د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل شاعر ورور مو وژغورﺉ!

محمدامین بسمل 15.09.2009 05:38

۱۴ـ۰۹ـ۲۰۰۹ لويـــــــه او جدي هیـــــــــــله
خپل شاعر ورور مو وژغورﺉ!

دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولوګرانو شاعـرانو، فرهنګیانو او فرهنګپالو ملګرو څخه دبایرن مېشتو افغانانو
کولتوري ټولنه هیله کوي چې زموږ د پیاوړي او خوږ اواز شاعر ملګري، عبدالله جان ملتیار دخلاصون لپاره لازم اقدامات وکړي ، دسولیزو لاریونونو په وسیله دپاکستان حکومت دې ته اړباسي چې زموږ شاعر ملګری را پرېږدي .
دمالوماتو له مخې ښاغلی ملتیار دشنبې په ماښام نا اشنا مول وهونکوکسانو له خپل کورڅخه نا مالوم ځای ته وړی چې ګمان کیږي دای .ایس . ای لخوادا کار شوی وي .

موږ په بلوچستان کې خپل ګران شاعر ان او فرهنګیان دې ته رابولو چې له بل هرچا څخه دمخه دوی د ښاغلي ملتیار دخلاصولوهڅې پیل کړي .

ما محمــدامین بسمل ددې دردوونکې خبر له اورېدو سره سم زموږ دکولتوري ټولنې په استازیتوب دپاکستان له سفارت سره چې به برلین کې موقعیت لري تیلیفوني اړیکه ونیوه، دخپل شاعر ملګري دخلاصون هیله مې
ورڅخه وکړه د دې په څنګ کې مې دا هم ورته ووېل چې که کومې مظاهرې په کوټه اویا نورو ښارونو کې کیږي دهر ډول ناوړو پایلو پړه به یې دتاسو دحکومت پرغاړه وي .

همداراز مو ورته روښانه کړه چې زموږ دپېژندګلوي له مخې ښاغلی عبدالله جان ملتیار یو تکړه شاعراوقلموال
ملګری دی هغه یو بې بدوکس او له چا سره دښمني نه لرله خوکه ستاسو ادارې په کوم سیاسي توربیولی وي نو دمدارکو له مخې دې ورسره قانوني چلن وکړي او کورنۍ ته دې ډاډ ورکړي چې ژوندی او له موږ سره دی .

یادونـــــــــــــــــــــه :
که زموږ شاعر ملګري او فرهنګیان د ښاغلی عبدالله جان ملتیار په خلاصولو کې ناغېړي وکړي نو باور مو وشه چې نور به هم درڅخه کم کړي .

په جرمنی کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب

محمدامین بســـــــــمل