د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوی ورته مشروعيت وايي

حبيب الله غمخور 21.10.2009 17:16

پرون داکتوبر پر  ۲۰ مه دامريکا اونوروبهرنيو زبرځواکو ددوه اونيو منډو ترړونه وروسته ښاغلي حامد کرزی  دجمهوري  رياست   په ماڼۍ کښي پداسي حال کي راڅرگند سوچي له يوې خواپه ظاهره خوشحاله معلومېده اودبلې خوایې دواړو بغلوته دباديگاردانوسره يو ځاي ولي تر هغوي يوڅه وړاندي د امريکا پېژندل سوی  سناتور جان کيري، د امريکا سفير،کارل ايکنبيري، د برتانيا سفير مارک سېډوېل او د يوناما مشر کای ايده هم ولاړوه .

ښاغلي  حامد کرزي اعلان وکړ چې ټاکنې به د دويم ځل لپاره ١٤ ورځې وروسته (د لړم پر ١٦مه) کېږي .

پدې خبري غونډه کي چي  دنړيوالو نېغ په نېغه سياسي فشارله ورايه څرگندېده ښاغلي کرزي د ټاکنو د کميسيون پريکړه پر ځاى او د خپل هيواد په گټه وبلله ،هغه څرگنده کړه :  (( زه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه قانوني او په حقه بولم . او دا د افغانستان د ثبات او ديموکراسۍ د غښتلې کولو لپاره يو ښه ګام دی . د ټاکنو په راتلونکي پړاو کې به هغه دوه کانديدان برخه اخلي، چې تر نورو نوماندانو يې ډېرې رايې وړې وې ، چې له نېکه مرغه يو يې زه يم او بل ډاکټر عبدالله دی . ))

پدې خبري ناسته کي تر حامد کرزی  وروسته امريکايي  سناتور جان کيري وويل  : (( د افغانستان راتلونکی په خپله د افغانانو په لاس کې دی، نه د وسله والو په لاس . ))

يو پښتو متل دی وايي :  يوه درواغجن  په ډير شوق او زوږ خپله له درواغو ډکه قيصه کول ، اوپسله دو جملو به ئې  قسم خوړۍ چي گويا رښتيا وايي ، تر څو شېبووروسته  ديوچا حوصله ورته تنگه  سول ،اوله ځايه پر راپورته سوډير ښه ئې وداخولې اوسترگوته ځېرسو، دهغه تر نوبتي قسم خوړلو ورسته ئي ورته وويل ،ياره وروره پدې ډيرو قسمو خودې موږ ټمبه کړو!  ته فکر کوې چي څه وايې  اوهغه  موږ ومنل ؟؟؟

اوس هم ښاغلي جان کيري وايي ((دافغانستان برخليک په افغانانو پووي اړه لري)) بلې عجبه اړه لري اوعجب ئې په خپله ټاکلاي سي !!!

دم گړۍ زما اوزمادهيوادوالولپار دامهمه نده چي چا له ټولودرغليوسره  څومر  رايي يووړې  ؟ جالبه داده چي که په رايو کې دټاکنو دقانون خلاف درغلی سوی وي ، په رايو اچونه کښې لاس وهنه سوې وي ؟ اودځان په گټه غير قانوني رايي اچول سوی وي ؟  نوداکارخو داساسي قانون اودټاکنو له قانون څخه بربنډه سرغړونه ده؟ سرغوړونکو ته بايد سزاورکړه سي  ، ځکه دواړودا ډول لاسوهنې اوپر قانون تېرۍ کړی .

دټاکنو په قانون کي راغلي که په طبعې اوقانوني بڼه يوڅوک درايو ۵۱ په سلو کي پوره نکړې بيانو دهغوتر منځ چي تر نوروئې زياتي رايي وړي دوهم ځل ټاکنې کيږي.

په اساسي قانون  اودټاکنو په قانون هيڅ داسي يوه ماده نشته که دوه سيالانودخپلو دولتي اويانوروامکاناتونه په غير قانوني توگه گټه اخيستنې سره دټاکنوپر وخت دځان په گټه غير قانونې رايي صندوق ته واچوي هغوي هم حق لري دوهم ځل ټاکنوته ولاړ سي . بر عکس هغوي دواړه اوياهرڅومره چي وي  څارنوالی ته معرفي اوتر قانوني گروېږنې لاندي   بايدراسي  .

تر کومه ځايه چي پرون معلومه سول تر دومياشتو چنه وهلودامريکا ، ملگروملتودسازمان  ، انگلستان  او اروپايي نړۍ په بې کچې فشارسره کرزي اوعبدالله دا ومنل چي دوهم ځل ټاکنې دي وسي .

باخبره سرچينې وايي داپر ېکړه تر هغه وروسته بهرنيانوپه دواړو ومنل چي دوي حاضر نشول يوگډ حکومت جوړ کړي .

بلې !

زماپه نظر دبهرنيو بېځايه لاس وهنو کرزی اوعبدالله دومره سره ليري کړه چي بيابه هيڅکله دوي اودوي ته صاق وفادار کسان په يوه حکومت کي کار سر ونکړاي شي . که څه هم په دوهم دور ټاکنو کښي به بيرته ښاغلي کرزی  بريالۍ  اعلان سي، ځکه پدې هکله دامريکا دبهرنيو چارو وزيري  مير من کلينتن څوورځې وړاندي  داخبر کړې وه ((که ټاکنې دوهم پړاوته ولاړې هم سي ښاغلي کرزی ئې وړي .))

اودبلې خوا دامريکاولسمشر بارک اوباما دملگروملتو دسازمان دسرمنشي بان کي مون  ، دامريکا د دفاع د وزير  اونورو بهرنيو لوړ پوړوچارواکو دغه څرگندونه چي  (( موږ خوښ يو ښاغلي کرزی دوهم ځل ټاکنې ومنلې ، ځکه دابه راتلونکي حاکميت ته مشروعيت ورکړي )) ددې معنا لري چي کرزی بريالی اودغه دوهم ځل حاکميت به ئي دمشروعيت ترنامه لاندي وي ، ټولي پخوانۍ توري گوتي مښلو علامې  اونښانې به خراپي کړي ، ځکه خو ښاغلي کرزی خوابدی هم نه معلومېده . مگر بهرنيانوپدې کارسره دټاکنو قانون  تر پښو لاندي کړ ، هغه پدې معنا ددې پر ځاي چي که په ټاکنو کي درغلی  کوونکو اولاس وهونکو نه  بايد قانوني تحقيق  سوی واي ،  دواړوته ئې  له ترسره سوي  اوپه گوته سوي جرم نه چي دټاکنوپه بهيرکي  په غير قانوني بڼه زياتي رايي اسعتمال کړي وې برأت  ورکړ  اوپه دوهم ځل ټاکنوکښي به بياهم  دوي دواړه کانديدان وي .  عجيب عدالت او عجيبه دموکراسي ؟؟؟؟  هغه ديو بام اودوې هوا وي قيصه دسړي ورپه يادسي  .

داله پخوامعلومېده چي بهرنيان دغه دتړلو دروازو خبرو،کابل ته يوپه بل پسې سفرونو ، په سفارت خانو کي پټو اوښکاره لېدنو،کتنو،دبهرنيو مشرانوتليفوني خبرو اونوروعجيبو اوغريبو اړېکوتر شايوڅه شته ؟

طبعې ده چي يوازي داخبره به نه وي چي داټولي هڅې  دهمدې لپاره وې چي ښاغلي کرزی گوياداومني چي بلې حاضر يم دوهم ځل ټاکنې وسي . حتمأ نورڅه هم شته ، داچي څه شته يوه نيمه مياشت وروسته به که ټول کارونه دبهرنيانوله پلان سره سم ترسره سول  هر څه راڅرگندسي .

قانوني، اودمنلو وړ خبره خوداوه چي لومړی له دوي دواړونه پوښتنه سوې واي چي ولې ئې دځان په گټه غير قانوني رايي کارولي دي ؟؟؟؟  اوبيا دملي مصلحت پر بنياد ديوه ملي اومنلي حکومت دجوړېدولپاره قانوني لاري چاري سنجول سوی واي  .

دوهم ځل ټاکنوته بايد هغه کسان تللې واي چي په قانوني درغليوتورن نه دي نه داچي دمختلفوامکاناتونه په استفادې سره ئې خپلې رايي وپړسولې ، دادی اوس  يوځل بياددوي پر شاوخوابهرنيان راڅرلي  .

راځودې بلې خبري ته چي که پر کرزی فشار اچول سوی  چي دوهم ځل ټاکنوته غاړه کښېږدي ، پر هغو چي ددوهم ځل ټاکنو مخه به دلومړی ځل پشان نسي څوک اوپه څه ډول فشار راوړي ؟

په لومړی ځل ټاکنو کښي دټولونړيوالو نورمونوخلاف  دډله ايزو رسنيوپر خولو د۲۴ ساعتولپاره دچوپتيامهر ولگېد چي څه به نه وايي ، خو ډير ژرڅرگنده سول چي دټاکنو مخالفينو تر ۱۳۰ ځله زياتې  وسله والي حملې کړې وي ، ان تردې کچې چي دبغلان دولايت مرکز دڅو ساعتو لپاره ددولت اوټاکنو دمخالفينو پلاس کي وو، د چاگوتي اودچالاسونه پرې سول او دچاکور په اورکي وريت سو. هغه ځل هم نړيوالو اوکورنيو وسله والو ځواکونو داټټر ټکولی ووچي موږ درايي ورکونکودامنيت ساتلو لپاره پوره تياري لرو، خوددي تياريو پايلې موږ اونړيوالو په خپلو سترگو وليدلې  . اوس چي ددوهم ځل لپاره ټاکنې  پسله  ۱۵ ورځوترسره کيږي څنگه به  دوي وکړاي شي  دخلکواوټاکنودمرکزونو امنيت خوندي وساتي ؟

زما اودبې شمېره څېړنکو باوردادی  چي دا دوهم ځل ټاکنوتر نامه لاندي  يوبله سياسي ډرامه ده اوبس !

فکرنه کيږي چي خلک دي دهغه په نيمايي دېته حاضر سي چي يوځل بيادرايو مرکزونوته ولاړ سي .

اوس  چي بهرنيانوددوهم ځل ټاکنوترسره کېدوته ملاتړلې بهتره به داهم وي  چي دټاکنودبهير مخالفينوهم  لکه پر افغاني چارواکوداډول سياسي فشار واچول سي چي په  دوهم ځل ټاکنوکښي  دپاته کسانو پاته گوتي او سرونه پرې نکړي  . داچي پر چا دا ډول فشار واچول سي امريکا،انگلستان ،دملگروملتوسازمان اودامنيت شورائې تر هر چا ښه پېژني، که داسي ونشي پدې  ډاډه يم  چي  درايو مرکزونوته به څوک ولاړ نسي .

داچي  ددې ټاکونولپاره به څۀ ډول لوجستکي تياري موجوده وي اوپه کومو (مالي ، مادي اومعنوي) امکاناتو به دټاکنو کميسيون وکولاي سي د رايو ټول  په گوته سوی مرکزونه دسهارنه تر ماښام پوري پرانستي وساتي  دايوه بله ستونځمنه خبره ده ، چي دډېرو پر دغو ورکړه سوو وعدو اعتبارنه کيږي .

درنو لوستونکو!  تاسو دې ټکي ته پام وکړی په تير ټاکنوکي بايدبېله په بهرکي اوسېدونکو افغانانو څخه  شاوخوا ۱۷ ميليونو کسانوبرخه اخيستې واي ، خواوس په لومړي ځل ټاکنو کښي  دټولو درغليوسره او داچي په بې شمېره کچه ئې درايو صندوخانوته خپله رايي وراچولې دي ،بياهم ددوي په وينادشپږو ميليونو په شاوخوا کي رايي صندوقوته لوېدلې دي ، هلته تر يونيم ميليون زياتي رايي ددوي په ويناايظافي لوېدلي اوباطلې اعلان سو ې . نوپاته سوې څلورنيم ميليونه په هغه کي بيا په سلوکي ۴۹ دکرزی  او دپخوانۍ احصائې  له مخې ۲۸ په سلوکي  ډاکتر عبدالله ترلاسه کړي دي  .که ۴۹ په سلو کي معيارونيسواودا قبوله سي  چي ښاغلی کرزی  و گټله نوهغه گويا له څلورنيم ميليونوڅخه دوه ميليونه رايي ترلاسه کړي ،څنگه کېداي سي پداسي يوه هيواد چي وايي نفوس ئې ۳۰ ميليونه دی په دوه ميلونه رايو يوڅوک ولسمشر سي ؟  اودغه څوک دي بيا قانوني مشروعيت ورلري  ؟  ايادغه رښتيانۍ پر نړيوالودموکراتيکو معيارونوبرابر مشروعيت دي؟؟؟

پر مشروعيت به ډبره کښېږدو، راسی ولس ته له دغو ورپغاړه نانندريو او زورونکی حالت  نه نجات ورکړو.

دادوهم ځل ډرامه ياټاکنې به هم پاي ته ورسېږي ، داچي په څه بڼه اوکوموتلفاتومسوليت یې دکورنيو اوبهرنيو چارواکوپرغاړه دي  .

پدې هيله چي دتړلو دروازوشاته ددوهمې نندارې  راڅرگنديدل افغان ولس ته  يوڅه دخوښيوپيغام له ځان سره ولري اوددوي دخوښيواو روحی تسکين لامل وگرځي . که خداي نخواسته داسي نشي او دمشروع حاکميت تر نامه لاندي هغه څه پردې بېچاره ولس يوځل بيا تپل سي کوم چي نه منلو ئې غرو ته پورته کړه اويائي د بهرنيانو د نوکرانو نوکرۍ اوهغوي قدرت ته  درسولو په لاری کي دغو بې شميره قربانيوته اړيستل دابه يوه بله ملي غميزه اودنووبدمرغيو پيل وي  .

که بهرنيان په رښتيا غواړي چي اوس اوس ددوي له خوا دافغان ولس پر وړاندي  دغه ډول نيت ته خلک  دشک په سترگه گوري ، يوسالمه اداره  رامنځته کړي ، په دولتي اداروکښي بايد په کار هغه کسان  وگمارل سي کوم چي ولس ته دمنلو وړوي  او وکولاي سي په افغانستان کي ددموکراسی راوستلودبهيرسره مرسته وکړي .

افغانستان  دسياسي بيارغونې په څنگ کښي تر ډيره بريده په  اقتصادي اوټولنيزو چاروکښي  بيارغونې ته زياتي اړتيالري .

 ومن الله التوفيق