د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په روغتیا باندی د زرغون چاپیریال ګټوری اغیزی

فضل محمود فضلی 26.10.2009 09:48

ژباړه: فضل فضلی
په روغتیا باندی د زرغون چاپیریال ګټوری اغیزی


داسی ډیری نښی نښانی شته چی و شنو سیموته نږدی استوګنه  روغتیا ته ګټه رسوي. د هغی څیړنی پایلی چی په روانه میاشت کې د Epidemiology & Community Health په مجله کې خپور شوي، ښيي چی د شنو سیمو ګټوری اغیزی زمونږ په روغتیا، په ځانګړي توګه په رواني روغتیا، باندی تر سترګو ګیږی.

په دغه څیړنه کې ۲۴ رواني او فزیکي ناروغی تر مطالعی لاندی نیول شوي. څیړنه دا وښوده چی ددی جملی څخه د ۱۵ مهمو فزیکي ناروغیو کلنی پیښی، په هغو خلکو کې چی و شنو سیمو ته نږدی ژوند کوی، د پام وړ کموالی لیدل کیږي. د چاپیریال ساتنی یو کارپوه وايي چی څیړنه دا په ډاګه کوي چی زرغونی سیمی پخپله چارچاپیره سیمه کې د غوره روغتیا یوه فضا منځته راوړی شي.

دغه څیړنه د هالنډ هیواد دپلازمینی امستردام په VU University Medical Centre پوهنتون کې ترسره شوی. څیړونکي د ۳۵۰۰۰۰ وګړو روغتیايي دوسیی چی په ټول هالنډ کې د ۱۹۵ کورني ډاکټرانو سره ثبت و، ولیدل. یواځی هغه وګړي په څیړنه کې شامل شول چی د کورني ډاکټر سره د ثبت موده د ۱۲ میاشتو څخه زیاته وه، ځکه چی یو کس باید لږترلږه ۱۲ میاشتی په یوه سیمه کې ووسیږي ترڅو وکولای شو چی په نوموړي کس باندی د چاپیریال د پام وړ اغیزی وګورو.

په روغتیا باندی د چاپیریال اغیزی
استوګن ځایونو ته نژدی د۱-۳ کیلومترو په واټن کې د زرغونو سیمو سلنه یا فیصدی په ګوته شوي. په منځني توګه د استوګنی کورونو څخه تر ۱ کیلومتر پوری د شنو ساحو فیصدی په سلو کې ۴۲ او تر ۳ کیلو مترو پوری په سلو کې ۶۱ و. په دغو سیمو کې د ۲۴ ناروغیو کلنی پیښی ترغور لاندی ونیول شوی. په روغتیا باندی ډیری (اکثره) مثبتی اغیزی یواځی په هغو سیمو کې ډیر ولیدل شو چی شنی ساحی د ۱ کیلومتر واټن کې ځای درلود.

یوه استثنی ددی څیړنی په موندنو کې داوه چی په ځینو ناروغیو باندی د شنو سیمو د شتوالی مثبتی اغیزی حتی تر ۳ کیلومترو پوری هم ولیدل شو. ددغو ناروغیو په ډله کې ژوره پریشانی او هیجان، د هضمی سیسټم انتاني ناروغی اود فزیکي ناروغیو ځینی نښی نښانی چی لاملونه یی ندي پیژندل شوي، شامل دي. داهم ولیدل شو چی د نورو ناروغیو په پرتله د شنو سیمو مثبتی اغیزی په هیجانی تشوشاتو او ژور خپګان(Depression) باندی د پام وړ دي.

پریشاني او هیجان (Anxiety disorders)
په هغو سیمو کې چی د ۱ کیلومترشعاع په دننه کې په سلو کې ۱۰ زرغونی سیمی وی، د پریشانی او هیجانی تشوشاتو کلنی پیښی په زرو کې ۲۴ وی حال داچی په هغو وګړو کې چی د استوګنی ځایونه یی په سلو کې ۹۰ شنی سیمی لرلی، ددغه ناروغی کلنی پیښی په زرو کې ۱۸ وی.

د ژور خپګان (Depression) لپاره دغه شمیری په هغو وګړو کې چی په ګڼو ودانیزو سیمو کې ژوند کوی، په زرو کې ۳۲ وی، او په زرغونو سمیو کې په زرو کې ۲۴ وی. څیړونکي داهم ښودلي د ي چی دغه موندنی په هغو ماشومانو چی عمرونه یی د ۱۲ څخه کم دی، ډیر د پام وړ و. پدی مانا چی پدی ماشومانو کې د ژور خپګان (Depression) د پیدایښت خطر په سلو ۲۱ کمیږی.

ددی څیړنی په بهیر کې ځینی ناببره موندنی هم لاس ته راغلی او هغه دا چی شنی سیمی د وینی په فشار باندی کوم ځانګړی اغیز نه درلود او دغه منفی اغیزی په هغو خلکو کې چی عمرونه یی ۴۶-۶۵ و، ډیر د پام وړ و نه په زړو خلکو کې.

څیړونکي پدی باور دي چی زرغونی سیمی د روحی فشار په درملنه کې تر ډیره بریده مرسته کوی اوددی زمینه برابروی ترڅو ټولنیزی اړیکی لاپسی زیات شی. داسی ویل کیږی چی آزاد فزیکی تمرینات او د هوا پاکوالی هم کیدای شی پدی برخه کې یو څه ونډه ولری.

د VU University Medical Centre په پوهنتون کې Dr Jolanda Maas وایی: “دا روښانه ده چی شنی سیمی یواځی د ښکلا، شان او شوکت لپاره ندی بلکی زرغونی سیمی نیغ په نیغه په ناروغیو او د وګړو په روانی حالت باندی اغیزه کوی. دا ډیری (اکثره) هغه ناروغی دی چی شنو سیمو سره تړاو لری، هغه ناروغی دی چی په ټولنه کې پیښی ډیری دی او درملنه یی خورا ګرانه ده په ځانګړی توګه د اقتصاد له نظره. نوپدی اساس دیو سیمی چارواکي باید دغی خبری ته پام واړوي چی ددغه ډول ناروغیو د له منځه وړولو لپاره یو له له ګټورو لارو څخه هم د زرغونو سیمو منځته راوړل دي.”
د Lancaster د چاپیریال ساتنی مرکز یوه کارپوهه پروفیسره Barbara Maher وایی دغه څیړنه په ډاګه کوی چی شنی ساحی په یوه سیمه کې داسی یو محراق جوړوی چی ددغه محراق په چارچاپیره فضا کې سالمه روغتیا په ځانګړي توګه په ماشومانو کې منځته راځی. ددغه محراق مثبتی اغیزی په ډیر اغلب ګمان د هوا دښه والي له امله منځته راځی. هر هغه څه چی مونږ د نوي عصر دککړی فضا څخه ژغوري یوه ښه پدیده بلل کیږی.