د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ۲۰۰۹ کال د شرارت جایزه باید پاکستان ته وړکړل شي

سرلوڅ مرادزی 10.10.2009 12:48

روان ۲۰۰۹ کال په افغانستان او لره پښتونخوا کې د تېرو کلونو په تويپر ، د تاوتریخوالي ، خونړۍ پېښو او سختو جګړو کال ګڼل کېدای شي . په دغو ټولو پېښو کې که یوخوا القاعده او ترهګر وتلې ونډه لري نو بلخوا د پاکستان پوځیان او ای ــ اس ــ ای د جګړې په سمبالتیا ، پلان او اداره کې د لمر پڅېر ښکاره ځای لري .
که « د نوبل د ۲۰۰۹ کال د سولې جایزه ، د جایزې د جرګګۍ د پریکړې له مخې د امریکا ولسمشر اوباما ته ددې لپاره چې نوموړي په نړۍ کې د ګڼو وژونکو وسلو د کمښت ، د ولسواکۍ د پراختیا او په پولنډ او چیک جمهوریتو کې د توغندي ضد سیستم له درولو څخه په لاس اخیستو ، سیمه او نړۍ کې د وسلو د سیالۍ د مخنېوي په موخه اوچت ګامونه پورته کړي دي » ورکول کیږي ، پاکستان هم د ترهګرو په روزنې ، وسلوال کولو او د افغان یا پښتون وژنې په اړه په تېره بیا په ۲۰۰۹ کال کې په شرارت کې د لوړې جایزې د راخپلولو وړتیا لري .
لکه څنکه چې پورته هم یاده شوه ، روان کال په سیمه کې د پاکستان د شوونیستي او ملیتاریستي سیاستونو له مخې ترټولو زیات خونړی کال شمېرل کېدای شي . دې کال کې چې څو میاشتې يي لا پاتې دي ، هره ورځ د ډیورند د تپلې کرښې دواړو غاړو ته په منځنۍ کچه ۱۰۰ ــ ۲۰۰ تنه افغانان د ترهګرو پلاس چې پاکستان يي ترڅنګ ولاړ دی وژل شوي دي .
پاکستان ترهګرو څخه په ملاتړ نه یوازې عام افغانان وژنې ، بلکې د پښتنو په سیمه کې په نوم سره قومي مشر ، سپينږیری ، ښوونکی ، ډاکټر ، انجینر او د جومات امام ژوندی نه پریږدي . په پښتونخوا کې د ټولو ورانیو ، ویجاړیو تر شا چې هغه که ښوونځي ، سرکونه ، د اوبو بندونه او یا نور د ولسي ښېګڼو بنسټونه دي ، د ای ــ اس ــ ای لاس دی .
داچې ولې پاکستان افغانانو یا پښتنو سره دومره کینه لري ، د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په وژلو يي هيڅ زړه نه یخیږي زیات لاملونه لري ، چې دلته يي یوازې څو راشمېرم .
تر ټولو ړومبی په کور دننه د پښتونستان او بلوچستان د خپلواکۍ مساله ده چې پاکستان هیڅکله د خپل جعلي ۶۰ کلن تاریخ په اوږدو کې له دې ګوټ څخه په ارامۍ سا نه ده اخیسې . تېر کال کله چې په پښتونستان کې ملتپالو ځواکونو ټولټاکنې وګټلې او ایالتي حکومت يي جوړ کړ ، له واره يي لومړی د صوبه سرحد د استعماري نوم پرځای د پښتونستان یا پښتونخوا د نوم غوښتنه راوړاندې کړه . که څه هم د پاکستان دولتمشر زرداري په خبرو کې دا ومنله ، خو پوځیانو او ای ــ اس ــ ای خپلو بړیڅو ملایانو لکه مولانا فضل الحمان او نورو ته لارښوونه وکړه چې د پښتونستان د نوم پر ضد راپاڅې او هغه د پاکستان تجزیه وبولي .
د ټول افغان خبر له مخې « د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب په پېښور کې يوې غونډې ته وېنا وکړه او وې ويل چې عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې ده او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړ ندى. »

بلخوا د پاکستان نورو ګوډاګيانو د مولویانو او ملایانو په جامه کې په سوات ، باجوړ او د پښتونستان په نورو سیمو کې ، داسې شرغوبل جوړ کړ چې په پښتونخوا کې يي د ملتپالو ځواکونو څخه لوری ورک کړ او هغوی يي دې ته اړکړل چې د نورو ملي غوښتنو پرځای لومړی د سیمې د امنیت غم وخوري . پوځیانو او ای ــ اس ــ ای تل د پښتنو او بلوڅو د ملي غوښتنو په شا تمبولو ته ، ملا او مولوی کارولی دی .
همدارنګه پنجاب ، په بلوچیستان کې د بلوڅو خپلواکۍ غورځنګ د ټکولو لپاره ، بلوڅو سره د هند د پوځي مرستو د پلمو او چلوټو خبره راپورته کړه . دا ځل يي د نورو درواغو ترڅنګ افغانستان هم تورن کړ چې بلوڅو وروڼو سره پوځي مرسته کوي . په دې درواغو سره پاکستان غواړې هم د بلوڅو ملي غورځنګ بدرنګ کړې چې بویه غورځنګ غورځنګ نشته ، دا هندوستان دی چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاس وهي او بلوڅان د پاکستان پر غاړه وراچوي او بلخوا افغانستان تورنوي چې له بلوڅو څخه پوځي ملاتړ کوي . د افغانستان په اړه هم د پنجاب دا خبره چې له بلوڅو څخه پوځي ملاتړ کیږي دوه موخې لري : لومړی غواړي نړۍ ته وښۍ دا دعوه چې له پاکستانه ترهګر افغانستان ته رااوړي ، بېځایه ده او بلخوا په ډاګه کړي دا پاکستان نه دی چې په افغانستان کې لاس وهي بلکې افغانستان دی چې په بلوچیستان کې بلوڅو ته پوځي مرسته رسوي .
همدارنګه د هند او افغانستان دوستي هیڅکله د پاکستان په زړه نه ځایېږي او د دې دوستۍ د ویجاړولو لپاره د نورو پلمو تر څنګ دا پلمه هم کوي چې هند د افغانستان له لارې بلوڅان د پاکستان پر ضد لمسوي . د همدې پلمو پر بنسټ يي د ۲۰۰۸ کال جولای کې په پلازمېنه کابل کې د هندوستان پر سفارت ترهګري برید ترسره کړ چې هغه مهال يي هم لویه انسانې فاجعه رامنځته کړه .
د روان کال د اکتوبر په ۸ مه بیاهم تېرکال ته ورته په کابل کې د هند سفارت انګړ ته څېرمه ترهګري برید وشو چې په هغې کې ۱۷ تنه ولسي وګړي شهیدان او له ۶۰ زیات نور ټپيان شول .
د پښتونستان او بلوچیستان له کورنۍ ستونځې سربېره دویمه جبهه کې پنجاب تل په ډې لټه کې دی چې په افغانستان کې ملي مرکزي غښتلی دولت پر پښو ونه دریږي . د همدې موخې لپاره يي د عربو او عجم ټول بدماشان ، القاعده او ترهګر سیمې ته اشر کړي ، له روزنې او وسلوال کولو روسته يي د منظم پلان له مخې افغانستان ته رالیږي او جګړه پرې دلته توده ساتي . پنجاب دا کار چې په افغانستان کې دې پياوړی مرکزي دولت نه وي ددې لپاره کوي چې سبا د هند په وړاندې د افغانستان له لوري کوم خطر نوموړي هېواد ته متوجه نه وي . ریښتیا هم د پاکستان د ځمکې پروتوالی داسې دی چې د هند پر وړاندې د پوځي موخو له لیدلوري د شاتګ او پټېدو ځایښت نلري ، نو د افغانستان پوځي ستراتیژیک ارزښت تل پنجاب اړباسې چې کابل کې کمزوری ، ګوډاګی او د پاکستان په ګټه دولت واکمن وي تر څو د هند پر وړاندې د جګړې په مهال ، له افغانستان څخه د ستراتېژیک ژورغالي ( ستراتیژیک عمق ) په موخه کار واخلي .
په بله جبهه کې هم چې پاکستان يي له هند سره د کشمیر پر سر لري ، د ترهګرو شتون د پنجاب لپاره حیاتي ارزښت لري . د لشکر طییبه توندلارې مذهبې ډله چې تېرکال د ممبيي په پېښو کې ککړه ده اوس هم په پاکستان کې فعاله ده . د هند له لوري پنجاب ته د ممبيي په پېښو کې ددې ډلې د لاس درلودلو د لاسوندونو د سپارلو سره سره ، پاکستان ددې ډلې مشران پخپل لاس کې ساتي او له هند سره د کړکیچ په دوام کې ترې ګټه اخلي .
پاکستان له یاد شویو جبهو سربېره ، ترهګر د سیمې نورو هېوادو ته هم صادروي . پاکستان د ټولې سیمې لپاره د ترهګرو د روزنې ، استونې او د وسلو د سمبالتیا زیرمتون ګڼل کیږی . پاکستان په سیمه کې د شرارت په موخه جوړ شوي ، په شرارت ژوندی دی او په شرارت به لګیا وي .
تر هغو چې سیمه د پاکستان پر وړاندې یوه اغیزمنه ، غوڅه او کاري پالیسي غوره نکړي ، ټول به په ګډه په لږو ډېر توپير د پاکستان پلاس د جوړشویو چلوټو او د جګړې په بل شوي اور کې تل سوځو.
مرادزی
اخځونه :
ځیني بریښپاڼې