يې ليدو ته راځی ، د هرات ولايت خلک د جمعې په ورځ دغه باغ ته د سيل او تفرېح لپار ه راځي ، اوس هم دلته ډېر خلک راغلي دي ، ځينې کورنۍ راغلي وړې وړې سفري کيږدۍ يې درولي دي، ماشومانو يې په بڼ کې چکرې وهی .داسې ويل کېږي ، چې صوفي شيخ الاسلام کروخي په اصل کې د بخارا اوسېدونکی دی، هغه مها ل، چې تزاري روسيې د اسلام په ستر او تاريخي، مرکز بخارا باندې حمله وکړه ، مسلمانو يې په وړاندې جهاد پيل کړ، يو شمېر مسلمانان له دغه ځای څخه د پخواني خراسان دغې سيمې ته مهاجر شول ، چې ددغو خلکو له ډلې څخه د صوفي شيخ الاسلام کروخي کورنې هم دغلته راغلې وه ، ددوی کورنۍ ټول خلک ديني علما او ستانه خلک و، په دغه سميه کې يې ډېر نفوذ او اثر درلود، د همدغې سيمې د خلکو په وينا کله . چې ايراني قاجاريانو د افغانانو په خاوره بريد وکړ، نو صوفي شيخ الاسلام کروخي له خپلو پېروانو او د دغې سيمې نورو خلک له خپلې خاورې نه د دفاع په موخه د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ کې له قاجاريانو سره جګړه پيل کړه ، صوفي شيخ الاسلام په دغه جګړه کې شهيديږي ، د سيمې ځينې خلک وايی له شهادت سره يې له تنې بېل شوی سر دغه ځای کې رالوېږي، ځينې خلک وايي، سر يې نشته تنه يې خلکو راوړه دلته يې دفن کړه او يو شمېر نور بيا دغه روايتونه نه منی ، وايی دی په جګړه کې شهيد شو بيا يې ملګرو جسد راوړ اوپه دې سيمه کې ددوې د کورنۍ نور خلک اوسېدل همد لته يې خاورو ته وسپاره ، ډېر عادي او ساده مزار يې دی، په يو لوړ ځاې کې دفن دی ، شاو خوا ترې ديوال جوړ دی، دروازه يې بنده وه موږ ونه شو کړای دننه يې وګورو، د مقبرې مخ قبلې لورته يو کوچنی مسجد دی ، له جوړښته يې مالوميږي ، چې ډېر پخوانی به وي، موږ دغلته له راغلو خلکو سره په مرکو کولو بوخت وو، چې د جمعې لمانځه لپاره د ماسپخين اذان وشو، همدغلته د روانو اوبو په وياله کې مو او دسونه وکړل ، د همدغه بڼ هغه مسجد ته ، چې وړاندې مو تر ې يادونه وکړه ولاړو، د مسجد خطيب ډېر بوډا، خو له بوډاتوب سره سره پخپلو خبرو ډېر حاکم و، نن يې د جمعې لمانځه د خطابت موضوع د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رايې ورکولو ته ځانګړې کړې وه . دغه ديني عالم خلکو ته دا څرګنده کړه ، چې په صدر اسلام کې د ټاکنو په نامه څه نه و اما مشوره او په يوه موضوع باندې د ډېرو مسلمانانو رايې ته د احترام په سترګه کتل شويدي، خپلو مقتديانو ته يې د دوی د يوې رايې ارزښت هم ورڅرګند کړ، چې کولی شي هر څه سرچپه کړي، نوموړي ديني عالم خلکو ته وويل ، افغانستان بې شمېره ستونزې لري لکه فقر ، بېکاري ، د امنيت نشتوالی ، جهالت ، نادانی او داسې نورې ، زموږ بچی د ودونو او کورنۍ د ډوډۍ پيدا کولو لپاره ايران ته ځی او سل بې شرمۍ پرې تېريږي، تاسو ، چې په ټاکنو کې رايه ورکوي، پخپل کور ، کلي ، مسجد ،دېره کې سره کېنۍ، خپل مشکلات او ربړۍ وشمېری ، ويې ليکې، بيا د هر نوماند کړنلاره وګوری ، چې دوی تر کومه بريده ستاسو غوښتنې پوره کولی شي ، ټول هغه نوماند ته رايه ورکړۍ ، چې د افغانستان اوسنيو بدبختيو ته د پای ټکې ايښودی شي، په دغه کار کې به سيمه ، قوم، ژبه په پام کې نه نيسۍ ، چې ګنې پلانی زما دسيمې يا ژبې دی هغه ته به رايه ورکوم، د هر چا کړنلاره کې چې تاسو د خپلو دردونو درمل پيدا کړل او د اسلام او مسلمانانو خير مو په هغه کې ليده ، هماغه ته رايه ورکړی. په رښتيا هم يوه دينی عالم ته په دغه ډول نازکو حالاتوکې همدغه ډول وينا کول پکار وي، لمونځ مو وکړ، د باندې د ولسوالۍ په بازار کې د حيواني کلينيک له ډاکټرانو سره مو د څارويو د ځينو ناروغيو په اړه او له نورو خلکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، له دغه ولسوالۍ څخه بېرته مخ په هرات راروان شو. د لارې په اوږدو کې ترنک صيب له شپنو سره د پسونو او وزو د ناروغيو په اړه مرکې وکړۍ. د مازيګر درېنيمې بجې وې چې د ترقۍ پارک په څنګ کې مو په يوه هوټل کې د غرمې ډوډۍ وخوړله، له ډوډۍ وروسته نظري هوټل ته ولاړو ، ډېر ستومانه وو، لږ ارام مو وکړ.ويده شو، شپږ بجې نسيمی صيب له خوبه پاڅولو، څوک د باندې ووتل ، څوک پاتې شول نوپه دې ډول په هرات ولايت کې زموږ د سفر څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده.
نن د شنبې ورځ د زمري مياشتې درېيمه نېټه ده موږ بيا د خپلو ژورناليستيکي کارونو په موخه د هرات ښار بېلوبېلو سيمو ته ورځو، خو زموږ د سفر يو ملګری نسيمي صيب نن له موږ سره نشته ، هغه نن نهه بجې کابل ته روانېږي، سهار وختي دی له نسيمي صيب سره مو مخه ښه وکړه، شمشاد د هرات حوضوي روغتون ، حسام الدين ترقي پارک ته زه او ترنک صيب له وعدې سره سم د هرات ولايت محکمې ته ورغلو، ټېکسيوان د محکمې د هغه وره مخې ته بوتلو ، چې يواځې د محکمې د رييس ګاډې پرې ورننوځي هلته يې پرېنښودو ، په بله لاره راغلو د رييس دفتر ته ورغلو له دو ی سره زموږ ژمنه د سهار اته نيمې بجې وه، موږ لس دقيقې د ټېکسيوان د پړې له امله ناوخته ورسېدو، رييس د محکمې له نورو غړو سره غونډه پيل کړې وه ، موږ ته يې دوه بجې وخت راکړ، ما دغلته له يو شمېر حقوقپوهانو سره د خپلې خپرونې په اړه مرکې وکړې، او ترنک صيب د محکمې په انګړ کې له ناستو خلکو سره ښې ډېرې مرکې وکړې، له دغه ځايه راوتو په ښار کې ما له بېلالو خلکو سره مرکې وکړې ، نظري هوټل ته ورغلو، تر يوېنيمې بجې هلته وو، زه او ترنک صيب بيا په منډه محکمې ته ورغلو ، داځل موږ له ټاکلی وخت نه مخکې ورسېدو د همدغې محکمې له رييس مولوي صديق الله حقيق سره ، چې د ننګرها رولايت د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکی دی ما او ترنک صيب زموږ دخپرونو د اړتياو پر بنست مرکې وکړې، بېرته نظري هوټل ته ولاړو حسام الدين کابل ته د تګ لپاره د پامير هوايی کرښې ټېکټونه رانيولي و، موږ هم له هوټل څخه ووتو د هرات ښار دنوي ښار په سيمه کې مو د هرات ولايت سوغات ( حلوا سوهان ) هراتۍ شيرپېره خپلو کورونو او د دفترهمکارانو ته واخيستې، نور نو ماښام دې بېرته نظري هوټل ته راغلو دغلته زموږ د سفر پېنځمه ورځ هم پای ته ورسېده.
نن د يکشنبې ورځ چنگا ښ نېټه ده زموږ د پلان له مخې په هرات ښار کې دا زموږ د سفر اخرنۍ ورځ ده ، شمشاد عمر د روغتيا او ژوند خپرونې د خپروونو لپاره مرکو کولو ته يوه روغتون ته ورغی ، ترنک صيب د کرنې او مالدارۍ رياست ته د مرکولپاره ولاړ، حسام الدين په هوټل کې پاتې شو او زه هم يو ځل بيا د هرات ګمرک ته د مرکو لپاره ولاړم، موږ بايد نن دوه بجې د پامير هوايي کرښې په دفتر کې حاضر واوسو، له ژمنې سره سم لس بجې بېرته هوټل ته راغلو، ټول په يوه ټکسی کې کښېناستو د هرات ښار په منځ کې د چارسو بازار څنګ ته خرقې شريفې ته ولاړو، خرقه شريفه د هرات بالاحصار ( د اختيارالدين کلا ) ته مخامخ ده ښکلی مسجد وړوکې شانته پارک لري، د هرات د جامعه مسجد په څېر دوه دنګې دنګې منارې لري، ددغې خرقې شريفې په اړه څو روايتونه شته ( نفحات الانس او خزينته الاوليا ) کتابونو کې راغلي دي، چې دغه خرقه د حضرت محمد (ص) د ګرېوان يوه برخه ده.، خو د شيخ الاسلام احمد جامي په کتاب کې راغلي دي، چې ټوله خرقه د محمد ( ص) ده .داسې ويل کېږي، چې د احمدشاه بابا د واکمنۍ تر پېره پورې دغه خرقه د ( کهسان ) په کلا کې ساتل کېده ، خو د تېمورشاه په وخت کې له دغه ځای څخه راوړل شوه او په دغه اوسني ځای کې ساتل کېږي، د ظاهرشاه د د واکمنۍ په پېر کې د اوسنۍ خرقې ودانی بيا جوړه شوه، دغلته عام اوخاص او لکه زموږ په څېر مسافر هم ورځي او په احترام هلته دوعا کوي، د هرات خلک د ستونزو او مشکلاتو په مهال دغه خرقه له ښار نه دباندې د عيدګاه دښتې ته وباسي، يو متقي او پرهېزګاره انسان په داسې حال کې ممبر ته خېژي، چې خرقه ورسره وي،د بلاوو او مصيبتونو د دفع کولو په موخه د الله پاک دربار ته لاسونه پورته کوي، دوعا کوي او نور خلک امين وايی. تر اوسه پورې دوه ځله خرقه شريفه راويستل شوېده ، يو ځل په هرات کې د وبا ناروغي د خپرېدو د مخنيوي لپاره اوبل ځل هم ۱۳۱۸ کال کې راويستل شوېده. د خرقې شريفې له ليدو ورسته مخامخ راته د هرات بالاحصار دی غوښتل مو هغه هم له نږدې وګورو، ور روان شو، د وره له عسکر نه مو دغلته د دننه ننوتو اجازه وغوښته ، هغه راته وويل دلته د بالاحصار د بيا رغوونې کارونه تر سره کېږی، موږ ته رسمی مکتوب راغلی ، چې چاته دننه د ورتلو اجازه ورنکړو، بس په همدې خبره مو عمل وکړ ، نو موږ ونه شوکړای دغه کلا او دننه انګړ يې ووينو، د هرات بالاحصار ،چې به کلای اختيارالدين هم مشهوره ده ، د تاريخ په اوږدو کې څو ځله ورانه شوې او بېرته جوړه شوېده، پر هرات باندې د چنګېز خان له بريد سره چې ټول د هرات ښار وران شو نو دا کلا هم ورانه شوه. د ملک فخرالدين کرت د واکمنۍ په پېر کې د هغه وزير اختيارالدين دا کلا بيا له خټو جوړه کړه، په هرات باندې د ګوډ تېمور د بريد پر مهال د نوموړې کلا ځينې برخې ورانې شوې، خوبيا د تېمور زوی شاهررخ مېرزا بېرته په پاخه ډول جوړ کړ . د اکلا اوولس برجونه لري، يو برج په کې د تيموري برج په نامه يادېږی. ددغه ځای له ليدو څخه وروسته بېرته نظري هوټل ته راغلو، خپل پنډکي مو راوخيستل له هوټل والاسره مو خدای په اماني وکړه ، دوه بجې د پامير هوايي کرښې دفتر ته په ورتګ سره په ۳۰۳ ګاډي کې د هرات هوايی ډګر ته د تلو په موخه کېناستو. ګاډي حرکت وکړ، خواکې راسره يو ځوان ، چې نوم يې جېمز او د نيوزلنډ هېواد اصلي اوسېدونکی، اوس په لندن کې اوسېده ، نوی له طب پوهنځی څخه فارغ شوی و، له اروپا څخه ازبکستان ، بيا مزارشريف بيا باميان او بيا د هرات ښار ليدوته د يوه سېلاني په توګه راغلی و، کابل ته په ورتګ بېرته په راغلې لاره خپل هېواد ته يې د تګ هوډ درلوده ، له جېمز سره په خبرو خبرو کې د هوايی ډګر وره ته راورسېده له ګاډی ښکته شو يو، يو نيم ساعت به دغلته د ډول ډول تا لاشيانو لپاره په انتظار ولاړ او ناست، خو بالاخره د هوايي ډګر ترمينل ته ورسېدو، ګونبزي ډوله ترمينل و، د مېرمنو او نرينوو لپاره يې بېل د ناستې ځايونه درلودل ، چتي پکې په کې چالان وو، يو وړوکې کېنټين يې درلوده ، دلته هر څه د بازار په قيمت پلورل کېدل ، د کابل هوايی ډګر د ګېنټين په څېر په کې هر څه دوه برابره نه پلورل کېدل، د لمانځه لپاره په کې وړوکې شانته جومات هم جوړ و، هر لورته د تګ او د خلکو د لارښووتو لپاره پر کاغذونو مالومات ليکل شوي او په دېوالونو ځړېدلي دي. په دا څو ورځني سفر کې مو په هرات ښار او هراتيانو کې ډول ډول کړه وړه وليدل او ددو ی له ژوند سره اشنا شو، په هرات ښار او شا خواسيمو کې يې په دولتي ملي بسونو او نورو ګاډو کې نرينه پر اولنيو يا مخکنيو سېټونو کښېني او مېرمنې د ګاډو پر ورستنيو سيټونو کښيني دا په داسې حال کې ده ، چې نږدې په ټول افغانستان کې دغه چاره هرات پرعکس ده ، تبليغات او اعلانات په اوسني عصر کې رغنده رول لر ي ، د هرات ښاروالۍ له اړخه دغلته په هر ځای کې پر ديوالونو د انسانانو د اصلاح په موخه اسلامي لارښوونې د شعارونو او تبليغاتو په توګه ليکل شويدي ، چې په لوستو يې انسان د هغو چارو د تر سره کولو لپاره هڅول کېږي، لکه ځينې داسې اسلامي تبليغات دي ( خيرالناس من ينفع الناس ) غوره د خلکو هغه دي ، چې نورو انسانانو ته يې خير او ګټه ورسېږي. بل ځای داسې ليکل شويدي : زموږ ټول هويت او پېژندنه فقط اسلام دی. همدغه ډول ډېر تبليغات دغلته تر سترګو کېږي. د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې افغاني کلتوري ارزښتونه ورو ورو له منځه تلونکي دي ، په هرات ولايت او ښار کې يې سره له پرمختک او د ايران له بې درېغه اغېزې اوس هم نوي سلنه نرينه افغاني جامې ، سپينې پګړۍ، واسکټونه اغوندي ، مېمرمنې يو شمېر يې د ايران تر اغېز لاندې راغلي ايرانی حجاب او نورې ټولې يې افغاني دود چادريانې پر سر کوي، دغلته د نجونو د بې شمېره ښوونځيو او د پوهنتون له شتون سره سره په ښار کې مېرمنې ډېرې نه تر سترګو کېږي. هراتيان په راکړه ورکړه ، تولنيز چال چلند کې ډېر نرم او حليم خلک دي، د لوړ تهذيب خاوندان دي،سل سلنه خو نه شم ويلی خو په عامو ښاريانو او کليوالو کې مې د قوم ، ژبې او د نورو توپېرونو له شتون سره سره په څرګند ډول هېڅ تعصب او بد بيني ونه وليدله، د پاکۍ او صفايۍ په برخه کې د لوړې سليقې خاوندان دي ، تر ټولو مهمه خبره دا چې ډېر مذهبي او دينپاله خلک دي دا او دېته ورته نور ډېر بې شمېره ښېګړې مې په دغه ولايت کې وليدلې نه شم کولی د ټولو يادونه وکړم. د اريانا هوايي کرښې مسوولينو پوره دوه بجې د ورځې هوايي ډګر ته ورغوښتي وو، له څلورو ساعتونو انتظار څخه وروسته د ماښام شپږ بجې وې چې الوتکې ته ورپورته شو، او مخ په کابل يې الوتنه وکړه د ماښام له اوو بجو څخه څو دقيقې تېرې وې چې د خواجه رواش په هوايی ډکر کې له الوتکې ښکته شو، په دې توګه زموږ دا ژورناليستکي سفر د ۱۳۸۸ کال د زمري مياشتې د يکشنبې په ورځ پای ته ورسېده .