د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتخباتو تياتر

هلمند شېرزاد 23.10.2009 21:44

ډرامه بيا پر شروع کيدو ده اوس به بيا ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله خپل واسکټ ( صدرئ ) او هغي بازاري لنگۍ ته لاس کړي او په کلو کوڅو کي به په خلکو غږ وکړي چي هير مو نه شم چي زه پښتون يم او ده کندهار څخه يم څکه چي پلار مي هلته وظيفه اجرآ کړي، غوړي غوړي ډوډي گاني به وي،بعضو بعضو ته به نقدي روپي ورکړي، چا ته به کالي اخلي، چا سره به دوزارتونو او نورو وظيفو وعدي وي، غوړ غوړ عکسونه به راځوړنديږي او همدا شان به د انتخاباتو لمړي او غوليدونکی عنوان فارسي (دري) ژبو خلکو ته خدمت وي.

کرزي به يو ځل بيا خپلي چپنه او قرقولي ته لاس کړي هغومره کلو کورو ته به لاړ شي چي دا ورته په خپل تير شوي ۸ کلو کي نه وي ورغلي. بعضو ته به سترگکونه ووهي او بعضو ته به په ژړا شي چي والله چي زه مو خدمت گار يم، په وزارتونو خو يي لا پخوا ليلام لگولي وو، د ولسواليو څخه د ولايتونوجوړولو وعدي خو هم له پخوا شوي، شايد يو نيم بنديان به نور له محبسه خوشي کړي چي دده په گټه کمپاين وکړي، او که ضرورت شو نو دوستم به يو ځل بيا راوغواړي او ریښتيا هيره دي نه وي چي پښتنو ته خو هم بايدلافي او ده دروغو وعدي ورکړل شي. که فشار نور هم زيات شو نوقدرت خو هسي هم دده لاس کي دي او په هغوي به غږ وکړي چي تکړه شي که نه دا مزي به بيا نه وي .

ځکه دا دواړه خو هغه څوک دي چي د ټولي نړۍ په مخ کي په ښکاره ډول د قدرت، پيسو، زور او په داسي يو مهارت سره غلاوي وکړي چي دنيا يي اوس بله کومه دحل لاره نه ويني او بس خپل تياتر رالنډوي او همدغه دواړه يي پر ولس مين مشران معرفي کړل ،ځکه چي څومره گوتي په کي وهي هومره بوي کوي .

د افغانستان د اساسي قانون له مخي خو دوي اصلاُ بايد محکمي ته راکش او په سزا رسيدلي واي- مگر ددي پر ځاي دوي د انتخاباتو کامياب کانديدان معرفي کړاي شول ځکه چي د دنيا څخه يي هم لاره ورکه کړي . دا خو صرف هغه ثبوت شوي غلاوي ( بعظي کارتونو شماري يو رقم يعني په يوه شماره ډير کارتونه، او د بعظو کارتونو شماري د سره نه وي )، هغه بي ثبوته غلاوي به څومره وي، يعني که ټول تقريباُ۲۰۰۰ شکايتونه کنترول شوي واي څه حال به وو. بس افسوس د هغو نورو کانديدانو پر حال چي په رڼا ورځ ځني غلا وشوه او غږ يي هم څوک نه اوري . کله چي مشران په دغه سطحه غلطيانی او د خلکو پر حق حملي کوي نو د مديرانو او ريسانو به څه گيله وکړو- هغه د ملنگ جان شعر راياد شو چي وايي:

مشران چي گونديمار شي نو کشران څه ملامت دي
سپين ږيري چي نا اهل شي ماشومان څه ملامات دي

د غلي کيناستو او بي پروايي څخه هيڅ هم نه جوړيږي، ځکه دا وطن د ټولو افغانانو شريک کور دي اوددي وطن خدمت پر هر افغان فرض دي، هر افغان بايدتر خپلي وسي پوري خدمت وکړي ، تر څو دغه زوريدلي ولس نور ددغسي مکارو او پر قدرت مينو خلکو د منگلو څخه خلاص شي . ځکه دغه اوسني حکومت هيڅکله هم ددي ولس درد لره دوا نشي گرزيدلي. هغه فوځ چي يواځي د کابل د ښار امنيت نشي نيولي نو د ټول افغانستان امنيت به څنگه ونيسي؟ او نه به دغه د فساد نه ډک او په رشوت اموخته حکومت خلکو ته خدمت وکړي .

دغه د نړۍ پام چي نن افغانستان ته راوښتي او دغه کومکونه چي د نړۍ د گوټ گوټ څخه راروان دي ، به د همیش لپاره نه وي . افغانان بايد ددغي طلاي چانس څخه قوي استفاده وکړي ، ځکه که دغه چانس مود لاسه ورکړ نو گران وطن به يو ځل بياداسي توري کندي ته ولويږي چي بيا به يي هيڅ کله د اباديدو اميد هم ونکړاي شو.