په باچا خان جوړ شوي فيلم د بهترين مستند فيلم جايزه وګټله

هلال مومند 18.10.2009 09:14

ټول افغان، ابوظبي:

د ستر مشر خدای بښلي فخر افغان باچا خان (خان عبدالغفار خان (رح)) په ژوند او اند جوړ شوي فيلم د منځني ختيځ د نړيوال فيلم په فيستوال کې د بهترين مستند فيلم جايزه وګټله. د فيلم پوره نوم (د سرحد ګاندي: باچا خان، د سولې یو مشال) او ګټلې جايزه (دتورې ملغلرې جايزه) نومېږي.

د فيلم ډايرکټرې ته په جايزه کې یولک ډالر هم ورکړل شوي دي.

فيلم کاناډایي ډایرکټرې ټيري مکلوهان د ۲۱ کالو خوارۍ په نتيجه کې جوړ کړی دی او پخوا په نيويارک کې هم نندارې ته وړاندې شوی و. د منځني ختيځ د نړيوال فيلم فيستوال په ابوظبي کې د شنبې په شپه پای ته ورسېد.

دا فيلم د فيستيوال په ترڅ کې دوه ځل وښودل شو چې دواړه ځلې یې په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو او بهرنيانو خورا زيات هرکلی وکړ.

د فيلم ډايرکټرې ټول افغان ته ويلي دي چې د امريکا هېوادمشر باراک اوباما او پاکستان او افغانستان ته د نوموړي ځانګړی استازی ريچارډ هولبروک هم غواړي چې دا فيلم وګوري.


د ويلو ده چې په فيلم کې د باچا خان د (NON-VOILANCE) یا سولييز فکر او پروګرام ډېره رڼا اچول شوې ده. 

فيلم ۹۲ دقيقې دی، په پښتو،دري،  اردو، هندي او انګليسو ژبو په کې خبرې کېږي. په فيلم کې افغان هېواد مشر حامد کرزي او پخواني پاکستاني هېواد مشر پروېز مشرف هم د باچا خان په اړه اندونه ويلي دي.

مېرمن مکلوهان اوس د دې فيلم په DVD هم کار کوي. په DVD کې به ټولې هغه مرکې، ويډيو، او نور غږيز او انځوريز مواد هم شامل وي چې په فيلم کې یې ځايول سخت وو. د مکلوهان په وينا په DVD کې به ټول هغه ۱۰۲ فيتې مواد شاملوي چې لا په فيلم کې نه دي ښودل شوي.

Teri_mcluhan
د فيلم ډايرکټره ټيري مکلوهان

Black Pearl Trophy_thumbnail
دتورې ملغلرې جايزه

د نورو معلوماتو لپاره رسنۍ په دې نمرو اړيکي نيولای شي:

الله نور سيلاب: 00971505195802

هلال مومند:00971504574136


Benz_herat


د ليکوال څو نورې لیکنې


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...