د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنوبل جایزه اود ښاغلي اوباما منډې ...

بسمل 11.10.2009 11:30

۱۰ ـ۱۰ـ۲۰۰۹ نه پوهېږم چې دنوبل دجایزې له زېري سره به ښاغلي اوباما منډې کړي وي که ...

ګرانو لوستونکو!
ښاغلي اوباما ته یې په داسې وخت کې د نوبل جایزه ورکړه لکه د خاپوړو ماشــوم ته چې څوک په سره ډولۍ کې ناوې راوړي .
پرون مې داخبر په داسې وخت کې واورېد چې موټرته ناست اواوږد سفر مې په مخ کې و د دې خبر په اورېدو سره مې دومره وخندل چې نورنو د موټرله چلولو څخه عاجز وم خو دخدای پاک فضل وچې پارک ته ورسېدم له موټر څخه راکښته او څو شېبې مې دنننیو انسانانو پر انصاف خپل سر وزنګاوه .
په دې خو ډېر خوښ شوم چې زموږ دتور پوستو خویندو او وروڼو خیال ساتل شوی دی خو تور پوستی کوم تور پوستی یا سپین پوستی کوم سپین پوستی او کومه توره یې باید کړې وي ؟
دکوم معیار او کومو کړنو له مخې بن ادم مکافات او ونازول شي؟
داوباما دنوبل جایزې ما ته د فهیم مارشالي رایاده کړه نومې له ځان سره ووېل چې الله دې خیر کړي بشریت به لا نور په کومو بلاوو واوړي .

قدرمنو خویندو او وروڼو!
راځﺉ چې د اوبا ما دجایزې په اړوند یوه ټوکه تاسو ته ولیکم خو لامخکې له مخکې دې بې ادبي معاف وي :
یوبزګر خپل جوړه غوایان دشودیارې لپاره خپل پټي ته بوتلل په کار کې ډېرستړی شودکار په جریان کې یې له ځان سره داچورت واهه چې نه په کور کې خوندورخوراکي توکي لري او نه خو په جیب کې پیسې، غوا یې هم
لا یوه میاشت مخکې له پیو(شیدو) څخه تللې وه لنډه دا چې بزګر کار ختم او ستړی ستومان دکور په خوا له خپلو غوایانو سره راروان شو .
دکورانګړته چې ورسېد دخوږې شوروا بوی یې تر سپوږمو شوغوایان یې همداسې په زغ تړلي پرېښودل خپلې مېرمنې ته یې ورمنډه کړه ورته ووېل هله ژر شه وایه چې اوس منډې وکړم که غول؟
مېرمنې یې ورته ووېل چې خیر خو به وي نس دې خوږیږي که ولې؟
ښاغلي ورته ووېل چې زما دا سپېره کور وګوره او دا دغوښې خوږ بوی؟
مېرمنې یې ورته وویل چې سم شه سړیه مه منډې وهه مه غول کوه ورشه له هر څه لمړی هغه غوایان له زغ څخه خلاص او په اخور وتړه بیا خپل لاسونه ومینځه چې ښه خوږه شوروا درباندې ووهم .

عزیزانـــو !
ښاغلي اوبامه به هم پرون یو څه خو کړي وي په هرصورت بیا هم بې ادبي راته معاف کړﺉ .
اوباما خو به هلته پرېږدو زړه یې چې په سپینه ماڼۍکې منډې وهي که . . .کوي خوتاسو راشﺉ داخپلو نارینوو
کرزي اوغبرګ عبدالله ته چې له اوباما څخه دوی ډېرې منډې او . . . کړي دي له ډېرې چاپلوسي څخه یې نږدې نن خپل پتلون او چپنه په . . . لړلي وو دا یو یې له بل څخه د مخه اوباماته مباره کي وېله او داسې جالب دلایل یې اوباما ته دجایزې د وړتیا په اړوند ویلي دي چې ماته یې هغه دملا نصرالدین غوارا په یادکړه خوهغه ټوکه به بیا له خیر سره بل وخت تاسو ته ولیکم .
اوس به صرف پاک الله ته خپل لاسونه لپه اوزارۍ وکړم که دنړۍ پرمخ داسې کسان حاکمان کړي چې دسولې، سوکالي، مینې او وروري سبب شي .

دهغې ورځې په هیله چې یو انسان دبل انسان وینې تویه نه کړي