عبدالله د دويم ځلي ټاکنو څخه پرېکون اعلان کړ
01.11.2009 08:41ډاکټر عبدالله چې د اګست په شلمه يې د هېواد په دويمو جمهوري ټولټاکنو کې په ولسشمر حامد کرزي پسې تر ټولو زياتې رايې ګټلې وې څو شېبې وړاندې د ولسي جرګې په خېمه کې اعلان وکړ چې د نومبر په اومه او يا د لړم په شپاړسمه کېدونکې يو په يو انتخابي مقابله کې به برخه وانخلي.
ډاکټر عبدالله تر دې وړاندې په دې مقابله کې د ګډون لپاره يو څو شرطونه ټاکلي وو چې د څو وزيرانو او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د مشر له دندې ګوښه کول پکې شامل وو خو ولسمشر کرزي دغه شرطونه رد کړل.
ډاکټر عبدالله، چې د خبرو زياتره برخه يې په دري او لږ څه په پښتو کې وه، وويل چې غواړي په هېواد کې پاک او شفاف انتخابات وشي او که چېرې راتلونکي انتخابات هم د تېرو په څېر له درغليو ډک وي نو د هېواد او ملت لپاره هيڅ ګټه نلري.
د ډاکټر عبدالله د دې اعلان سره د تېر اګست په شلمه د سختو امنيتي تدابيرو او يو لړ ګډوډيو په منځ کې ترسره شوې ټولټاکنې د بحران يو نوي پړاو ته ننوتلې. په لومړي سر کې اعلان شوى چې حامد کرزي شاوخوا پنځه پنځوس رايې ګټلې دي خو بيا د پراخو درغليو تورونه منځ ته راغلل چې له امله يې د ملګرو ملتونو او متحده ايالاتو د چارواکيو ترمنځ اختلافات هم رامنځته شول او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال، چې يو امريکايي ديپلومات و، له کاره ګوښه کړاى شو. تر هغې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د متحده ايالاتو ولسمشر د ټولټاکنو پروسه بريالۍ او پايلې د ډاډ وړ بللې وې.
وروسته د ملګرو ملتونو خصوصي استازي په يو کنفرانس کې ومنله چې په ټولټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي. په پايله کې د رايو د يو شمېر مرکزونو رايې د شکايتونو کميسيون ته د پلټنو لپاره وسپارل شوې او د هغه ځاى څخه له ډېر ځنډ وروسته اعلان وشو چې د حامد کرزي رايې له پنځوس فيصده لږې راکمې کړاى شوې دي. د يو کانديد د برياليتوب لپاره اړينه ده چې پر پنځوس سلنه يوه رايه د پاسه وګټي.
د دغه علان څخه وړاندې نړيوالې ټولنې چې په سر کې يې ملګري ملتونه او متحده ايالات وو کوښښ وکړ چې ولسمشر حامد کرزى د ډاکټر عبدالله سره يو ايتلافي حکومت جوړولو ته اړباسي خو د هغو سرچينو له مخې چې د داخل څخه معلومات لري ولسمشر د ايتلافي حکومت څخه کلک انکار کاوه او د دويم دور ټولټاکنو ته يې غاړه نه ايښوده. يو امريکايي سناتور او د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ پخواني کانديد جان کيري له اوږدو ليدنو او بحثونو وروسته په دې وتوانېد چې په ولسمشر حامد کرزي د دويم دور ټولټاکنې ومني. په پاى کې اعلان وشو چې د نومبر په اومه\د لړم په شپاړسمه به د ټولټاکنو دويمه دوره ترسره کېږي چې يواځې د ډاکټر عبدالله او ولسمشر حامد کرزي ترمنځ به وي.
د دې اعلان په وړاندې ګردې نړۍ ډول ډول غبرګونونه وښودل. نړيوالې ټولنې او د ډاکټر عبدالله پلويانو د دې هرکلى وکړ او دا يې په هېواد کې د دموکراسۍ د پروسې د ثبات لپاره يو مهم ګام وباله. د ولسمشر حامد کرزي پلويانو او زياتو خلکو دا د نړيوالې ټولنې د افغانستان په چارو کې تر حده زياته لاسوهنه وګڼله او فکر يې وکړ چې امريکا خامخا ډاکټر عبدالله په حکومت کې شاملول غواړي. طالبانو يو ځل بيا پر افغانانو غږ وکړ چې د ټولټاکنو څخه دې ليرې واوسي ګنې نو د بدو عواقبو سره به مخ شي. طالبانو دا هم وويل چې د ټولټاکنو د پروسې د ګډوډولو لپاره به د پخوا په څېر عمليات ترسره کوي. د همدغې لړۍ يو بريد څو ورځې وړاندې په کابل کې د يوناما په يو مېلمستون وشو چې لږ تر لږه دولس تنه پکې ووژل شول.
خو زيات خلک په دې فکر وو چې ډاکټر عبدالله په دويم ځل هم ټاکنې نشي ګټلى نو په ټاکنو کې د ګډون نه کولو لپاره به يو څه بهانه لټوي. د همدغې تمې سره سم ډاکټر عبدالله په ټاکنو کې د ګډون لپاره داسې شرطونه وټاکل چې د ولسمشر لخوا رد شول. په پاى کې ډاکټر عبدالله له ټاکنو پرېکون اعلان کړ.
د افغانستان اساسي قانون د انتخاباتو په اړه تر دې ځايه واضح دى چې که کوم کانديد له پنځوس سلنې سره يوه اضافي رايه ونه ګټي نو د دوو هغو کانديدانو ترمنځ به يو په يو دويمه مقابله کېږي چې تر ټولو زياتې رايې يې ګټلې وي خو دا چې که چېرې د دغې مقابلې څخه يو کانديد پرېکون وکړي نو بيا به څه کېږي، قانونپوهان وايي چې په دې اړه په اساسي قانون کې وضاحت ندى شوى. سياسي کارپوهان وايي چې د بحران د سمدستي حل لپاره يو څو لارې شته. په هغو کې يوه دا چې که د مقابلې څخه يو کانديد په شا شي نو بل کانديد بريالى اعلان شي. بل دا چې يو لنډمهاله حکومت جوړ شي او ټولټاکنې بيا وشي. بل دا چې د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره د پارليمان لخوا د يو څه وخت لپاره وغځول شي او له هغې وروسته په مناسبو شرايطو کې ټولټاکنې بيا ترسره شي. او اخري دا چې لويه جرګه جوړه او د ملت په خوښه يوه پرېکړه وشي.

