دننګرهار په خوږياڼوولسوالۍ کې بمي چاودنې اته تنه ملکي وګړي ووژل
30.10.2009 17:16په خوږياڼو ولسوالۍ کې دسرک دغاړې په يوه چاودنه کې ديوې کورنۍ اته غړو خپل ژوند له لاسه ورکړى .
دغه پېښه دجمعې په سهار شاوخوا اته بجې د خوږياڼو ولسوالۍ دخوارانو په سيمه کې شوې ده .
دخوږياڼو ولسوال انجينر تراب دټليفون په ليکه دننګرهار ملي راډيوتلوېزيون ته وويل دپېښې ټول قربانيان دسيمې ديوتن قومي مشر ملک طاهر دکورنۍ غړي دي.
دهغه په وينا دپېښې وروسته يې پينځه تنو ځاى پرځاى خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې کسانو دخوږياڼو ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه .
دخوږياڼو دولسوال په وينا دغه پېښه ټپيان نه لري او په وژل شوو کسانو کې يوه ميرمنه هم شامله ده .
دننګرهار دوالي وياند احمدضياء عبدالزى دپېښې په تائيد سره وايي چې سيمې ته امنيتي ځواکونو دپېښې په اړه د څېړنولپاره تللي دي.