د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که لوېدیځ دویم پړاوکې عبدالله ټاکي ــ تجزیه به پلې کوي

سرلوڅ مرادزی 23.10.2009 09:17

که په نورو هېوادو کې د ټاکنوغځېدل دویم پړاو ته یوه دودیزه وي ، خو افغانستان کې چې نن ــ سبا له همدې ځایه د نړۍ راتلونکی برخلیک انځوریږي ، کېدی شي داسې پایلې ولري چې د ډېرو لپاره يي وړاندوینه او لرلېد په اوس شېبه کې ناشونې وي .
دا چې له ټاکنو مخکې د هېواد سویل ( جنوب ) پر سور اور بدلیږي او د لومړي پړاو په ټاکنو کې د همدې سیمو د خلکو رايي چې د پزو او غوږونو په پریکولو او د سرونو په بیه ترلاسه او بیا په یومخیزه توګه باطلیږي ، د پېښو په روان بهېر نور هم د شک او بدګمانۍ پخلی کوي .
تېر تاریخ ته په کتو ، د ۱۹۹۲ کال په پېښو کې هم شمالټلوالې ته لوېدیځ ښې ډېرې پیسې ورکړي چې په بدل کې يي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډه او د هغه مهال دولت يي له پښو راورغورځاوه.
روسته بیا د طالبانو په نسکورېدو کې هم شمالټلوالې له امریکې څخه ډېرې پیسې تر ګوتو کړي او د لوېدیځ په مرسته په شمال کې له څمڅو او غارونو څخه راووتل او د ب ۵۲ الوتکو په ملاتړ ، کابل ته د نوي چور اوتالان لپاره رادمخه شول .
د بلخ والي عطا محمد نور هم د لوېدیځ تر سترګو لاندې د مرکز په وړاندې ګواښونه کوي . د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې استازي هالبروک سره عطا له هرې کتنې روسته مرکز ته نیغ شوی او سپين سترګی شوی دی . همداسې امریکې ته د عطا خپلسرېي سفرونه هم درواخله .
د ټاکنو روستۍ پایلې ښۍ ، لوېدیځ په زیات فشار سره کرزي چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يي د ټولو رایو ۵۴٬۷٪ راخپلې کړې ، اړیستلی چې ټاکنو کې د بریا دعوه پریږدی او دویم پړاو ته د ټاکنو په راښکلو کې د لوېدیځ غوښتنو ته غاړه کیږدي .
دا خبره د رسنیو په کنفرانس کې چې له کرزي سربېره ، د امریکا د مشرانوجرګې د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ مشر سناتور جان کیری ، افغانستان ته د ملګرو ملتو ځانګړی استازی کای ایدی ، په کابل کې د امریکې ، انګلستان او فرانسې سفیرانو پکې ګډون درلود ، د کرزي له څرګندونو څخه هم په ښکاره معلومېږي . دې کنفرانس کې کرزي د یوې ټوکې او نېوکې په بڼه دا هم وویل « له نړیوالې ټولنې غواړم چې د انتخاباتو امنیت تامین کړي چې داځلې د خلکو رايي تقلبي ونه بلل شي »
اوس چې ټاکنې د لوېدیځ په ښکاره لاسوهنې ، دویم پړاو ته بیول شوي او د روان کال د لړم په ۱۶ مه به ترسره کیږي ، دلته باید څو پوښتنو ته له همدې شېبې ځواب ولټول شی :
ایا لوېدیځ په دغو تقلباتو کې چې د دوی په اند خورا زیات هم دي ، لاس نه درلود او دا تقلبونه یوازې د افغاني لوري لخوا رامنځته شوي ؟
ایا لوېدیځ په ټولیزه او امریکې په ځانګړي ډول له ټاکنو څخه خوښې ونه ښوده ، اوباما ټاکنو ته د رسنیو د خبرونو له مخې ګوته په غاښ هک پک پاتې نه شو ، خو اوس دا ټاکنې د همدوی لخوا په تقلب کې بېسارې ګڼل کیږي ؟
ایا لوېدیځ او په تېره بیا امریکا په ریښتینې غواړي چې د ټاکنو په دویم پړاو کې يي کرزی په زغرده وګټي ، تر څو په صفا ګټلو سره کرزی د خپل ټيم دولت جوړ کړی او د نظارشورا او جمعیت د اتلافي حکومت له سندرو څخه د تل لپاره ځان بېغمه کړي ؟ ایا لوېدیځ غواړي په دې صورت کې مرکزي حکومت پیاوړی کړي ؛ د وسلوال مخالف لوري سره خبرې پيل شي ؛ اداري فساد پر ضد مبارزه پيل شي ؛ بیا رغونه چې په ټپه ولاړه ده ، سا ورپوه کړي ؛ انتقالي عدالت پلی شي ؛ جګړه ماران ، بدماشان ، لنډه غر ، قاچاقچیان ، جنګي مجرمین د قانون منګلو ته وسپارل شي او په پای کې دا چې د افغانانو د امنیت ، سوکالۍ او د هېواد د ودانۍ کارونه پيل شي ؟؟ ایا لوېدیځ د همدغو موخو لپاره ټاکنې دویم پړاو ته راکاږلې ؟
او یا که برعکس د امریکې په مشرۍ لوېدیځ د ټاکنو دویم پړاو ددې لپاره رامخته کړی چې د عبدالله په ټاکلو سره ، د افغانستان ناورین یو بل خطرناک پړاو ته ټېل وهي ؟
که امریکا غواړي چې ټول هېواد په یوه وار سره اور واخلي ؛ د هېواد له سویل سربېره چې د لوېدیځ په پټو چلوټو کې له پخوا راهیسې د جګړې په اور کې سوځی ؛ شمال ، لوېدیځ او شمال ختیځ ته هم د جګړې لمن وروغځیږي ؛ قومونه سره نور هم تودې جګړې ته ورشېوه شي ؛ د سمتي ، ژبني او مذهبي دوښمنیو پر نغري تېل وروپاشل شي او د افغانستان د پاشلو او تجزيي بهیر راګړندی شي ، نو ډبل عبدالله به د ټاکنو تر چتر لاندې په ارګ ور ننباسي ؟
بلخواعبدالله او ډله يي د امریکایانو د خوښۍ او رضا لپاره د ټاکنو په درشل کې څه نخرې او لوبې دي چې نه يي کوي !؟
دوی امریکایانو ته وايي که کرزی بیا وټاکل شي طالبانو سره به چې له دوی ( نظارشورا او جمعیت ) څخه زیات د امریکایانو دوښمنان دي ، په واک کې د ګډون خبرې پيل کړي ؛ د دوی په اند کرزی هغه څوک دی چې پر امریکایانو تل نېوکه کوي چې ولسي وګړي بمباروي او ترټولو روسته دا چې کرزی غواړي د امریکې له پخواني سیال روس سره اړیکې ټينګې کړي اوله هغوی څخه وسله راونیسي . په دې ډول دوی ( عبدالله او ډله يي ) غواړي روسیي سره د خپلې پټې یارانې خبرې هم پر کرزي ورواچوي !
همدارنګه عبدالله او پلویان يی امریکې ته په بوټ پاکیو بسیا نکوي او هغوی ته د ډار منظرې هم انځوروي :
« نظرما اینست که اگرکرزی بیش ازین درقدرت باقی بماند، موجودیت اوبیش ازینکه برای افغانستان زیانبار باشد، برای دولتهای آمریکا وانگلیس خطرآفرین خواهد بود. زیرا کرزی درعمل ثابت ساخته است که حرص سیری ناپذیر اوبرای قدرت ویرا وا میداردتا بخاطر باقی ماندن شخص خودش درحکومت دست به انجام حرکات خیلیها خطرناک، جنون آمیز وعاقبت نیندیش بزند تاجاییکه بخاطرمنفعت شخصی خود وخانواده اش حتی دست به تغیرسیاست های کلان مملکتی وجهانی بزند وابرقدرت های جهان را بخاطرحمایت طلبی ازخود دربرابرهم قراردهد. سیاستمداران آمریکا اگرخرده یی عقل داشته باشند، باید تادیرنشده هرچه زودتردربرکناری او ودار ودسته اش ازقدرت اقدام نمایند »

دلته د نظارشورا موخه رڼې او دیموکراتیکې ټاکنې نه دي چې کرزی باید پرې له واکه په قانوني ډول لری کړی شي بلکې دوی پر امریکا او انګلیس غږ کوي چې که په ټاکنو کیږي او که په بله لار کرزی باید له واکه لري کړي شی .
د عبدالله راتګ به د درېیم سقاو ظهور وي . که لومړي سقاو اماني غورځنګ د انګریزانو په ملاتړ د نیستي ګړنګ ته ختاکړ ، د پرمختګ او تجدد کاروان يي تالا کړ او دوېیم سقاو مسعود د روسانو په مرسته د هېواد پلازمېنه کابل لوټې لوټې کړ نو درېیم سقاو عبدالله به دا ځل د لوېدیځ پلاس د هېواد جغرافیه له بېخه ونړوي .
د عبدالله په راتګ سره به سندره د پارلماني نظام په پلي کولو پيل کړي . د اساسي قانون بدلون به په هېواد کې د جګړې د ختم او نورو مبرمو چارو څخه ړومبی کړي . ولایتونو ته به د واک ورکولو تر چتر لاندې د هېواد شمال ته د پاشلو لار پرانیځي . د لوی خراسان او ایران کبیر ډولونه به په درځا شي . د ډیورنډ د استعماري او کرغېړنې کرښې د منلو لپاره به خپله پاکستان ته زارۍ پيل کړي ؛ په افغاني پيسو به د ملي خاین مسعود او لومړي سقاو د انځورونو خبره راپورته کړي . ملي سرود ، ملي بېرغ ، ملي حاکمیت او په نوم ملي ګټو او ارزښتونو سره به مخه ښه وکړي .
که خبره پر تخت د عبدالله د کېنولو هم نه وي ، زه چې negativism نه منم او سخت يي مخالف یم ، بیا هم د هېواد پر اسمان د سختو تورو وریځو او تندرونو فضا وینم . « شمال کاملا نا امن گردیده نا امنی ها به فاریات جوزجان سرایت نمود, وبلخ هم به چنین سرنوشت دچار میشود, بغلان وقندز ازجمله ناامن ترین مناطق شمال به شمار میروند فقط تخار وبدخشان باقی است بزودی نا امنی ها به آنجا نیز سرایت خواهد نمود »
دا چې د هېواد شمال په بېلا بېلو ولایتونو کې نن دلته او سبا هلته په چورلکو کې نامالوم وسلوال پلي کیږی ، چې روستۍ جوپه يی په فاریابو کې وه ؛ د سرحدونو د وزارت د پخواني مرستیال رشید وزیري دا خبره رایادیږی چې « که حالات همدا شان روان وي ، ژر به له افغانستان څخه وزیرستان او له ازبکستان څخه ننی افغانستان جوړ شي »
خو که د شمالټلواله نوره هم پرې ورزیاته او سرباری شي چې په نابشپړ واک سره يي افغانستان د نیستي کندې ته ورنږې کړي او که د بشپړ واک خاونده شي د افغانستان پر تاریخ به تلپاتې توره رټه پریږدي . د تاریخ په کچه به ، د چنګېز ، ګوډ تيمور ، هلاکو ، هتلر ، انګرېز او روس تور مخونه ورسپين او هغوی به تبريه کړي او د تېر تاريخ او بشريت په کچه به ، په وحشت او بربریت کې تر ټولو واوړي .

زه خپله لیکنه د خوشحال بابا په دې شعر راغونډوم :
ټوله یو دي له کندهاره تر اټکه پښتانه د ننګ په کار پټ او اشکار


اخځونه :
افغان ــ جرمن انلاین بریښپاڼه
خاوران بریښپاڼه
مرادزی
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر ۲۲ مه