د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فاسد دولت او ترهګر د یوې سکې دوه موخونه

سرلوڅ مرادزی 15.10.2009 08:32

که چیري ملاعمر ، ملاحقاني ، ملا انجینرګلبدین چې له دولته بهر دي ترهګر وي ، لکه څنګه چې دي ؛ په کوم دلیل بیا ، رباني ، سیاف ، ملا فهیم ، محقق ، خلیلي ، چکړي ، محسني ، مجددي ، ګیلاني ، عبدالله ، قانوني ، اسماعیل خان او په دوی پورې تړلي ولایتي بدماشان ، جګړه مار او ډاکوان لکه عطا محمدنور ، انوري او نور چې د کلونو راهیسې په دولت کې د ننه ځای په ځای دي ، ترهګر ونه بلل شي !
دوی ټولو یا د ای ــ اس ــ ای په شیطاني او دوزخي مدرسو کې په ګډه زده کړې کړې او یا د ایران د قم د توندلارۍ او سخت دریځۍ له روزنتون څخه فارغ شوي . که ګلبدین د پنجاب په کاسه لوی شوی او دالخور و ، نو ایا رباني له هغه سره د دالو په یوه کاسه کې نوالې (۱ ) نه دي وهلې !؟
نصراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د مجاهدینو او طالبانو د ډلو روزونکی او سمبالونکی ، د وطن نومې مجلې سره یو مهال په مرکه کې داسې ویلي وو :
« دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان او بیا حکمتیار ، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ......نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما تریننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول »
په ۱۹۹۲ کال ، کله چې اته تنظیمه له ایران او اوه تنظیمه له پاکستان څخه لکه د نوح توپان پر افغانستان رانازل شول ، دوی هر څه او هر څوک ترخیټې لاندې نه کړل ، زيروح او بې روح يی یو شان له منځه یونه وړل او د پخواني ژوند ټول اثار يي د نيستۍ کندې ته ورټيل نه وهل !
ایا د دوی لنډه واکمني د اسماني کاڼو ، تندرونو ، جکړونو ، ګرد بادونو ، زلزلو ، توپانونو ، خوړونو او اتش فشانونو ټولګه نه وه چې د خلکو کورونه ، شتمنۍ او ژوند يي جاروکړ ، ويي نړاوه او له بېخه يي چپه کړ !
هغه کسانو چې په ۱۹۹۲ کې يي پر دولتي واک خېټه واچوله ، همدا اوس د دولت لوړپوړي چارواکي نه دي !
که له دغو کسانو څخه پوښتنه وشي چې دوی له پخوانۍ اردو څخه پاتې بېلا بېلې الوتکې ، ټانکونه او نور وسایل څه کړل ، په چا يي خرڅ کړل ، په دې اړه ملت ته څه ځواب لري ؟
همدارنګه د جنګلک اوسپنې ، د ننګرهار کانال او نورې ډيپو ګانې ، د کابل ــ څرخي پله په لویلاره د خلکو د شخصي فابریکو اوسپنې او شتمنۍ يي يي پر چا وپلورلې ؟ ایا همدوی د دولت نورې شتمنۍ لوټ نکړې ، بیت المال يي چور نکړ ؟ دوی چې د کابل ښار يي لوټې لوټې کړ او ۷۰ زره بېګنا کابلیان يي ووژل او اوس هم په دولت کې غوړه ونډه لري له ترهګرو يي څه شي کم دی ؟
ایا همدغه کسان اوس هم د مرکزي دولت د پیاوړتیا مخې ته خنډ نه دي ، ډول ډول سبوتاژ نه کوي ؟ هېواد کې د امنیت په ګډودۍ کې وتلی لاس نلري ؟ په پای کې دوی چې هم دولتي ماشین چلوي ، هم د نېشه يي توکو سوداګري کوي او هم يي د دولت په هره ناکامۍ کې لاس دی او دولت يي له دننه خوړلی او فاسد کړی له دولته بهر ترهګرو څخه خورا ډېر زیانمن او بد نه دي ؟
د بن کنفرانس لویه تېروتنه او خطا دا وه چې ، پخواني بنسټپال او توندلارې يي چې اوس ورته ترهګر ویل کیږی نیمايي کړل ، له دوی څخه یوه برخه يي په دولت کې شامله کړه او بله يي له دولته بهر پریښودله .
که دوی هغه مهال ، د ترهګرو ددې دواړو لوریو پرځای ، ملتپالو ځواکونو ته وخت ورکړی وای چې دولت يي جوړ کړی وای ، نن به نه افغان ملت او نه نړیوال ځواکونه له دومره لوی ناورین سره مخ وو !
له بده مرغه د بن کنفرانس د تېروتنې او روسته د همدې تېروتنې د نه سمون او ادامي له کبله ، نن په دولت او ټولنه دواړو کې ترهګر غوښن ځای لري او په هېواد کې يي بدلونپال او ملتپال ځواکونه څنګ ته کړي او ولس يي د تلپاتې بدبختۍ او نهیلۍ په ګړنګ کې غورځولی دی .
کومو ترهګرو چې د دولت په دننه کې يی ځاله جوړه کړې او هغوی چې بیا له دولته بهر دی دواړه یوه موخه تعقیبوي :
مرکزي دولت يي باید پر پښو ونه دریږي . په ټولنه کې باید امن او سوله ټېنګه نه شي . کډوال باید بېرته هېواد ته راستانه نه شي . د هېواد بیا رغونه باید شنډه شي . ښوونځې باید وتړل شي . کاروبار باید په ټپه ودریږي . ښځې باید په کورو کې کېنول شي . نړۍ سره باید دافغانستان جوړونکې اړیکې ونه غځيږي او په لسګونو او سلګونو نورې منفي چارې !
د حل لار هم اسانه او سیخه نه ده ! د ترهګرو موخې او لوری څرګند دی . ټول سره په ګډه که په دولت کې شامل دي او که له دولته بهر ، هغه څه تعقیبوي چې پورته ورته یو څه اشاره وشوه . خو د بدلونپالو او ملتپالو ځواکونو موخې او لوری څرګند نه ښکاري او په ډېرو ټوټو سره ویشل شوي دي !
اوس ددې وخت دی چې وطنپال ځواکونه هم د دولت په دننه او له هغې بهر په یوه واحد چورلیځ د راغونډېدو تکل وکړي .
ترڅو چې دا ځواکونه پر یوه مرکز راټول نه شي او د نړیوالو ځواکونو ملاتړ د ځان په ګټه راوانه ړوي ، روان ناورین به د ورانیو ، ویجاړیو او خرابیو نویو او لوړو پوړیو ته ورداخل شي . که یو ځل بیا د دولت دننه او بهر ترهګر ، دولتي واک په ټوله مانا او په ټولو برخو کې ترلاسه کړي ، په هېواد کې به یو بدلونپال او هېوادپال ، نورې خبرې خو پریږده د اوسېدو ځای ونه لري !
سیمه به په ریښتیني ترهګریستان بدله شي ! دلته به ترهګر روزل کیږي او نړۍ ته به صادریږي .
ګټې به د نورو وي ، خو افغانان به ددې ګټو د قربانۍ پسونه وي .
د ټولو د بیدارۍ او هوښیارتیا په هیله !
د سختو لغتونو ماناوې :
نوالې = غټې غټې مړۍ ، کپالې
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر ۱۴ مه