د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مصالی کولای شي “ سرطاني حجری له منځه یوسي”

فضل محمود فضلی 28.10.2009 23:16

ژباړه: فضل فضلي
سرچینه: بی بی سی، روغتیا برخه
د خپریدو نیته: د اکتوبر ۲۸ مه ۲۰۰۹

ساینس پوهان څرګندوي چی د خوړو د زیړو مصالو-زردچوبه- (Turmeric) څخه بیله شوی شیره –کورکمین-(Curcumin) کولای شي سرطاني حجری له منځه یوسي.
له پخوا وختو څخه داسی ګمان کیده چی دغه کیمیاوي ماده -Curcumin- د بیلابیلو ناروغیو لپاره ګټور دی او له وړاندی د بندونو په ناروغیو او په زړو خلکو کې د حافظی د ناروغی-Dementia- په درملنه کې ازمویل شوی.
د Cork Cancer Research Centre د کاري ډلی ازموینی په ډاګه کړي چی کورکمین په لابراتوار کې د مری سرطانی حجری له منځه وړي.
د سرطان د ناروغی کارپوهان وايي چی دغه موندنی چی په British Journal of Cancer کې خپور شوي، داکترانو سره به د نویو درملنو په پیداکولو کې مرسته وکړي.
داکترSharon Mckenna او ورسره ملګري يي موندلي چی کورکمین کولای شي د ۲۴ ګړیو په دننه کې سرطاني حجری له منځه یوسي.
طبعي درمل
داهم ولیدل شو چی د کورکمین د وژونکی یرغل څخه وروسته سرطاني حجری یو او بل له منځه وړي.
داکترMckenna وايي: “ساینس پوهان له پخوا څخه پدی باور و چی طبعي مرکبات د هغو غیرنورمالو حجرو د درملنی وړتیا لري چی په سرطان بدلیږي او زمونږ اغلب ګومان هم همدا و چی کورکمین د سرطان په درملنه کې د ارزښت وړدی.”
په Cancer Research UK کې د سرطان د مالوماتو مشره، داکترLesley Walker وايي: “دا یوه په زړه پوری څیړنه ده چی د مری د سرطان د درملنی لپاره د هغو طبعي موادو چی په Turmeric کې موندل شوي، د پراختیا لپاره لاره پرانیزي. د اویایمی میلادي لسیزی راپدیخوا د مری د سرطان پیښی په سلو کې ۵۰ زیاتی شوی او داسی فکر کیږي چی لاملونه يي د وزن زیاتوالی، د الکولو استعمال او د معدی یا ګیډی سوزش دي. نو پدی ډول د هغو لاروچارواو لاملونو موندل چی د مری د سرطان څخه مخنیوی وکړي هم ګټور دي.”
په بریتانی کې د مری د سرطان کلنی پیښی ۷۸۰۰ دی. د مری سرطان د سرطانی ناروغیو له امله د مړینی شپږم لوی لامل دی او پدی هیواد کې د ټولو سرطاني ناروغیو په سلو کې ۵ جوړوي.