د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کریکټ:افغانستان پاپوانيوګيني ته ماته ورکړه او اتلولۍ ته یو ګام نږدې شو

الهام یاسیني 11.09.2009 19:35

د افغانستان د منډو اوسط به د ننۍ لوبي په ګټلو کافي اندازه مخکې لاړ شي او که راتلونکي لوبه یې له کاناډا وګټله نو که خدای ج کول جام به د افغان ځلمو په نصیب وي. 

افغانستان اته لوبي کړي اووه يي ګټلي او یوه يي بایللي ده، د افغانستان اخري لوبه د یکشنبي په ورځ د کانډا سره ده.

د افغانستان لوبغاړي شپږۍ ووهله او لوبه يي خپله کړه. افغانستان پاپوانیوګیني ته د ۱۹۷ منډو هدف په ۳۶ اورونو کې پوره کړل. زموږ ځوانانو  په ۲۵ اورونو کې ۱۱۴ منډې کړي او ۳ لوبغاړي يي سوځیدلي دي.

تر اوسه د سيالۍ د نمرو جدول او د منډو اوسط په لاندې ډول دي؛

هېواد کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
افغانستان ۸ ۷ ۱ ۱۴ ۱،۲۵ 
ايرلينډ ۸ ۷ ۱ ۱۴ ۱،۰۵
کاناډا ۸ ۶ ۲ ۱۲  ۰،۳۶
پاپوانیوګيني ۸ ۶ ۲ ۱۲ ۰،۲۷ 
امريکا ۸  ۵  ۳  ۱۰  ۰،۳۸
هانګ کانګ ۸  ۳ ۵ ۶ -۰،۲۹ 
یوګانډا ۹  ۳ ۶ ۶ - ۰،۵۱ 
هالينډ ۸ ۳ ۵ ۶  - ۱،۰۳
واناتو ۸  ۱ ۷  ۲  -۱،۵۷
سيراليون ۹  ۰  ۹  ۰  -

- د لوبې مخامخ حال:

- افغان ځوانانو لوبه پیل کړي.

 تر دې دمه ۵۰اورونه شوي،  پاپوانیوګیني ۱۹۷ منډې جوړې کړي او ۱۰ لوبغاړی يي سوزیدلي دي.

- په ننیو لوبو کې هانګ کانګ واناټو ته ماتې ورکړه. هانګ کانګ د واناټو ټول لوبغاړي په ۱۰ اورونو کې په ۲۹ منډو وسوځول. هانګ کانګ دا هدف په ډېره اسانۍ په ۸ اورونو کې په ۲ ويکټو پوره کړ او لوبه يې په ۸ ويکټو وګټله.

پاپوانیوګیني بچه وګټله او بیټنګ يي غوره کړ.

کالو څخه د کم عمره نړیوال جام د غوراوي په سيالۍ کې د ۶ لوبو ګټلو وروسته اوس د ايرلينډ او پاپوانيوګيڼي سره د سيالۍ د اتلولۍ د ګټلو په موخه دوه نورې لوبې کوي.

د دې دوه لوبې یوه لوبه نن د پآپوانيوګيني او بله د يکشنبې په ورځ د کاناډا سره کوي.

د پاپوانيوګيني سره لوبه نن د کابل په وخت ماښام ۶:۴۵ بجې پيل کېږي چې مينه کولای شي د کرکټ د نړيوالې شورا له ويبپاڼې یې تازه احوال لاس ته راوړي.

افغانستان که راتلونکې دوه لوبې وګټي او د منډو اوسط د اوس په شان جګ وساتي نو د لوبې اتلولي به یې هرکلی وکړي.