د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوبل» او افغان جګړه»

محب 10.10.2009 16:59

لکه چې څرګنده ده د نوبل د سولې جایزه، نړیوالې سولې ته د نورو خدمتونو د تر سره کولو تر څنګ د جګړې لیکو ته د لازیاتو سرتیرو د لیږلو له پاره نه، بلکې د جنګ له لیکو نه خپلو کورونو ته د لیږل شویو سرتیرو د بیرته راستنولو له پاره ورکول کیږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ته د سږکال د سولې د نوبل جایزه په داسې حال کې ورکول کیږي چې نوموړی افغان جګړې ته د لا زیاتو امریکایي سرتیرو د لیږلو او نه لیږلو په اړه وار تر مخه لا د پریکړې په دوه لار کې ولاړ و. د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د جګړې پر دوام د ښاغلي اوباما او امریکایي مشرتوب ټینګار به د امریکا پرستیژ د نړیوالو او په تیره افغانانو په ذهنونو او زړونو کې لاپسی «بوشي» او بې باوره کړي. ه
 لکه چې جوته ده نوموړې جایزه ښاغلي اوباما ته د ترسره کړیو خدمتونو له پاره نه، بلکې د نړیوالې سولې د ټینګښت په لاره کې د نوموړي د راتلونکو رغنده او عملي ګامونو د اوچتولو په موخه د «پیشکي» په توګه ورکړل شوې ده. هو، نوموړې جایزه د  یوه نیولیک (فهرست)، د مهمو خبرونو د سرټکیو او سرفیلمي بڼه لري. خو دغه جایزه ان همدا اوس لا یو مهم او نغد اړخ لري او هغه دا چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو د تبلیغاتي کمپاین له پاره یې د ښاغلي اوباما او د ده دیموکرات ګوند تله څه ناڅه درنه کړه. ي
اخوا پر ۱۹۹۰ کال د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچف ته هم، چې په لسکونه زره سرتیري یې زموږ په هیواد کې پر «برژنیفي» جګړه بوخت وو، د نوبل د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه. د هغې جایزې دلیلونه د نورو مهمو کارونو تر څنګ له افغانستان نه د شوروي پوځ په بیرته ایستلو او د برلین د دیوال په نړولو کې د ښاغلي ګورباچف رغنده رول نومول شوی و. خو هغې جایزې یوه بله مهمه او نړیواله پایله هم درلوده او هغه د وارسا د تړون له منځه تلل وو! ه
 په هر حال، و به ګورو چې ښاغلی اوباما به په افغانستان کې د «بوشي جګړې» له مسالې سره ګورباچفي چلند وکړي او که څنګه؟