د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شرارت شيطاني دايره

غلام محمد زرملوال 18.10.2009 21:27

 په دې وروستيو کې يوه ويډيويي رپوټ چې د سوات د افغانانو پرخلاف د پنجابي اردو د استبداد يوه کوچنۍ بېلګه ښيي، د افغانانو قهر او غصه ژور پارولي دي. خو پدې اړه اساسي پوښتنه دا ده چې ايا دا ويډيويي رپوټ چا جوړ کړى او د هغه د ښودلو بنسټيزه موخه څه ده. په ويډيو کې په جوته ښودل کېږي چې څو تنه پوځيان د لاټيو او لغتو په ضربو پر څو تنو نارې وهئ، سپکوي يې او له "طالبانو" سره پر تړاو د چا پته ترې موندل غواړي. داسې څرګندېږي چې دا به په "موبايل" د کوم چا له خوا "سمګل" شوې ويډيو نه وي، بلکې په خپله د پوځي پروپاګندچيانو له خوا تياره شوې يوه صحنه وي چې تر هغې لاندې د افغانانو پرضد د خپل روان استبداد رښتيني ابعاد پټ کاندي. دا د پرنګي شيطنت يوه بېلګه ده.

 برتانوي امپيرياليزم پر محکوم کړو ملتونو د خپلو بېسارو ظلمونو او نارواو د پټولو پر تکل  په تاريخي ډول د داسې صحنو په تيارولو کې خورا مهارت لري. او پدې لار کې له هر ډول وسيلو څخه ګټه پورته کوي. پدې لړ کې د "طالبانو" له خوا پر جوماتونو او په عامو بازارونو د بريدونو پېښې هم د تامل وړ دي. د دې صحنو جوړولو په پايله کې راجه=جرنيلي پوځ نيت لاره د پرنګي او امريکا د اوامرو د پلي کولو پر لور پر وزيرستان بريد وکړي. ايا کوم "طالبان". په ياد مو وي چې کې جي بي هم له روسانو سره د افغان ملت د جهاد پر مهال د مجاهدينو په نوم ٨٢ يا ٨٤ ډلې جوړې کړې وې. او هماغه "مجاهدين" وو چې سر يې د روسانو له لستوڼي راووت او د افغانستان د ډېرى تباهۍ لامل وګرځېدل.

 د دې ادعا د پخولو لپاره دا لاندي درۍ تاريخي بېلګې وړاندې کېږي  چې وينو تويولو او څښلو ته د پرنګي اشتها د حدودو؛ د افغان ساده زړي خو بارحمه ولس له پاخه کلتور څخه د دې ولس پرخلاف مزورانه ګټه پورته کول؛ او خپلو کلونيالستي اهدافو ته د ولسونو د مذهبي احساساتو د پارولو له لارې د ځان رسولو ښکارندويې دي:

 لومړۍ بېلګه: د رنجيت سنګه له مړينې وروسته، د سيکانو ځواک د خپلمنځي سياليو له کبله د ځوړ پر لور روان وو. په پاى کې د سيکانو ايډيولوژيکي فرکسيون، خالصه، پر نورو پياوړى او پر قدرت يې ولکه وموندله. برتانيا چې مخکې د مخه يې پدې هکله اټکل او په وړ وخت کې يې د هغه په اړه د پلي کولو پلان تر لاس لاندې و، لومړى سند ايالت اشغال کړ. دې کار سيکان وترهول او له خپل ځان څخه د دفاع پر موخه يې د ١٨٤٥ کال ي د دسامبر پر  ١١ نېټه د سيکانو ځواکونه له سُتليج سين څخه تېر او د ١٨٤٦ کال په لومړيو کې يې پر برتانوي پوځ بريد وکړ. دا د برتانيا او سيکانو لومړۍ جګړه وه. په ١٨٤٥ کال، د خالصه د ځواک پر مهال، د سيکانو پوځ اتيا زره تنو ته رسېده. د برتانوي ځواک پرخلاف د هلته او دلته پاڅونونو په لړۍ کې، يو خورا جدي پاڅون د اباسين په ختيزه پوله په هزاره ضلع کې وشو. د "انګلو-سيکه د دوستۍ" په زمانه کې چترسنګه د  هزاره ضلع حاکم او جېمز اباټ پرنګى يې پوليټيکل اجنټ و. چتر سنګه اوس ټينګه ملا تړلې وه چې د سيکانو خپلواکي ترلاسه کړي. د سيکانو پر لاس د ماتې په نتيجه کې جېمز اباټ په سريکوټ کې د افغانانو يوې ټولنې، مشواڼيو، ته پناه ور وړې وه. همدا افغانان وو چې په مارګله غونډيو کې يې د سيکانو مخه ونيوله او پدې توګه يې پرنګيان له نابودۍ څخه بچ کړل.

ويکتوريا سکوفيلډ په خپل کتاب، "افغان سرحد"، کې ليکي چې له هغې زمانې " يوه پېړۍ وروسته الف کېرو هزاره ضلع ته سفر وکړ او له يوه سل کلن افغان سره يې ليدنه وکړه. هغه ورته ويل چې جېمز اباټ يې ښه په ياد دى. ويل يې "زه په هماغه جرګه کې وم چې جېمز اباټ له موږ نه وغوښتل چې د سيکانو پر ضد ورسره ودرېږي. موږ لوړه وکړه او ورته ومو ويل چې د سيکانو پرخلاف به د ده ملګري شو. د اباټ صاحب سترګې له اوښکو ډکې شوې (!!) او موږ هم ورسره اوښکې تويې کړې. له اباټ صاحب سره ودرېدو. هغه زموږ د پلار پرځاى و. اوس د اباټ صاحب پر شان انګرېزان نشته."[1]  په هغه پسې له دوه مياشتو خونړيو جګړو وروسته، سيکان مات شول؛ پرنګي پوځ پرې "هېڅ زړه سوى ونکړ"، له تېغه يې تېر او په پاى کې يې د رنجيت سنګ ماشوم زوى، دوليپ سنګه، پر تخت کيناوه او پنجاب يې تر ستوني تېر کړ. او ورپسې يې د هماغه مشواڼيو پر "ښکار کولو" لاس پورې کړ.

 دويمه بېلګه: په ١٨٨٠ کال پر کابل د عبدالرحمن خان د ولکې موندلو او د پرنګي له خوا پرې د ګندمک د توافق تپلو پسې انګرېزي پوځ د افغانانو په ځپلو پيل وکړ. د هغوى د تابع کولو او پر ګونډه کولو لپاره يې له هر ډول وسيلو څخه ګټه پورته کوله. پر کليو او کورونو يې "سزايي يرغلونه" کول؛ پر ډلييزو سزاوو يې لاس پورې کاوه؛ کلي يې ورانول؛ په سلګونو زره يې وژل او مليونونه يې د ژوند له هر راز خوږو او اسانتياو څخه محرومول.  مګر له دې ګرد اختناق، استبداد او انسان وژنې سره-سره يې هم پرې د حکومت کولو توان نه درلود. خو په يوه پالېسۍ کې چې برتانوې امپرياليزم خورا بريالى وو، هغه د پرنګي شيطنت په ترڅ کې د افغان ملت له عقايدو څخه د هغه د "ويش او ايلولو" لپاره کټه پورته کول وو.

 له ستوني څخه د رنجيت سنګه پنجاب په تېرولو پسې، پرنګيان ګام پر ګام د "انګرېزي فقيرانو، ملايانو او طبيبانو" پر مخکښۍ د افغانانو په خاوره کې د ننه نفوذ کړى و. خو يوه سيمه چې هغې ته يې د ورتګ پر وړاندې خنډونه موجود وو، هغه د پېښور سهيل ته پرته د کُرمې سيمه وه.  په ١٨٩٢ کال دې سيمې ته د ورتګ لپاره، چې ډېرى اوسيدونکي يې توري [شيعه] وو، پرنګي چلوټه په کار واچوله. د شيعه-سني تر منځ د مذهبي احساساتو د کرکې اور په لمبو کولو پسې، [توريو پرنګي ته (!)]  "عريضه واستوله" چې:

"اې محترمو انګرېزانو! موږ تاسو ته د خداى پر نوم اپيل کوو. موږ د درانيانو له لاسه تباه شوي يو او د خواشينيو وروستۍ پولې ته رسېدلي يو. هغوى په بېرحمۍ موږ چور او تالانوي.  په اوښکو او سړو اسوېليو له تاسو څخه هيله کوو چې د دې استبدادګرو له منګولو مو وژغورئ... موږ د درانيو له حکومت څخه کرکه کوو. راباندې د انګرېزانو  حکومت ته لاس پر دعا يو... کُرمه خورا ښکلې، زېږنده ښېرازه سيمه ده. يو ګام  پرمخ راواخلئ او د ظالم له باره مو وژغورئ... که دا عرض مو ونه منئ، نو باور ولرئ چې د قيامت پر ورځ به زموږ لاسونه ستاسو په لمن (ګرېوان] کې وي او د خداى پر وړاندې به مو پر ناعدالتۍ تورنوو! دا عريضه به يو لوړ سړى، چې د ورېښمو لنګوټه به يې پر سر وي، تاسو ته در ورسوي. پر هغه مهرباني وکړئ."[2]

پدې توګه انګرېزان کُرمې ته ننوتل او د شيعه-سُني ترمنځ هغه مهال پر لمبو کړې جګړه تر دا نن پورې دوام لري. تر ايرو لاندې د جګړې دې سکروټو ته د مرګ هر تجار کولاى شي چې هر وخت وغواړي هغو ته پر ور پوکولو او لمن وهلو د مذهبي کرکې دا جګړه پر لمبو کاندي چې په خپله مخه او چاپېريال کې هر څه، هر څوک وچ او لانده سوځي.

 درېيمه بېلګه:  ١٨٩٧ کال و. د همدې کال د جون پر ٢٢ نېټه، پر تخت کيناستلو د ملکه/امپراتورې ويکتوريا شپېتمه کليزه وه. برتانيا د خپل ناساري ځواک په خورا لوړه کچه دا مهال د امپراتورۍ پر ٢٧٢ مليونه "اتباعو" حکومت کاوه. د دې ورځې د لمانځلو لپاره له ټولوبرتانوي کالونيو څخه په سلګونو راجاګان او نوابان په لندن کې راغونډ شوي وو. د همدې شپېتمې کليزې پر مهال له لندن څخه پنځه زره ميله لرې د افغانانو په خاوره کې "د سوات، دېر، ملکنډ او باجوړ د جاهلو قبايلو پر ضد"، چې د امپرېاليزم د استبدادګرو له خوا پرې د بېرحميو پرخلاف جنګېدل، د "سزايي يرغلونو" تيارى نيول شوى و. د جولاى په مياشت کې انګرېزانو پر عملياتو لاس پورې کړ. [له هغې نېټې نه پوره ١١٢ کاله وروسته د برتانيا اجير پنجابي پوځ پر سوات بريد وکړ] د چرچل پر وينا، چې په هاغه مهال يې په ملکنډ کې د "خبرېال" دنده لرله. "... دا وحشي قبايل د عصري تمدن پرحساسيتونونه پوهېدل." چرچل وايي چې د دې "ناوړو قبايليانو" پر ضد عمليات د سر بينډن بلډ له خوا، چې په "کاسل راک – Castle Rock " غونډيو کې يې ځاى نيولى و. رهبري کېدل. د برتانوي پوځ بنګال نېزه-غونډ پر دره بېرحمه يرغل پيل کړ. پر اسونو سپرو پياوړو پرنګي پوځيانو د ښېرازو زېږنده کښتونو په منځ کې د پر شا تلونکو پښتنو پر ښکار کولو لاسونه پورې کړل. پر تېښته او ماتو شويو پښتنو لپاره د پناه ځاى نه و؛ د هر يوه ځانګړي ټټرونه په نېزو څيرېدل او بدنونه يې ټوټه-ټوټه کېدل. د غنمو او شولو کروندې يې پر مړو پوښلې وې. د سوات او باجور اوسېدونکو ته دا داسې يو سبق و چې هېڅکله به يې هېر نکړي... د اکست په مياشت کې په شپېته توپونو او ماشيني اتومات وسلو سمبال يو پينځه دېرش زريز پوځ - د پينځه دېرش زره بار وړونکو څارويو په شمول – په تيراه او کُرمه ناوو کې د اپريديو او اورکزيو پر خلاف عمليات پيل کړل. د اکتوبر مياشتې په نيمايي کې د "تيرا سزايي ځواک"  د سامانه غرونو له لارې د سوات ناوې "جنت" ته ننووت. د سوات ناوه د شنو فصلونو او د زردالوګانو، الوچو، شليلو، مڼو او مالټو د ونو لوړديواله بڼونو ناوه وه. د غلو دانو زېرمې له جوارو، اوربشو، لوبيا، پټاټو، پيازو او مټکو [چارمغزو] څخه تر غړۍ پورې ډکې وې. د اکتوبر د مياشتې په سړه ځيږه هوا کې د سوات ناوه لکه د اينګلنډ پر څېر ښکلې وه. يو برتانوي خبريال، چې له يرغلګر اردو سره يې سفر کاوه،  ليکي چې پر ونو د مني د پاڼو رنکونه خورا ښکلي دي اوسړي ته مورنى وطن ور په يادوي. په اسانۍ سره دا تصور کېداى شي چې ولې دا ښايسته ټاټوبى د پښتنو شاعرانو الهام ګرځېدلى دى." خو د "سزايي يرغلونو موخه، سزا ورکول او د ټولې دې خاورې بېخي ويجاړول وو چې د اوسېدونکو لپاره يې د ژوند وسايل برابرول." ورځنې د ژوند د وسايلو اخستل به، هغوى مجور کړي چې ځانونه تسليم کاندي ... اپريدي له خپلو تورسرو او ماشومانو سره وچو شنډو غرونو ته پناه وړې وه. له هغو لوړو څوکو يې په چوپه خوله او ناوسۍ سره ليدل چې پرنګيان يې کورونو او ځمکو ته ورننوتل. لومړى يې د هغوى پر غلو دانو پيل وکړ. پر لوبياو، نخودو او پټاټو ډک واګونونه يې له زيرمتونو رايستل. د ميوه لرونکو ونو پوستکي يې له بدنه بېلول او بيا يې يا پر تبرونو نړولې او يا يې ترې سيمونه تاوول چې په تدريجي توګه وچې او ومري. په پټيو کې ولاړ فصلونه يې سوځل. کله به چې يوه کلي ته ننوتل. نو پوځيانو به د شتمنو پر کورونو تالان جوړ کړ. غالۍ، ورېښمين کالي، کورني سامانونه، مېز چوکۍ، مسي لوښي او ښکلاييز اثار به يې په اوږدو واګونونو کې بار او خپلو کمپونو ته وړل. د پخلنځي سامان،  د کرنې وسايل او د کور سامانونه او داسې نور کوم څه چې به يې ورسره نه وړل، هغه به يې د کلي په منځ کې راغونډ او اور به يې ورته کاوه. د زهرجنو ګرانايټو دړې به يې څاوو ته ورغورځولې چې د څښلو اوبه پرې زهرجنې کاندي ... کله چې به يو کلى بېخي نابود شو، نو د ويجاړونې واحدونو به د ډاينمايټ په توګه ديوالونه او بُرجونه الوزول. د نومامبر په نيمايي کې د تيراه ناوه پر يوه شنډه بيديا بدله کړل شوې وه. او د غرونو په پناه کې پراته پښتانه ماشومان د يخني له لاسه د نيمخوا مرګ کومي ته سپارل کېدل ... په دسامبر مياشت کې پرنګيان، مخکې له دې چې د ژمي واورې او بادونه يې مخه وتړي، د سامانه لوړو له لارې ووتل. د اپريديو کورنۍ دومره نېکمرغه نه وې. د هغوى ډېرى شمېر ماشومانو او سپين ږيريو. پداسې حال کې چې پرنګي يې   کورونه ويجاړ او د خوړو لپاره يې هر څه ترې لوټ کړي او پر اور اړولي وو. ژوند له لاسه ورکړ.

 پدې منځ کې = لکه د تل پر څېر - يو کوچنى شمېر ځانګړي غږونه هم وو چې په زړونو او روحونو کې يې د انسانيت تودوخه لرله. د داسې کسانو په منځ کې د آني بيسانټ په نوم يوه مېرمن وه. نوموړې د ستر امپرياليست، وينستن چرچل، د "اورپکۍ او شاعرانه ادبياتو" پر محکومولو لاس پورې کړ. چرچل "د وينو څښلو د نه مړېدونکې اشتها" په ترڅ کې، لندن ته له پښتونخوا څخه داسې رپوټونه را استول چې د پرنګي د تکبر استبدادي جذبې وهڅوي. هعې وليکل: "موږ دا لوړه ادعا کوله چې موږ له پښتون ملت سره بدي نه لرله. خو په عمل کې مو د هغوى کليو ته اور اچاوه؛ فصلونه او غلې دانې مو يې ويجاړول؛ څاروي مو يې ترې غلا کول؛ کورونه مو يې لوټل؛ نارينه مو يې د "باغيانو" په نوم پر دار خېژول؛ او ښځې او ماشومان مو يې له خپلو کورونو شړل چې په واورو کې ومري. د تورو تيارو له کومي مو غوږونو ته د ځګېرويو غږونه را رسېږي؛ او موږ د هغو نادودو له کبله په شرم شرمنده يو چې زموږ په نوم د دې ولس پرضد روانې دي. له لوږې د مړو او مرګونو ماشومانو سلګۍ موږ محکوموي. په يخنيو کنګل شوې ښځې زموږ پرضد نارې وهئ. پر يخ د کنګل شويو مړيو جسدونه، د پر اور اول شويو کليو تور ديوالونه؛ په واورو پوښلي سرو وينو رنګين ډګرونه زموږ پر بشريت لعنت وايي.

 اې انګريز نارينه و چې د خپلو مېرمنو په بغل کې تاوده پراته ياست، دا پښتانه مېړونه در په ياد کړئ ... اې انګرېز مېرمنو، چې پر سينه مو موسکا کوونکي کوچنيان پراته دي، د خپلو دې ښځينه خويندو په هکله سوچ وکړئ چې له خپلو تنکيو ماشومانو [په مرګ او ژوند] بېلېږي. پښتانه هم د تاسو پر څېر له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره مينه لري. پښتون هم مېړه او پلار دى. د هغه پر وړاندې هم کور د خوښۍ ځاى او نغرى يې مقدس دى. [ستا پر لاس] له خپل مړه شوي نغري او له خپل ويجاړ وطن څخه پر تا غږ کوي. د هغه داعيه  ستا په لاس کې ده."

 له هغه نه پوره يو سل او دولس کاله ورورسته ـ په ٢٠٠٩ کال ـ اوس اجير "پاک پوځ" و چې د برتانيا له خوا د هماغه ملکنډ، سوات، بنير، باجوړ او وزيرستان پرضد ور خوشى شوى و. په هماغو بهانو يې افغانان نابودول. د راجه جرنيلانو د خوندي ساتلو لپاره نه يواځې "د اِم آى ٥ او اِم آى ٦ دوه سوه تنه يوې ډلې" په اسلام اباد کې مرکز پرانستى و، بلکې په زرګونه نور جاسوسان او قاتلان يې د ژورنالستانو، انجوګانو، بې بي سي والانو په جامه کې د افغانانو د ملي نابودولو لپاره ګومارلي وو. له پنځه شپېته مليونو زيات افغان ملت د خپلې ملي بقا د خوندي کولو او له تدريجي مرګ څخه د ځان ژغورلو پر لور دې دسايسو ته متوجه او ځان يې چمتو کړى و چې د شرارت دا شيطاني دايره ماته کاندې. له هغه پرته بله لار ورته نه وه پاتې.

يا ربه توفيق!                              


[1] 'A century later Olaf Caroe was travelling in Hazara [District] and met an old man, a centenarian, who said he remembered James Abbot well. 'I was in the jirga when he was asking us if we would stand and fight the Sikhs if he stood by us. We swore we would stand and fight and there were tears in our eyes, and a tear in Abbot Sahib's eye too. (!!) And we did. He was our father and we were the children. There are no Angrez like Abbot Sahib now.' After two months contest, during which the Sikhs were shown 'no mercy' by the British Army, the First Anglo-Sikh War came to an end. And so did the Sikh Kingdom. Ranjit Singh's youngest son, Dulip Singh, still a child

 [2] O English gentlemen! We appeal to you in God's name. By the Durranis [Afghan rulers] we have been ruined and reduced to the last extremes of distress. They plunder us without restrain. With sighs and tears we appeal to you to free us from these oppressors … Durrani rule we loathe. For British rule we yearn … Kurram is a well favoured and fertile country. Move but a step forward and you will free us from the burden … If you refuse aid to us, rest assured that at the last great day of judgement we will seize the skirts of your garments and accurse you of this injustice before God himself! A tall man with a silk turban will deliver this our petition. Treat him kindly.[2]