د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګمراه اخر ګمراه وي

سیدخالد سادات 10.10.2009 11:38

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

مونږ افغانانو تل له پردو څخه اور اخیستی او وایو چې همدا پردي دي چې افغانستان یې داور په لمبوکې پرایښی ، همدې پردو زمونږ کلتور وژلی ، همدې پردو د افغانانو خاوره ترپښو لاندې کړي ،همدا پردي دي چې زمونږ عقاید او دین ته په سپکه ګوري..............
خوزه  وایم دا درسته خبره ده چې دافغانستان د خاورې دښمنان د افغانستان بربادۍ څخه خوند اخلي او تل یې د افغانستان په حیثیت تیری کړی.
وار رانه خطا نه شي راځم خپلو خبروته : په دفترکې ناست وم چې مخې ته مې د ارمان ملی ورځپاڼې په یوخبر سترګې ولګیدې او داسې یوخبر مې  ولید چې په لیدو به یې که هرڅوک ځانته افغان وایی له سترګو اوښکې وڅڅوي. خدای شته دنوموړي خبر په لیدو مې زړه سخت خفه شو او پر یوچا مې سخت لعنت ویلې. کیسه داسې وه چې د جوزجان په ولایت کې یوپنځوس کلن ګمراه او لعنتي عبدالقیوم په خپلې اتلس کلنې بیچاره لور باندې جنسي تیری کړی وه . نوموړې بیچاره زرغونه نومیده او د خپل ښایست له امله د خپل ظالم پلار د ظلم ښکاره شوې وه . زرغونې بیچاره ویل چې اته میاشتو راهیسې مې خپل پلار پرما جنسي تیری کوي او پلارمې ماته ویل که هرچا ته دې وویل چې پلار مې له ماسره داسې ناوړه عمل کوی نووبه دې وژنم . خو بلاخره بیچاره زرغونه د اوو میاشتو ناروا حمل په ګیډه اخلي او خپلې مورته دلوموړي ځل لپاره دداسې غیرانسانی عمل کیسه کوي .  د معصومې زرغونې مور ددې غیر انسانی عمل څخه دکلی خلک او ځایی چارواکي خبروي . بلاخره ځایی چارواکي ظالم عبدالقیوم دقانون منګولو ته دسپارلو په منظور محکمې ته راکشوي ...................
که هرڅوک ځانته دمسلمان او افغان خطاب کوي نو په رښتیا سره به دداسې ناوړه او غیراخلاقی عمل په خبریدو سره به نوموړي ظالم ته له خدایه دعذاب غوښتنه کوي.
زمونږ ټولنه یوه افغاني ټولنه ده او پر اسلامی ارزښتونو ولاړه ټولنه ده نو دپورته ذکرشوي مرتکب به نه الهی قوانین وبخښي او نه به یې دانسان په لاس جوړ شوي وضعي قوانین وبخښي .
زه نه پوهیږم چې یو څوک ولې په خپل ناموس تیری کوي؟ ولې یو څوک په خپل ځان تیری کوي ؟ او ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که چیرې څوک اسلامی او افغانی اړخونه له ځانه لیرې کړي نو عقل به دا ومني چې یوڅوک دې پرخپل ځان په لوی لاس تیری وکړي؟
له دې څخه داسې معلومیږي چې ظالم او جابر عبدالقیوم هغه د خدای بخښلي ملنګ جان خبره چې نه مومن او نه افغان دی .
داسلام دښمنان له داسې پلیتو او نجسو اشخاصو څخه پوره ګټه اخلي ، ځکه چې دوی ځان دلیل جوړوي چې داسې اشخاص مسلمانان دي او د داسې پلیتو او نجسو اشخاصو اعمال داسلام پورې تړي او اسلام نړیوالو ته  العیاذ باالله یو نجس دین معرفي کوي
صلیبیان او د اسلام دښمنان یو طرف ته داسې اشخاص په خپله ګټه داسلام په خلاف استعمالوي او بل لوري ته خپل اهداف دداسې پلیتو اشخاصو په واسطه ترلاسه کوي .
په دې ځای کې خو نه ګاونډیان ملامت دی او نه هم نور بهرنیان بلکه خپله همدغه نجس او د خدای له لارې ناخبره ظالم عبدالقیوم ملامت دی .
خبره دا ده چې کفار خو هسې هم کفار دي ، هغوی تراوسه داسې اعمال نه دي ترسره کړي چې په خپلې معصومې لور جنسي تیری وکړي اما زمونږ په ټولنه کې داسې اشخاص شته چې له کفارو یو قدم وراخوا په ګمراهۍ کې روان دي . داسې بیلمازه او پلیت انسان به الله هیڅکله ونه بخښي او الله دې ټول مسلمانان له داسې اعمالو څخه وژغوري چې هم خپل خدای ترې خفه وي او هم پرې دالله مخلوق لعنت وایی.